افغان حکومت پګواش کنفرانس کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ل): سبا د قطر خلیجي هېواد د افغانستان د کړکيچ اړوند د سولې یوې ناستې کوربه دی. دغه ناسته د پګواش کاناډايي بنسټ له خوا رابلل شوې ده. پګواش له دې وړاندې هم د افغان حکومت او خپلواکو سیاسي شخصیتونو برسېره یې د طالبانو سیاسي استازو ته هم بلنه ورکړې وه.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې چې په قطر کې به یې د سیاسي دفتر غړي په دغې ناسته کې استازیتوب وکړي. طالبانو ټینګار کړی چې د پګواش ناسته کې پر ستونزو «اکاډیمیک بحث» کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او حکومت پورې اړونده د سولې شورا له دغې ناستې سره مخالفت کړی او د استازو استولو څخه یې نټه کړې. د سیاسي چارو شناند، احمد سعیدي ویلي چې سولې عالي شورا او افغان حکومت له سلا مشورو وروسته پګواش ناستې ته د استازو د نه استولو پرېکړه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شکېب مستغني وايي، حکومت ځکه له دې غونډې سره «موافق نه دی چې اوس د څلورو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل لپاره خبرې روانې دي». د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي حکومت دغه ناسته «مناسبه او ضروري» نه بولي.

سیاسي شناند او د سولې فعال، نظر محمد مطمئن پګواش ناسته کې د افغان حکومت د نه ګډون لامل په حکومت کې د سولې په تړاو نه ژمنتیا ګڼي.

ښاغلی مطمئن زیاتوي، چې د اسلام اباد او کابل څلور اړخیزې ناستې د یوې بلې جګړې پیل دی. نظر محمد مطمئن وايي: «دا چې د پګواش کانفرانس کې طالبان، چې د جګړې یو مهم لوری دی، شرکت کوي او افغان حکومت خپل استازي نه لېږي او خپلو حکومتي کسانو ته وايي چې ګډون ونه کړي، دا په دې معنا ده چې هغه اندېښنې چې افغانان یې لري، طالبان یې ورته روښانه کوي او د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وايي؛ خو حکومت د خلکو پوښتنو ته ځواب نه شي ویلی، د سولې لپاره یې کومه هڅه نه ده کړې او تګلاره نه لري. نو همدا موخه ده چې درواغجنې هڅې به کوي او هغه هڅې چې د سولې په موخه کېږي، مخنیوی یې کوي. زه وېره لرم چې افغان حکومت او پاکستان به د راتلونکو پګواش غونډو مخنیوی کوي لکه کرزي صاحب چې ترکمنستان کې د سولې د ناستو مخه ونیوله».

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي دا غونډه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کومه غونډه نه ده بلکې د ښاغلي مژده په وینا دا غونډه د ټولنې د څو جهتونو ترمنځ د نظریاتو د شریکولو یوه غونډه ده.

ښاغلي مژده وویل، د خبرو اجندا د تېرو بحثونو دوام دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

ته ولی خفه یی دپګواشه دوی سره دیارانه پریکړی؟؟؟ او که اعتبار د له لاسه ورکړی؟؟؟

غوربندی
میلمه
غوربندی

مزدور حکومت ز که گدون نه کيي چی لويدلي پرتوگ تری خيژي، بل دا چی مزدور حکومت د پاکوستان په ملتيا خپلي تولی هيلي دواعيش حضراتو پوری ترلي دي نو ز که خو د سولي لپاره دا وخت ضرورت نلري.

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

خو زه بیا ددی ګنجی مفکر اوهغه مخکینی بی فکر په چورتونو سر می خلاص ده لکه طالبانو به ویل دا ګوداګی حکومت ده مونږ یی دبادار (امریکی)سره غږیږو اوس دوی هم هماغه فورموله جنګوی او وایی مونږ پاکستان سره غږیږو تول واک دپاکستان لاس کی ده؟؟ او دا مخکینی داع ش سره دغږیدو لپاره خو دتولو دنیا دولتونه باید دسولی لپاره امادګی ونیسی او افغانستان کی یو شاخ ده خپله خوخه نشی چلوی او هغه هم تراوسه دداسی بیهوده سولی په نوم کومه خبره موندی تر خولو اوریدلی دزړونو مالک الله ده. الله دوکړی چی طلبان هم پدی خبره… نور لوستل »