اقتصاد په قرآنکریم او احادیثو کې

راټولونکی: سید محمد قیسم

1. اقتصاد او قرانکریم: اقتصاد یو عربي کلیمه ده او له (قصد) څخه اخیستل سوی ده چی د میانه روی په معنا ده او په قرانکریم کې په دې ډول ذکر سوې ده.
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِير  ﴿فاطر:۳۲﴾

ترجمه: بيا مو هغه كسان ددې كتاب وارثان کړل چې (د دغه ميراث وړلو لپاره) مو د خپلو بندګانو څخه غوره کړل. اوس نو د هغو څخه څوك پر خپل نفس ظلم كوونكي دي او څوك ميانه رو دي او څوك د الله په ارادې سره په نېکیو كې وړاندي تلونكي دي، همدا ډېر لوى فضل دى.

په بل آیات کي فرمايي:

مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا يَعْمَلُونَ ﴿المائدة:٦٦﴾
ترجمه: یعنی له دوۍ څخه یو ملت منصف او میانه روی دی او زیات له دوۍ څخه سرته رسوونکي دي د بدو اعمالو.

۲. اقتصاد او حدیث نبوی (صلی الله علیه وسلم): همدارنګه دغه کلیمه (اقتصاد) په ګڼ شمیر حدیثو کې راغلي ده چې یو څو يې په لاندی ډول درته ذکر کړو.
الاقْتِصَادُ فِي النَّفَقَةِ نِصْفُ الْمَعِيشَةِ ﴿شعب الایمان ۸/ ۵۰۴﴾

ترجمه: په لګښت کې له اقتصاده کار اخیستل نیم ژوند دی.

السَّمْتُ الْحَسَنُ وَالتُّؤَدَةُ وَالاقْتِصَادُ جُزْءٌ مِنْ أَرْبَعَةٍ وَعِشْرِينَ جُزْءًا مِنَ النُّبُوَّةِ. ﴿ترمذی﴾

ترجمه: یعني نیک اخلاق د خلګو سره محبت او اقتصاد (میانه روي) د ژوند یوه برخه ده چې د دغه څلریوشتو حصو څخه د نبوت ده.

پایله: نو داسي به ووایو چې اقتصاد په لغات کې د افراط او تفریط په منځ کې یو وسطي حد دی، په یو بل عبارت سره د ډیروالي او کموالي وسطي حد دی او په وسطه لاره تللو ته ویل کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد علیزیی
میلمه
عبدالواحد علیزیی

ریشتیا هم د اسلام مبارک دین یو کامل او مکمل دین دی جی په هفه کی د هری پوشتنی کامل حل او جواب سته نو رازی جی د اسلام مبارک دین ته په خپل ژوند کی عملی بڼه ورکړو ، او د نورو نظامونو سخه جی د انسان په لاس جور سوی نظامونه دی په کلکه ډډه وکړو او پری نژدو جی په اسلامی ممالیکو کی د غرب اقتصادی نظامونه او د غربی علماوو تقلید وسی او کلکه یی مخنیوی وکړو . ستاسو د کامیابی په هیله الله پاک ج دی ستاسو پر قلم برکت واچوی .