نړۍ

سومالیه: په موګاډیشو کې د الشباب برید لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د سومالیې په پلازمېنه موګاډیشو کې د سمندر غاړي پر یوه رستورانت د الشباب اسلامپالي ډلي سرتیرو بریدګرو برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ځیني نور ټپيان دي.

برید په دوو موټر بم چاودنو سره پیل شوی او وروسته څلور بریدکوونکي رستورانت ته ننوتي دي، عیني شاهدان وایې چې برید کوونکو شاوخوا ډزي کولي او په سیمه کې یې ډیر مړي لیدلي دي.

ځینو سرچینو د بریدګرو شمېر اته تنه ښودلی او ایې چې برید پر دوو اهدافو ترسره شوی، برید کوونکي د سوماليې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

القاعده تنظیم پوري تړلي الشباب حرکت د برید مسؤلیت منلی او زیاتوي چې هدف ګرځول شوی رستورانت حکومتي چارواکو کاروی، دوی د پېښي په اړه وروستي جزئیات نه دي وړاندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x