fbpx

کندهار : ميوند کې دولتي ځواکونو له ۷ پوستو او يوې غټي قرارګاه شاتګ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د سلواغي لومړۍ، ۱۳۹۴ ل): د تېرو درو ورځو په جریان کې امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د خپلو مهمو مراکزو څخه شاتګ کړی او امنیتي پوستې یې ویجاړي کړي دي.

د میوند او غورک ولسوالۍ تر منځ د امنیتي ځواکونو تر ټولو لوی مرکز چې د میوند د شهیدانو په قرارګاه سره مشهور وو امنیتي ځواکونو د شپږو نورو پوستو سره یوځای خوشي کړی او تأسیسات یې نړولي دي.

د میوند د شهیدانو قرارګاه چې لومړۍ د کاناډایې ځواکونو بیا د امریکایې ځواکونو او اوس د افغان امنیتي ځواکونو لوی مرکز وو او د طالبانو تر دوامداره بریدونو لاندي وو د غورک ولسوالۍ لپاره یې حیاتي اهمیت درلود، د غورک ولسوالۍ ټول عملیات لومړۍ د کندهار ولایت د مرکز او بیا د همدې قرارګاه څخه پلانېدل.

د امنیتي ځواکونو په شاتګ سره په سیمه کې شین سړک د طالبانو په واک کې شوی، اوس طالبان کولی شي په اسانی سره د غورک او میوند ولسوالۍ تر منځ تګ راتګ وکړي او د خپلو عملیاتو لمن پراخه کړي.

د سیمي څخه عیني شاهدانو نن ټکی اسیا ته په خپلو خبرو کې وویل چې د امنیتي ځواکونو د تحرکاتو څخه داسي معلومیږي لکه دوی چې غورک ولسوالي په ټولیزه توګه خوشي کوي او عسکر د میوند ولسوالۍ مرکزي سیمو ته نقلوي.

په دې وروستیو کې په غورک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو تلفات ډیر شوي، طالبانو د روان کال په اوږدو کې څو ځله د غورک ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي او یوځل یې مرکز نیولی خو د خپل پلان سره سم امنیتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو اړولو وروسته بېرته سیمه خوشي کوي.

د طالبانو همدې کار امنیتي ځواکونه د سختو ننګونو سره مخ کړي چې آن اوس د ولسوالۍ پریښودلو ته مجبور شوي دي.

د یادوني وړ ده چې اوس امنیتي ځواکونه د غورک ولسوالۍ او میوند والسوالۍ د مرکز کشکنخود تر منځ کوم د پام وړ قوي مرکز نه لري چې د طالبانو د تحرکاتو مخه ډب کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د