افغانستان

ننګرهار: ۱۸ پولیس او عسکر له طالبانو سره یوځای شول

طالبان وايي نن د جمعې په ورځ سهار وختي د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۸ تنه پولیس او عسکر له مجاهدینو سره یوځای شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې په ترڅ کې د ټولو هغو عسکرو نومونه اعلان کړي چې خپلې دندې ئې پرې ایښي او د طالبانو لیکو ته اوښتي دي.

نوموړی زیاتوي چې یادو پولیسو او عسکرو د دعوت او ارشاد دکميسيون  او دسيميزو مجاهدینو په هلو ځلو سره داسلامی امارت حقانیت درک کړ او له خپلو وسلو سره دمجاهدينو سره يوځای شول.

“دغو ټولو کسانو کلکه ژمنه وکړه چې نوربه دخپلو خلکو او دين په ضد له هيچا سره هم نه دريږي او په خپل ټول توان سره به داسلامی امارت دپياوړتيا لپاره خپلې هلې ځلې کوي”.

په خبرپاڼه کې راغلي چې “په سیمه کې دمجاهدینو لخواهم نوموړو کسان ته ښه راغلاست وويل شو او ډاډ ورکړل شو چې دوي ته په درنه سترګه کتل کيږي او دغه پرځای  اقدام يې ستايل کيږي”.

یاده دې وي چې پرون په همدې ولایت کې یو تنکي ځوان یو امریکايي عسکر په برچه وهلی او ځای پرځای وژلی وه. طالبانو پیښه تایید کړې وه او ویلي ئې وه چې د خالد په نامه دغه هلک روغ رمټ د پیښې له ځایه وتلی او له دوی سره یو ځای شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x