
د طلوع پر کارمندانو د طالبانو حمله
ملا شیرزاد
مونږ نه قاضيان یو، چې قضاوت وکړو او نه هم د کوم سیاسي حزبونو مشران یا اعضا، چې د د خپلو سیاسي مجبوریتونو او سیاسي مصلحتونو لپاره داسې اظهار نظر وکړو، چې زموږ له فکر او نظر سره مخالف وي او له مجبوریتونو څخه يې سرچینه وي. ځینې مسایل باید صریح او سپین ولیکل سي. که واقعیتونه ترخه هم وي، زموږ له طبیعت سره اړخ هم نه لګوي، باید وویل شي.
افغانستان عملا جنګ کې واقع دی. د دې جنګ یو جهت، له لویه سره د امریکا متحده ایالاتونه او ورسره د افغانستان حکومت دی او بل اړخ یې طالبان دي چې د امریکا د نظامي حضور په ضد جنګېږي او وسلو ته یې لاس کړی. طلوع ټلویزیون د امریکا په مالي مرسته جوړ سو، مسوولیت یې د افغان استرالیايي سعد محسني په غاړه و. د امریکا د سفارت له خوا د شروع شوو فرهنګي؟! پروژو چلوونکی او خپروونکی ټلویزیون دی. طلوع نیوز بیا له لویه سره په افغانستان کې د امریکا د ګټو او سیاستونو طرفداره او پالونکې ده. دا اظهرمنالشمس واقعیتونه دي چې د افغانستان ټول خلک، باسواده او بېسواده پر پوهېږي. کله چې د حامد کرزي د حکومت په دوره کې، د امنیتي تړون د لاسلیک په سر د کرزي او امریکایانو ترمنځ جنجال راپورته سو، طلوع په خپل ټول قوت سره د امریکا په دفاع ودرېده. یو ځل د طلوع خبریالې شکیلا ابراهیم خیل ارګ کې د خبري کانفرانس په مهال کرزي سره بحث شروع کړ. کرزي هم حوصله وکړه او په پوره متانت یې د امریکا په طرفدارۍ د غږېدونکې شکیلا د تبصرو ځوابونه ویل. شکیلا له امریکا سره د کېدونکي امنیتي تړون دومره ټینګ او سپين سترګی ملاتړ وکړ، چې زه د ټلویزیون له پردې دې خوا وشرمېدم. ماته دا پوښتنه پيدا شوه چې ولې یوه افغانه مېرمن په دومره شور او احساساتي ډول د یوه بل هېواد د ګټو لپاره له خپلو زیانونو سترګې پټوي.
راځو د جګړې بل طرف ته. طالبان په افغانستان کې د امریکا د هر قسم موجودیت پر خلاف جنګ کوي. روان جنګ داسې دی چې نه طالب د امریکا په نظامي او ملکي ادارې صرفه کوي او نه هم امریکا د طالبانو. دواړه د یوه او بل نظامي او ملکي فعالیتونه هدف نیسي. دواړو ته د مقابل جهت مربوط کړه وړه مشروع اهداف دي. دغسې اهداف تکراراً په نښه سوي، د دواړو خواوو څخه. د بشري حقونو نقض له شروع سوی او لا هم کېږي. امریکایانو له جومات نیولې تر ودونو او ملکي کورونو بمباري کړي. طالبانو هم د امریکا په سفارت او نورو ملکي ادارو صرفه نه ده کړې.
له جمعیت اصلاح یو خواهش
دا خبره پورته بیان سوه چي په افغانستان کي جنګ د امریکا او طالبانو ترمنځه دی. مونږ هره ورځ د ډيرو طالبانو او زیاتو ملکي وطنوالو د مرګونو او غمونو خبرونه اورو خو اوس چي طالبانو د امریکا د ګټو ساتندویه ارګان باندې حمله وکړه ستاسي ځینو غړو او نژدي همکارانو دا حمله محکومه کړه! تاسي ازاده یاست چي هر نظر لرۍ خو د یوي اسلامي ډلي په حیث داسي مواقف تاسي سره نه ښايي. تاسي همیشه طلوع غندله او انتقادونه مو پري کول. طلوع د طالبانو په ضد څه تبلیغات کوي. تاسي او مونږ ټول یې وینو. کله چي طالبانو د طلوع په کارمندانو حمله وکړه په همدي ماښام یې د طالبانو د تجزیې یو داسي خبر نشر کړ چي هيڅ خبري ماده یي نلرل. فقط طلوع غواړي په افغانستان کي د امریکا برنامي پرمخ یوسي. د یوه داسي ټلویزیون چي په حقیقت کي یوه استخباراتي اداره ده په ویر ویرجن کيدل ستاسو په ظاهري شعارونه ولس بي باوره کوي.
لنډه خبره دا ده چې جنګ، جنګ دی. اور او باروت د ملکي او نظامي ترمنځه تبعیض نه کوي. احساساتي کيږو به نه سره او نه به له حقایقو سترګي پټوو. وضعیت دغسې دی چې مونږ ټول هره ورځ مرګونه او ویرونه وینو. د دغو مرګونو زیاته برخه د مظلومانو ده. بدلول یې نه زما له وسې پوره دي او نه ستاسي. که پر طلوع د طالبانو حمله تاسي محکوموۍ، غیرانساني او غیراسلامي يې بولۍ…. که همدغه ډول عمل، یانې د طالبانو کوم ویاند یا فرهنګي مسوول د امریکایانو له خوا ونیول سي یا ووژل سي، په همدې جذبه یې محکوموۍ؟!
ملا صيب
اصلاويان د امريکايانو د شل بعديز يرغل یو بعد جوروي، طلوع لا زژيدلي نه وه چی اصلاويانو د مشترکی مور (ديموکراسي) په شغالي غيژه کی ورتوپ و هل او په خاپورو يي پیل و کر.
د دوی دا دول منافقانه مواقف دي چی د ظاهری دعوت ثوابونه يي هم په اوبو لاهو کيژي، هندو ستري خدای ناراضه.
اصلاحیانو ښه کار نده کړی اصلاحیانو باید داسی ویلی وایی چی که طلوع غواړی ځان په آینده کی له دی ډول حملی بچ کړی نو باید د آزادی رسنی په حیث خپله بیطرفی اعلان او حفظ کړی یوازی حقایق خپاره کړی او له تر ټولو نه اهم د اسلام ضد خپرونو نه لاس واخلی مونږ د اصلاحیانو دا کار محکوموو او دا طمع مو نه ترینه درلودله چی دوی دی داسی ضعیفی څرګندونی وکړی وسلام
دا ویب پاڼه د طالبانو او امریکایانو او پاکستانیانو ګوډاګی ده. هیڅکله په هغه کي د طالبانو پر ضرر حتی يوه خبره هم نه خپريږی. د طالبانو ټول کارونه ښه او انساني ښوول کيږي. زه خو پوهېږم چې دا ټکي نه خپروئ ولی ددې لپاره يي لیکم چې تاسو پوه شئ چه دافغانستان خلک داسي نا پوهه نه دي چي ستاسو اباطیلو ته غوږ ورکړي.
کریم صيب تاسو ته سلام او احترام په لومري سر کی ما هم ستاسو په شان فکر کاوه خو داسي نه ده، تا په دا خپل بی خريطي فير کی ليکلي چی “زه خو پوهيژم چی دا نه خپروي…. ” نو دا چی خپور شوی ده نو شاید چی تاسو يي نوره هم امتحان کری په دي شرط چی خپله خپلواک او آزاد اندیش واوسي د کافرانو او منافقينو له تبليغاتو نه وی متاثر شوي او داسي نور دا چی طالبانو د هيواد د خپلواکي د اعادي ستر مسؤولیت ته غاره ورکري ده نو خامخا به تيروتني هم لري نو… نور لوستل »
کریم جانه !
سلامونه او ښې چاري !
که د نن ټکي آسيا ويب پاڼه هم د امريکې او پاکستان ګوډاګۍ وي، او منځ پانګه يې ستا په خبره اباطيل وي، نو:
در دهر چو من یکی و آن هم کافر
پس در همه دهر یک مسلمان نبود
سلام گرانوورونو ده نظامی جنگ پرارخ فرهنگی یاسورجنگ زموژپه وطن کی په کلک روان وه اودی اوتاریخ وگوری چی هروقت مسلمانانوپه فرهنگی جنگ دیرشکست خوریلی نوموژبایدویش سواوده فرهنگی جنگومخ نیوی وکروکه په خوله وی اوکه په قلم وی اواخرکه نوری لاری گته ونکری نودغه ده طالبانو بهترین لاراختارکرو اوهیله کوم چی په پتوسترگو اوده اسلامی قانون په ناخبری حکم ونکرو زکه بعضی وقتونه یوه خبره به دیرلوی زیان اوضرراسلام ته ورسوی چی بیا به په توله عمرعبادت سره جبران نسیه
غوربندی صیث تاسی او ټولو درنو لیکونکو ، لوستونکو او د ددی ویب پاڼی درنو کارکونکو ته سلام او احترام ستاس ی خبری دیری په ځای او معقولی دی .کور مو ودان، دیر محترم او قدرمن ورور کریم صیب اتاسی ته هم ځانګړی سلامونه، خدای دی وکړی چی زما څخه خفه نشی ، مونږ افغانان به کله حقایق درک کوو همدا وجه ده چی د افغانانو ټول وژنه روانه ده،تر څو چی امریکا او د هغو ډالری مزدوران په افغانستان کی نظامی حصور لری نو همداسی به په مشکلاتو اخته یو ،که د ازادی خبره نه وی نو د روسانو… نور لوستل »
د نن ټکی اسیا ډیررو درنو او په وطن مینو کارکونو ،په لومړی قدم کی تاسی ته د زړه له کومی درناوی او سلامونه اسلاموعلیکو په دی هیله چی روغ او جوړ اوسی او په دی چوپړ کی مو الله سبحان او تعاله تل کامیاب او بریالی لره زما لاندینی ایمل دی هیله ده چی اړیکه راسره ونیسی کله کله بهه شعرونه دراستوم
ایمل hamsa67@gmx.de