نظــر

د دیموکراسۍ په غېږ کې د ښځو حقوق!

saima afghan rape victimله کومې ورځې چې پر ګران هېواد غربي دیموکراسۍ یرغل کړی له همغه ورځې ولس د ناخوالو په سرو لمبو کې هره ورځ ورېتېږي! په ځانګړي ډول افغان مېرمنې تر بل هر چا زیاتې د دیموکراسۍ د وحشتونو قرباني شوې دي او لا دا لړۍ په خورا چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده!

 که له یوې خوا د دیموکراسۍ تر سیوري لاندې کله د کار، کله د لوبو لکه: والیبال، فوټبال، باسکتبال، لامبو، منډې، کراته… او کله بیا د هنر په نامه د نڅا او سندرو ویلو لپاره له یو او بل لوري، نه ستړې کېدونکې هڅې په کار اچول شوي دي، تر څو افغان پاک لمنې او غیرتي مېرمنې هم د غربي بې پتو او بې حیا ښځو په رنګ رنګ کړل شي! له بلې خوا بیا د دیموکراسۍ په تورو تیارو کې د قانون د نه شتون او یا د دوی په ژبه نه پلي کېدو له وجې ګڼې نورې  افغان مېرمنې هره ورځ د کورني تاوتریخوالي قرباني کېږي!

(د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو څارنوالۍ وایې، چې په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پيښې زیاتي شوي دي.

دوی وايي، چې وروستیو شمېرو ته په کتو سره په هېواد کې د تاوتریخوالې دا پېښې د تیرو کلونو په مقایسه دوه برابره شوي دي.)

http://pa.azadiradio.org/archive/local/20130327/1092/2120.html?id=24940137

 هو، یوازې په کابل کې په ۱۳۹۱ کال کې د ښځو په وړاندې اتلس سوه جرمي قضیې تعقیب شوې دي! اوهرات بیا هغه ولایت دی چې له ښځو سره د تاوتریخوالي له مخې یې دوهم مقام ګټلی دی!

دلته د پام وړ دا ده چې کابل او هرات د هېواد په کچه هغه دوه ولایتونه دي چې دیموکراسۍ تر بل ولایت په دوی کې زیاتې هګۍ اچولې دي! په کار خو دا وه چې په نوموړو ولایتونو کې تر بل هر ولایت له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې باید په کې کمې وای، ځکه چې دیموکراسي په پراخه پیمانه حضور پکې لري، مګر بر عکس دا دی حقیقت بل څه شو، له دې نه معلومېږي چې په هر ځای کې چې دیموکراسي زیاتې هګۍ واچوي په همغه کچه د انساني ارزښتونو رنګ ور سره پيکه کېږي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره همغه ځای تر بل هر ځای زیات د ګڼو ناخوالو، ستونزو او کړاوونو مور جوړېږي!

 دلته ده چې د دیموکراسۍ اصلي څېره را بربنډېږي، د دیموکراسۍ د ډنډوره چیانو ټولې هغه نارې او دعوې چې سهار او بیګاه یې ټوله نړۍ په سر اخیستې وي له یوې مخې پوچې ثابتېږي!

هیله ده چې ډېرو افغان غیرتي مېرمنو به د دغه یوولسو کلنو په ترڅ کې حقیقت درک کړی وي، د نیواکګرو اصلي انسان دښمنه څېرې به ښې ورته بربنډې شوې وي، ځکه چې دوی هر څه په خپلو سترګو له نېږدې ویني.

په پای کې یو ځل بیا دا حقیقت په خورا قوت سره سر را پورته کوي چې د انسانیت د سوکالۍ او آرامۍ ضمانت یوازې او یوازې د اسلام سپېڅلی او مبارک دین کولی شي او بس، په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو تضمین یوازې اسلامي شریعت په داسې توګه کړی چې د دوی انساني کرامت او فطرت دواړه یې په پام کې نیولي. 

ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x