افغانستان

مجاهد: پر طلوع برید پر رسنیو نه؛ بلکي پر استخباراتي دستګاه برید وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱، ۱۳۹۴ل): طالب وياند ذبیح الله مجاهد په کابل ښار کې د موبي ګروپ پر کارکوونکو د بريد مسوولیت منلی او هغه يې پر یوه «استخباراتي دستګاه» بريد بللی دی.

تېره ورځ ماښام مهال د موبي ګروپ د کارکوونکو موټر د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د طالب سرتېري بريدګر هدف وګرځيد، چې پکې ۷ تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د بريد د مسوولیت تر څنګ ويلي چې دا پر یوه رسنۍ بريد نه؛ بلکې پر يوه «استخباراتي دستګاه» بريد و.

«اسلامي امارت په ښکاره اعلانوي چې په طلوع برید په رسنیوبرید نه، بلکې په یوه استخباراتي دستګاه برید وو چې د هیواد د وحدت ، ديني او اخلاقي ارزښتونو په وړاندې يې قرار درلود.»

طالبانو وړاندې پر نورو رسنیو غږ کړی، چې دوی باید ډاډه واوسي، خو په وينا يې که بې ځایه څرګندونې او پرېکړې وکړي نو دوی ته کوم زیان نه شي رسولی.

په خبرپاڼه کې د امریکا د سفارت په ګډون د ولسمشر غني، اجرايیه رییس او نورو چارواکو غندنې پروپاګند بلل شوې او ټينګار يې کړی چې د دوی مسیر نه شي بدلولی: «د امریکا سفارت، اشرف غني، عبدالله، دوستم او یو شمیر نورو بې اهمیته څيرو او ارګانونو غندنه موږ له خپل هوډ څخه نشي اړولی او نه مو هم د چا دپروپاګند او غلطو تبلیغاتو اخطارونه مسير بدلولای شي»

ياده دې وي د روان کال د تلې پر شمله طالبانو طلوع او يو خصوصوي تلویزونونه خپل نظامي اهداف وګڼل او ويې ويل چې دا دوه خپرنيز مرکزونه نور دوی ته د رسنیو په توګه مطرح نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منیر

ترتولوصرورکاوشوچی دافهشان یی ووژل اوان شاءالله مجاهدینو دشمن ته فه هردگرکی غاش ماتونکی جوابونه وکری اوداسلام دشمنان نوران شاءالله %شل دی

منیر

دزینوخطایی وودحل فه هیله

عبدالولی

ماشاالله د اسلامی امارت زمری مجاهدین دی تل ژوندی وی کنه دا لعین تلویزیون خو د فحشا او نفاق لپاره خپله ملا تړلی ده او خالق تعالی خو دی نور همت هم ورکړي چی یوه ورځ یی د ده تلویزیون او امریکا پرخچی آسمان ته واولوزوی انشاالله ستاسو د لا بریاوو په هیله.

pattang

دطلوع تلوېزون داشغالګرو لخوا تقویه کيږي دالر ورکوي !ددې تلويزون هدف په افغانستان د افغاني او اسلامي کلتور له منځه وړل دي او هدف يې يوه ليبراله غربي ديموکراسي ده چې له اسلامي کلچر سره سل په سلو کې په ټکر کې ده ! سر بېره پردي کله چې طالبانو قندوس ونيو نو طلوع تلويزون د ستميانو لکه امرالله صالح خوله وګرزېده او په ريڼو ستر ګو یې په طالبانو پورې تهمت وکه چې په قندوس کې طالبانو له ښځو سره په زور زناګانې کړې دي چې دا ددوی خپل غيرې اسلامي او بشری عمل یې په ريڼو سترګو پر… نور لوستل »

غوربندی

محمد عبدالله صيب

رازه یاره یو تعلیق خو دلته هم پورته کره تر سو مو مشترک مخارج پیدا او سره په یو اتفاق ورونه شو.

اصف ارغندئ

پرطلوع برید دولس دناموس پردشمن برید وو البتہ فدایی برید ورتہ پہ کار نہ وو زکہ چی فدایی ڈیر سترہ قربانی دہ او باید تنھا پر کفارو ترسرہ شی منننن…..

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x