افغانستان

قطر کې د افغانستان په اړه نړیوال څیړنیز کنفرانس جوړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د کاناډايي نړیوالې څیړنیزې موسسې «پګواش» تر سرپرستۍ لاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه څیړنیز کنفرانس دایریږي.

ټاکل شوې چې دغه کنفرانس سبا د شنبې په ورځ پیل او تر دریوو ورځو پورې دوام وکړي.

نوموړي کنفرانس ته له هیواد او بهر څخه لسګونه څیړونکي، د نظر خاوندان او سیاسي شخصیتونه وربلل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پګواش ادارې له خوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې، چې په وینا یې دوی دغه بلنه منلې ده.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي به په نوموړي کنفرانس کې د دوی په استازیتوب ګډون وکړي.

نوموړي په یاد نړیوال څیړنیز کنفرانس کې ګډون ګټور بللی او ویلي یې دي چې دوی غواړي له دا ډول فرصتونو څخه په استفادې خپل پیغام نیغ په نیغه تر نړیوالو ورسوي.

ښاغلي مجاهد په دې اړوند خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي:

«اسلامي امارت دغه بلنه منلې، او د سیاسي دفتر استازي به يې په دغه تحقيقاتي کنفرانس کې ګډون وکړي، اسلامي امارت غواړي له دا ډول کنفرانسونو او فرصتونو څخه په سالمه استفاده، د خپل ولس برحقه داعيه او روا دريځ خپله مخامخ د نړیوالو تر اذهانو پورې ورسوي».

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې نوموړی کنفرانس صرف څيړنیز کنفرانس دی چې په خبره یې، په ستونزو او مسائلو اکاډمیک بحث کوي.

د یادونې وړ ده چې د پګواش نړیوالې موسسې د تېر میلادي کال په می میاشت کې هم په قطر کې یو څیړنیز کنفرانس دایر کړی و، چې د طالبانو د سیاسي دفتر اته کسیز هیئت په ګډون لسګونو افغان شخصیتونو په کې برخه اخیستې وه.

پګواش یوه بې پرې نړیواله څیړنیزه کاناډايي ټولنه ده، چې د نړیوالو کړکیچونو په اړه د نړۍ په مختلفو برخو کې تحقیقاتي او څیړنیزې غونډې جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x