افغانستان

افغانستان څخه په توغول شوي توغندي پاکستان کې درې افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲، ۱۳۹۴ل): د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه په توغول شويو دوو توغنديو په پاکستان کې درې افغانان وژل شوي دي.

د پاکستان دپوځ يو قومندان وويل چې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه دوه توغندي توغول شوي دي چې له امله يې درې تنه افغان کډوال وژل شوي دي.

د پوځ قومندان وايي چې دوه توغندي چې يو يې په يوه دښته او بل يې په يوه دوکان لګېدلی، له امله يې درې افغان کډوال وژل شوي دي.

تر دا مهاله دا معلومه نه ده چې ددغه توغندي هدف څه و؛ خو په سيمه کې د پاکستان د استخباراتو يو چارواکي هم دغه پېښه تائيد کړې ده.

د يادونې وړ ده چې په انګور اډه سيمه کې د افغانستان پولې ته څېرمه پاکستاني پوځيانو د پوځي ودانيو د جوړولو چارې پيل کړي دي چې تر دې وړاندې هم په دغو چارو د افغانستان سرحدي ځواکونو غبرګون ښودلی او هغه رغنيزې چارې يې د سرحدونو تر څنګ د ستونزو د زياتولو لامل بللی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close