نظــر

پاکستان څنګه د امریکې مریی سو؟

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت –

جالبه ده چي تېره سې شنبې د روان کال د مرغومي د مياشتي په ۲۹مه، په بهرنیو چارو کي د پاکستان د لومړي وزي سلاکار سرتاج عزیز زړه وکړ او ويې ويل چې په سیمه کې د نا امنۍ مسوولیت د امریکا پر غاړه دی او امریکا له روس سره د افغانانو له جګړې وروسته په سیمه کې نا امنۍ ته لاره هواره کړه. هغه په منځنۍ آسیا کې هم د نا امنۍ مسووله امریکا وبلله او په خبره يې امريکا د خپلو ګټو لپاره هلته د جګړې اور بل کړ.

سرتاج عزیز د دې ترڅنګ جرئت وکړ او ويې منله چې د پاکستان واک هم د امریکا په لاس کې دی او ګیله يې وکړه چې امريکې په پاکستان کې داسې ډلو ته ځای ورکړ، چې د ده په باور د سیمې د نا امنۍ علت شوې.

سرتاج عزیز په رشتیا سره له يوه حقيقت او واقعيت څخه پرده پورته کړې ده. دا چي امريکې څنګه د پاکستان واک ترلاسه کړی دی او پاکستان يې څنګه مریی سوی دی پر دې به په راتلونکو کرښو کي رڼا واچوو، خو لومړی به دا څرګنده کړو چي د پاکستان واقعي او اصلي واکمن امريکا د پاکستان په دې لنډکي تاريخ کي له پیله تر اوسه په دغه هيواد کي داسي ډلي واک ته رسولي دي چي په حقيقت کي د ټول پاکستان د عوامو او د سیمي د هيوادونو، په تېره د ګران افغانستان د خلکو دښمنان او د هغو د دې ډول ډول بدمرغيو عاملين دي.

د پاکستان تاريخ، حال احوال او پر هغه باندي مسلط نظام ته چي مازي يو ځغلند نظر وسي داسي احساسيږي چي پاکستان نه د اسلام پر بنسټ جوړ سوی، نه د اسلام لپاره او نه هم د اسلام حاملين او مسلمان عوام واک پکښي لري، بلکي په دې هيواد کي تر اوسه د دولت ، حکومت ، قضا او په ډېرو نور برخو کي زوړ انګرېزی نظام او قوانين نافذ دي. او واکمنان او لوړپوړي چارواکي يې په هر اسم او رسم چي واک ته رسېدلي دی تر شا يې امريکه او انګرېز او د دغو هيوادونو استخبارات ولاړ ښکاري. د پاکستان د واک په هرم کي ټول جاګيرداران، پانګوال، بدمعاشان، مافيايي ډلي د شرق الهند کمپنۍ روزل سوي کسان، د ښکېلاک ګماشته ګان او داسي نور اوسي. نور ټول خلک، په تېره زموږ د هيواد له پږي څخه بېل سوي پښتانه د دغو ککړو او غلام طينتو عناصرو تر ظلم او لوټمار لاندي ژوند کوي. په دې هيواد کي اسلامي عالمان او پوهان، د اسلام، وطن او خلکو غيرتمن پلويان او خواخوږي، آزادي، خپلواکي، پرمختګ او امن او عدالت خوښوونکي عناصر نه د پاکستان په چارو کي واک او نه ځای لري. له دې امله دی چي پاکستان د دې پر ځای چي يو ستر ، قدرتمن اسلامي او پرمختللی هيواد سي او د نړۍ نورو بې وزلو مسلمانانو ته د يوې خوندي کلا او ټاټوبي حيثيت ولري، د اسلام په نامه او له هغه څخه په سوء استفاده د ډول ډول په اصطلاح مذهبي ډلو ټپلو منبع او د هغو د بدو استفادو مرکز ګرځېدلی دی، فراډ، جعلکاري، بډي خوري، د دوهم لمبر شیانو او درملو جوړول، غولول، دسیسې، ظلم وزور، قتل وقتال، داړه مارۍ، بدمعامله ګۍ، د پوليسو، پوځيانو او نورو چارواکو بد چلنۍ، په زنذانونو کي غیر انساني وضعيت او کړوني او داسي ډېر نور د دې هيواد لازمي ځانګړني ګرځېدلي دي.

له دې امله دی چي دغه هيواد له پیله تر اوسه، سره د دې چي له زښتو زياتو اقتصادي امکاناتو څخه برخمن هم دی، يو وروسته پاته، ضعیف او بې وزلی او نورو ته اړ هيواد پاته سوی دی. د دې ترڅنګ چي د پردو له خوا ډېري تروريستي او ورانکاري ډلي پکښي فعالي دي، د دې هيواد خپل اوسېدونکي هم اړ سوي دي چي پر دغه هيواد باندي د مسلطو داړه مارانو په وړاندي وسلې ته لاس وغځوي او پر ضد يې جنګ جګړو او مبارزو ته ورودانګي. پر همدې بنسټ د دغه هيواد په ګوټ ګوټ کي د بېلتون پالني، کورجنګۍ، مذهبي او قومي تفرقو او شخړو اورونه بل دي.

اوس به راسو دې ته چي دا هيواد څنګه د امريکې د مرييتوب په لومه کي ښکېل سو.

د علي جاوید نقوي په نامه یو پاکستانی ژورنالیست او ادیب په دغه هیواد کي په رشتیا ویلو نامتو سوی دی. د دغه هیواد په ډېرو مشهورو ورځپاڼو کي یې دندي تر سره کړي، د بېلو بېلو موضوعاتو په هکله یې د دغه هیواد د ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره مرکې کړي او د پاکستان په سیاست او حالاتو ښه وارد دی.

ده د پاکستان په هکله څو کتابونه هم لیکلي دي چي یو یې د “پاکستان میں امریکی سازشین” تر سر لیک لاندي خپور سوی دی. نوموړي په دغه کتاب کي د ( پاکستان څنګه د امریکي مریی سو؟) تر سر لیک لاندي څه حقایق لیکلي چي موږ یې دلته په لنډون سره راژباړو:

په عامه توګه داسي فکر کیږي چي د پاکستان غاړي ته د امرکې د مرییتوب د پړی اچوونکی تر محمد علي جناح وروسته لومړی وزیر لیاقت علي  خان وو. د ده په هکله ویل کیږي چي هغه د روس پر ځای امریکې ته ولاړ او پاکستان یې د امریکا په ځولۍ کي واچاوه. خو په دی هکله په پیل کي ډېر نقش د پاکستان د هغه مهال ګورنر جنرل غلام محمد لوبولی دی. هغه چي به په غونډو کي ویناوي کولې روس به یې د پاکستان دښمن او امریکا به یې د دې هیواد دوسته بلل. دغه مهال امریکه او برتانیه د روس له کمونیزم څخه په وهم کي وې. ځکه نو د امریکې او برتانيې پلوو سیاستوالو او ملکي او پوځي چارواکو په خورا زوږ سره پروپاګنډ کاوه چي که پاکستان د کمونیزم بلاک ته ورګډ سو نو به کمونیست هیواد ځیني جوړ سي. (پر اسلامي سپیڅلي اند او زرینو بنسټونو ولاړ د خپلواک او ناپېیلي پاکستان فکر خو د دوی په سرونو کي ځای نه درلود له دي امله یې په ذهني توګه د امریکا کفری امپریالیزم د خپل نوی بادار په توګه و مانه).

د پاکستان تر جوړیدو صرف یوه میاشت وروسته د ۱۹۴۷ ع. کال په سپتمبر کي د برتانیې استازي لارډ کلیرن د پاکستان د سیاستوالو لارښوونو ته ملاوتړل. که د امریکا د سي آی ای او پینټاګون پخواني اسناد وکتل سي امریکا کوښښ کاوه چي پر ایران، ترکیه او عربي هیوادونو مشتمل پوځي بلاک رامنځته سي. امریکا لومړی دې بلاک ته د پاکستان د ورګډولو په فکر کي نه وه، خو د پاکستان ځینو مشرانو په زور سره غوښتل چي پاکستان دغه بلاک ته شامل سي.

د هند د جمعیت العلما لارښود او د مسلم لیګ ملګري مولانا شبیر احمد عثماني غوښتل چي یو پراخ اسلامي بلاک جوړ سي. د ۱۹۴۷ع. کال د ټول پاکستان او عربو ټولنه جوړه سوه. ددې ټولني موخه داوه چي په پاکستان کي د عربي ژبي تعلیم دود سي او له ټولي اسلامي نړۍ څخه یو موټی فرهنګي، سیاسي او مذهبي ځواک تشکیل سي.

خو په پاکستان کي ځینو د خپلو ځاني ګټو او امتیازونو تر لاسه کولو لپاره د برتانیې او امرکا سره جوړ جاړی وکړ. دوی په ذهني توګه د برتانیې د مرییتوب جغ له خپلو اوږو څخه نه سو ایسته کولای. دا خبره هم ډيره مهمه  ده چي د برتانيې او امریکې اخبارونو د محمد علي جناح سره مرکې وکړې او په ګډه وډه توګه یې دا خبره خپره کړه چي محمدعلي جناح د شوروي اتحاد په مقابل کي امریکا او برتانیې ته ترجیح ورکوي.

د محمد علي جناح په اړه باید وويل سي چي يو ليبرال سیاستوال وو. هغه ډېر وخت په برتانيه کي تېر کړی وو، د هغه پر شخصي ژوندانه باندي د ختيځوالي پر ځای د لوېديځوالي رنګ غالب وو. له دې امله امريکا او برتانيې د هغه سره مينه درلوده او نازاوه يې.

د پاکستان له خوا د امريکې د مرييتوب د خوښولو او غوره کولو، بيا د پاکستاني واکمنو او امريکایانو د کاغذي اختلافونو، پر پاکستانيانو باندي د امريکې د ناز او نخرو او د پاکستان د اړيکو او ګيلو او ناندريو او دپلوماسۍ او سياستونو د کوز اوپاس په اړه اوږده بحث ته اړتيا ده، خو دلته موږ ته دغومره خبري بسنه کوي والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

محترم همت صاحب الله جل وجلاله دی ستاسو نورانی مخ نورهم نورانی کړی مونږ که وګورو دپاکستان او حتی دانګریزانو دراتګه مخکی دلته دپاکستان په نوم کومه زمکه نه وو اما په هندوستان کی دمسلمانانو حکمروایی چلیدو او هندوان دمسلمانانو حکومت لاندی په ژوند تیرولو مجبور وو اوتوله منطقه کی دمسلمانانو اتحاد برقرار وو کله چی انګریزان دتجارانو په شکل دلته هندوستان مخه وکاوه او بیا چی کله دوی دهندوستان قدرت دمسلمانانو سخه خپل لاس کی ونیوو نو بیا همدا انګریز دمسلمان مجاهدینو له لاسه وخت پر وخت ګوذارونه خوړلی وو او انګریزان دهمدی مجاهدینو سخه داریدو چی هسی نه… نور لوستل »

محمد عبدالله

دلته مونږ دقاعد اعظم په باره کی سیکولری قوم او وطن پرستی خبری کړی دا تول دهغه دشعارونو سخه اتخاذ شوی چی دی خپله ورکوو اما اصلیت دلته باید وویل شی ددنیا دیوشیطانی او دجالی نظام جوړولو او یا ګلوبلایزیشن لپاره بعضی دلی خپل کوششونه له دیره وقته لګیا کړی چی په هغه کی یهودیان بیازایونست او فریمیسن او دهغه غړی دی چی تیتی مرتبی والا دهمدی خلکو سخه جوړ دی

ذبیح الله

که پاکستان د اسلام او مسلمانانو د آزادۍ لپاره جوړ شوی وی نو بیا خو په کاره وه چې یو ستر دینی عالم يې مشر وای نه دا بې ګیرې جناح (د پاکستانیانو قائد اعظم) چې خپله خور به يې هم پر انګریزانو ګرځوله او هغه وخت کې يې خور د انګلینډ چکرې والې

غوربندی

محمد عبدالله صيب زه ملتپالنه مردوده بولم خو د دي لپاره چی د پاکستان په لاس د هغوي په گته او د هغوي د لا بقا لپاره مونژ اسلامپال افغانان ونه لوبيژو باید له دوی سره د دوی د موقف په ارتباط بالمثل موقف غوره کرو، د پاکستان اولویت لکه تاسو چی فرمايلي سب سی پهلي پاکوستان، زمونژ اولویت زمونژ د عقيدي له مخی اسلام ده د دوی په اولویت کی د دوی فايدي دي مونژ ته پکي فایده نشته خو زمونژ په اولویت کی زمونژ له فايدو علاوه د دوی فايدي هم شته ز که مونژ سره په اسلام… نور لوستل »

محمد عبدالله

اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا ﴿۱﴾قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا ﴿۲﴾مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا ﴿۳﴾وَيُنذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ﴿۴﴾مَّا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا ﴿۵﴾فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا ﴿۶﴾إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ﴿۷﴾وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا ﴿۸﴾أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا ﴿۹﴾إِذْ أَوَى… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x