ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۱۹) – هدف ټاکنه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

هدف ټاکنه

يو کس په ټيکسي کې کيناست، ټيکسي چلونکي ترينه وپوښتل چيرته ځی؟ نوموړي کس ورته وويل زه نه پوهيږم، نو اوس د ټيکسي چلونکی مجبور دی چې يا خو نوموړی کس ټوله ورځ په ټول ښار کې وګرځوي او يا يې کوم د ليونيانو هسپتال ته ور وړي چې دا دواړه کارونه د نوموړي کس لپاره د شرم وړ دي.

هدف څه دی؟ يو هدف بايد څه خصوصيات ولري؟ آيا هدف بايد کمي وي يا کيفي؟

څنګه کولای شو چې د هدف ټاکنه وکړو؟ کوم وخت چې خپل هدف وټاکو د هغه په ارتباط کوم لازم کار بايد وکړو؟.

د يوه تعريف له مخې هدف هغه وضعيت دی چې مونږ غواړو په اينده کې يې تر لاسه کړو، نو څومره بهتره ده چې خپل هدف راته معلوم وي او د هغه د لاسته راوړو لپاره حرکت وکړو، د هدف ټاکنه د زندګې له ضرورياتو څخه دی، که په آګانه ډول انجام نشي شايد نقصان وکړو.

په دنيا کې له  ۹۵ فيصده زيات خلک ناکام دي، د ډيرو ماهرينو له سروې ثابته شوې چې د ناکامي تر ټولو لوی سبب هغه د هدف نه ټاکنه ده، کامياب خلک په دې پوهيږي چې دوی د څه تر لاسه کول غواړي، د کوم څه جوړول او د کوم څه کول غواړي، يعنې هغوی پوهيږي چې د دوی منزل مقصود څه دی، برعکس د ناکامو خلکو نه کوم مقصد وي او نه کوم هدف، دوی ته د دې علم نه وي چې د څه کول غواړي، يا د دوی منزل مقصود څه دی، ظاهره خبره ده يو څوک چې په خپل منزل مقصود علم ونه لري هغوی به څنګه تر هغه ځايه ورسيږي، کله چې دوی په دې علم نه لري چې د څه تر لاسه کول غواړي نو به څه حاصل کړي؟ هيڅ هم نه.

په دنيا کې هيڅوک د هدف له معلومولو پرته ندي کامياب شوي، د کاميابي لپاره د واضح هدف معلومول ډير ضروري او ډير اړين دي، هيڅوک تر هغه وخته کاميابي نشي ترلاسه کولای تر څو چې يو واضح هدف او په خپل منزل مقصود باندې علم ونه لري، دا يو حقيقت دی چې د هدف له معلومولو پرته ستاسو د کاميابۍ سفر نشي شروع کيدلای، تر څو چې تاسو ته د دې علم نه وي چې تاسو چيرته ولاړ، ناست او روان ياست نو کاميابي به څنګه ترلاسه کړی.

په دنيا کې د هر کامياب انسان لپاره واضح هدف ضروري دی، دا هدف هر وخت د ده په زړه او دماغ کې اوسيږي او دی هم هر وخت د هغه په باره کې سوچ او فکر کوي، ځکه چې دا د ده د زندګي سبب دی، تاسو له خپل ځان څخه وپوښتی !

ستاسو د زندګي مقصد څه دی؟ ستاسو منزل مقصود څه دی؟ تاسو په زندګي کې د څه کول، د څه جوړول او د څه تر لاسه کول غواړی؟ که چيرته تاسو ته د دې علم نه وي چې تاسو د څه تر لاسه کول غواړی نو به څه تر لاسه کړی؟ هيڅ نه، له دې لوی پاګل انسان به چيرې وي کوم چې د خپل منزل په هکله علم نه لري او هلته د رسيدلو توقع لري، په دنيا کې به له دې نه لويه معجزه کومه وي چې يو څوک د خپل منزل په هکله علم نه لري او نه يې د هغه په لور کوم قدم پورته کړی وي بيا دې هم تر خپله منزله ورسيږي.

د انساني ذهن مقصد دا دی چې د هدف او نتيجې په هکله سوچ کوي او کار کوي، کوم وخت چې تاسو د هدف تعين وکړی نو ستاسو د ذهن تخليقي برخه خود بخود د هغه د لاسته راوړو لپاره شپه او ورځ کار کول شروع کړي، د کوم له وجهې چې بيا منزل مقصود ته د رسيدو ليارې واضحه او آسانه کيدلای سي.

که چيرته تاسو د واقعي کاميابي غوښتونکي ياست نو تاسو هم د نورو کاميابو خلګو په څير د ځان لپاره هدف معلوم کړی، د هدف ډير اقسام دي چې په راتلونکو برخو کې به درته ذکر کړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x