افغانستان

د روزګان د امنیه قومندانۍ د استخباراتو رئیس وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د استخباراتو رئیس میراجان په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.

پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې په مرکز ترینکوټ کې رامنځته شوي، ویل کیږي چې د استخباراتو رئیس د ښار په منځ کې د یوه مارکیټ مخي ته د نامعلوم وسلوال کس له لوري ویشتل شوی او وژل شوی دی.

امنیه قومندانۍ تر اوسه د پېښي په اړه معلومات نه دي وړاندي کړي.

د روزګان امنیه قومندانۍ د استخباراتو د رئیس وژنه پر داسي مهال رامنځته کیږي چې د همدې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د پرون ماښام راهیسي امنیتي ځواکونه د طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو ویلي چې په جګړه کې یې د ماینونو په مټ ۱۰ تنه عسکر وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x