نظــر

يوه غوښتنه

ismail andaleb

څو ورځې دمخه په دې موخه د ښار په کتاب پلورنځيو ګرځېدم چې د خپل کوچني زوى او ورور له پاره د ليک لوست د زده کړې لومړني کتابونه په لاس راوړم، په هر کتاب پلورنځي کې مې پوښتنه دا وه چې (د کوچنيانو د ليک لوست له پاره تر ټولو لومړنى کتاب لرى؟)، هر دوکاندار به راته د دولتي نصاب د لومړي ټولګي کتاب راوښود، خو زما له هغې څخه هم ابتدايي هغه په کار و، او دې پايلې ته ورسيدم چې د دولت له خوا چاپ شوي د لومړي ټولګي له کتابونو پرته بل ساده او ابتدايي ښوونيز کتاب چا نه دى چاپ کړى، يا لږ تر لږه پر کومه طريقه او د کوچنيانو د زده کړې له پاره پر اسانه لار کوښښ نه دى شوى، او هېچا هم په دې کار نه دى کړى چې کوچنيان څه ډول د ليک لوست سره اشنا او د زده کړې سره د ماشومانو مينه پيدا شي.

 

په پاى کې اړ شوم چې د (پاکستانيانو) له خوا چاپ شوي دا ډول کتابونه او کتابچې واخلم کوم کې چې (الف با) او د حساب زده کړه ښيي، دغه کتابونه بيخي ابتدايي دي، انځورونه لري، په غټو غټو تورو الف با…. او يو دوه درې… ليکل شوي، او بيا کوچنيانو ته د مشق او تمرين لاره ښودل شوى ده، خو ستونزه دا ده چې دغه کوچنۍ کتابچه ډوله پاڼې د اوردو ژبو له خوا او د (پاکستانيو) په لاس د خپلو بچيانو او د خپل نصاب سره سم ترتيب او چاپ شوي دي، نو په همدې اساس زموږ افغانانو د بچيانو له پاره ګټور نه بلکې ويجاړوونکي هم دي، له يوې خوا د زده کړې پيل په پردۍ ژبه کيږي، او له بلې خوا په کور کې ورته هغه څه لوستل کيږي چې په ښوونځي کې يې بيا نه لولي له همدې کبله د دې کتابچو له ورزده کولو لاس په سر شوم او کوښښ مې پيل کړ چې په خپل ډول او انداز ورته زده کړې پيل کړم.

همدې مايوسۍ مې پام دې لور ته واړولو چې ولې پښتو ژبه لا اوس هم د محروميتونو ښکار ده، په هغه اندازه يې پرمختګ ونه کړ چې بايد کړى يې واى؟؟ سره له دې چې د ويونکو شمېر يې هم زيات دى او د پخوا په پرتله اوس پښتانه تر ډېره بريده باسواده شوي هم دي، پوهان هم لري او علم دوستان هم، بډايه خلک هم په کې پيدا شوي چې د کتابونو د چاپ لګښت ګاللى شي، سره له دې چې د نړۍ په کچه ډېر زيات دښمنان هم لري خو بيا يې هم ځانونه د نړيوالو سره په يو صف کې د دريدلو جوګه کړي، ځان د نړيوالو د سيالۍوړ بولي؟ او د دې پوښتنې ځواب مې داسې وموند چې پښتو ژبه په علمي لحاظ ډېره بې وزله او غريبه ده، ځکه خو پښتانه په علمي ډګر کې د ستونزو سره مخ دي.

زه چې کله هم کوم کتابتون يا کتاب پلورنځي ته تللى يم، علمي کتابونه مې ډېر کم موندلي دي، او دا له دې امله چې پښتنو پوهانو په خپله ژبه ډېر کم علمي ليکل کړي، او يا يې له نورو ژبو ډېر کم علمي کتابونه ژباړلي دي، خو بالمقابل په پښتو کې بيا د شعرونو، لنډو کيسو، اوږدو کيسو، لنډيو، داستانونو، يونليکونو او……….. کتابونه ډېر ليکل شوي، او له نورو ژبو ژباړل شوي کتابونه هم په همدا ډول موضوعاتو راڅرخي.

که نظر وکړو نو په پورته يادو شويو موضوعاتو کې او په ځانګړې توګه د شعر په برخه کې د ډاکټرانو، انجنيرانو، زراعت پوهانو، وترنرانو، معلمانو، قانونپوهانو، ملايانو، طالبانو، استادانو، او داسې نورو ټولو د هرې څانګې سره د منسلکو خلکو کتابونه پيدا کيږي، خو داسې ډېر کم ځل مومو چې يو ډاکټر په طب کې د خپلې پوهې په اندازه تر وروستي بريده کار کړى وي، انجنير په انجنيرۍ، وترنر په خپل مسلک، قانونپوه په قانون او حقوقو کې، ملا او طالب د ديني کتابونو په ليکلو او خپرولو، استاد او ښوونکي په ښوونيزه برخه او د اجتماعي علومو په برخه کې رسيدلي بيا اجتماعي علومو ته خپله پاملرنه کړې وي.

زما مطلب دا نه دى چې شعر دې نه ويل کيږي، او نه دې چاپ کېږي، نه مې دا مطلب دى شعر دې ډاکټر او انجنير وايي نه، بلکې د پښتون ټبر پوهانو او زده کړو اشخاصو ته په کار ده چې د پښتو د غناء له پاره په يو عملي پروګرام لاس پورې کړي، د پښتنو د بچيانو له پاره د علم د حصول په برخه کې تورې ووهي، او هر څه ورته مهيا کړي، موږ هر يو د خپلې کورنۍ او بچيانو له پاره د کور د جوړولو او په هغې کې د ټولو اړتياوو د پوره کولو کوښښ کوو، او په دې دليل چې بچيان مې زما له مرګ يا ناچارګۍ پر مهال بل ته اړ نه شي نو ډېره شتمني ورته راټولوو، خو پښتانه چې يو ټبر بلل کيږي هېڅ داسې يو مشر په کې پيدا شوى نه دى چې د پښتون قوم د بچيانو د روښانه راتلونکي له پاره علمي شتمني راټوله او هغوى ته يې په ميراث پريږدي، پښتو او پښتون يوازې په دې توګه پر مخ نه شي تللاى چې شاعر د پښتنو د مېړانې او نرتوب قصيدې ووايي، د خپلې ماضي د باتورانو کيسې وکړي، په تېر تاريخ ووياړي او منظومې چاپ کړي.

که له عربي، انګليسي، چينايي، روسي، او داسې نورو راتېر شو موږ په سيمه کې دوه ګاونډۍ ژبې اردو او دري يا (فارسي) لرو، چې لږ تر لږه د دې دوه ژبو او د ويونکو له حالت څخه يې درس او پند اخستل په کار دي، داسې علم به نه وي چې په دې دوه ژبو کې په کې د يو پر ځاى لسګونه کتابونه ونه موندل شي، او داسې نه ده شوې چې يو انګريز په اردو کې کتاب ليکلى، يا د بېلګې په توګه کوم ترکي يا روسي د دري (فارسي) ژبې د پرمختګ له پاره مالي مرستې کړي، بلکې د همدې ژبو د ويونکو هلې ځلې دي چې خپلې ژبې يې د کمال تر پولو رسولي او زموږ (پښتنو) په څېر خلک، چې تاريخ يې زرګونو کلونو ته رسيږي، د اوردو په څېر يوې داسې ژبې ته هم احتياج دي چې هېڅ اصل نه لري.

که د پښتنې ټولنې هر زده کړى وګړى، په خپل مسلک کې د کتابونو د چاپ او نشر، که هغه تاليف او تصنيف وي، او که ژباړه له پاره هاند ووهي نو بې شکه چې په ډېر کم وخت کې به د پښتنو سيمو زده کوونکي په خپله ژبه ډېر هغه څه زده کړي چې اوس يې په بله ژبه زده کوي، او ښې پرمختيايي پايلې به ولري.

له ليکوالانو څخه مې غوښتنه او هيله دا ده چې د علمي لېکنو، په برخه کې قلم وښوروي، که د کتاب تاليف، تصنيف يا ژباړه وي، مقاله وي، تحقيق يا څېړنه وي او داسې نور، زه فکر کوم که دغه کار هر د مسلک څښتن په خپل مسلک يا څانګه کې وکړي نو نتيجه به يې لا پسې ښه وي، که په نژدې راتلونکې کې يې په لويه پيمانه مثبتې نتيجې ونه وينو، نو د هغه سپين ږيري د ونې د نهال په څېر خو به وي، چې په زړښت کې يې د ونې نيالګى ايښود، او کله چې وپوښتل شو چې په دې عمر کې به د دې نيالګي ميوه ونه خوري نو هغه وويل چې نورو نيالګي کېښودل موږ يې ميوه وخوړه، موږ به يې ږدو چې راتلونکي نسلونه يې ميوه وخوري.

که موږ خپلې ژبې ته د دې خدمت نتيجه په خپل ژوند کې ونه ګورو نو راتلونکې نسلونو ته خو به داسې څه پرېږدو چې هغوى په علمي ډګر کې نورو ته له اړتيا خلاص کړي.

محمد اسماعيل “عندليب”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x