افغانستان

ملي امنیت: په طلوع تلویزون بریدکوونکي مو نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان ملي امنیت ادعا کړې چې د طلوع تلویزون په کارکوونکو باندې د برید په تور یې اته کسان نیولي دي خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعاوې رد کړي او ویلي يې دي چې د دغه ډول بریدګرو نیول دومره ساده او اسانه کار نه دی.

ملي امنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې دوی اته هغه طالبان چې د طلوع تلویزون د کارکوونکو په موټر برید کې یې لاس درلودلو نیولي دي.

د ملي امنیت د ادعا له مخې دغه کسان د کابل جنوب لویدیځ ته پرتې د بګرامیو ولسوالۍ په حسین خیل نومې کلي کې نیول شوي دي.
خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د ملي امنیت ادعاوې رد کړي دي او ویلي یې دي چې د برید ترتیبوونکي تر خپلو امن ځایونو پورې رسیدلي دي او په تېرو اته څلویښت ساعتونو کې یې یو ملګری هم نه دی نیول شوی. هغه زیاته کړې چې د دوی د هغه ملګرو چې دا ډول «پیچلي» حملې ترسره کوي، نیول دومره اسانه او ساده کار نه دی.

د طالب ویاند په باور ملي امنیت د خپلو ناکامیو د پټولو او توجیه کولو او هم د عامه ذهنیت د غولولو لپاره دا ډول پروپاګند کوي.

د جنورۍ په ۲۰مه طالبانو یو سرتیري بریدګر په هغه بس برید وکړ چې د طلوع تلویزون کارکوونکي یې لېږدول. په برید کې د دغه تلویزون ۷ کارکوونکي ووژل شول او ۲۶ نور یې ټپيان شول. طالبانو دغه برید پر رسنیو نه؛ بلکي پر استخباراتي دستګاه برید وګڼلو.

د روان کال د تلې پر ۲۰مه طالبانو طلوع او يو خصوصوي تلویزونونه خپل نظامي اهداف وګڼل او ويې ويل چې دا دوه خپرنيز مرکزونه نور دوی ته د رسنیو په توګه مطرح نه دي.

طلوع د کندز د سقوط پر مهال په یوه راپور کې ادعا وکړله چې طالبانو د کندز پوهنتون په لیلیه کې په انجونو جنسي تیري کړي دي. د طلوع دا راپور کندز ولس، د پوهنتون ادارې، محصلینو او ولسي جرګې وکیلانو رد کړ. دوی وویل چې کندز د اختر په څلورمه سقوط وکړ او دا مهال پوهنتون رخصت او لیلیه کې هېڅوک نه و. دغه راپور د طالبانو غوسه راوپاروله او یاد تلویزون يې د رسنیو له لست وویست او نظامي هدف يې وګڼلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x