مصر: په بمي چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د مصر د پلازمېني قاهرې په لویدیځ کې یوې بمي چاودني د ۷ پولیسو په ګډون لس تنه وژلي او ۱۳ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

پېښه د هرم په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوي کله چې د مصر امنیتي ځواکونه یوه اپارتمان ته د پلټنو په موخه ورننوتل، ګمان کېدی چې په دې اپارتمان کې وسلوال پټ دي چې پر همدې مهال یوه زوروره چاودنه رامنځته شوه.

د چاودني له امله د پنځه پوړیزي ودانۍ دوه پوړه نړیدلي دي.

د پېښي مسؤلیت تر اوسه کومي وسلوالي ډلي نه دی منلی.

پر همدې مهال د مصر امنیتي ځواکونو په المنیا ولایت کې د اخوان المسلمین ۶ مشران په دې تور نیولي چې غوښتل یې منظمي غونډي ترسره کړي، په مصر کې پر لاریونونو بندیز لګیدلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د