fbpx

آیا جمعیت اصلاح د توقف آپشن پیژني؟

حبیب مجاهد –

جمعیت اصلاح د امریکایي دموکراسۍ تر چتر لاندې ځان اسلامپال خوځښت بولي، که څه هم ددوی د تړاو او هویت په اړه ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاته دي خو دا چې ظاهرا د اسلام په نفعه کار کوي او شریعت هم ظاهر ته ګوري زما غوندې ډیر مؤمنان یي له کړنو راضي دي، ورباندې ویاړي او کله ناکله خو ورته دعا هم کوي.

په داسې حال کې چې د کابل په زړه کې د تیلویزون غره ککره نیمه د غربي دموکراسۍ له تبلیغاتي انتنونو ډکه ده او نیمه نوره یي د ایراني صفویت او رافضیت شبکو نیولې ده او لاندې د کابل بې څوکه اولس هم د لادینیت او رافضیت د دوه اړخیز یرغل رحم کرم ته پاته دی، په داسې ماحول کې که څوک بې اودسه د اذان غږ پورته کوي هم حتما به یي مؤمنان هرکلي کوي خو جمعیت اصلاح په ګڼو اسلامي دعوتي خپرونو، غونډو او مسابقو سربیره ددین پوهنې لپاره منظم تشکیلات او حلقات هم جوړ کړي، لیسې او پوهنتون لري او په ګڼو ولایاتو کې یي زرګونه ځوانان له دین او دیني اقدارو سره آشنا کړي دي.

لوړه یادونه خو دجمعیت اصلاح د پیالې هغه ډکه خوا ده چې سترګې نشي پرې پټیدای، مګر جمعیت اصلاح یو شمیر خالیګاوې هم لري، چې دلته یي زه له شمیرلو تیریږم اما د خیرخواهۍ په نیت ورته یوه مشوره ورکوم او یو څه ترې ګیله من یم چې ښایي ګیله مې هم موجه وي.

جمعیت اصلاح چې د تحریکي هویت له اړخه د اخواني اسلامپالنې له دوهم نسل نمایندګي کوي هغه چې له سیاست څخه ځان ګوښه بولي او د تبلیغیانو غوندې یوازې په اجتماعي اصلاحي فعالیت بسنه کوي، خو دوی د دغه ډول غیرسیاسي اخوانیت له اصولو څخه هم په بله روان دي او هغه داچې وخت ناوخت په سیاسي مسائلو کې ګوتې وهي، موقفونه اعلانوي او ایتلافونه کوي چې دغه کړنه به یي ټولنیز پرستیژ سخت زیانمن کړي.

آبل کال چې مارشال فهیم ومړ، جمعیت اصلاح ورباندې ږلۍ ږلۍ اوښکې تویې کړې او د غمرازۍ اعلامیه یي ورکړه، چې د پنجشیر په دروازه کې طالبانو فدایي برید وکړ جمعیت اصلاح په سختو ټکو وغانده، که ووایو چې ځه خیر دا کار به یي د هغه وخت د خپل پنجشیري مشر عبدالصبور فخري لپاره کړی وي، په دې تازه ورځو کې چې طالبانو د فساد په منبع طلوع شبکه برید وکړ د جمعیت اصلاح د لیکوالو ګهیځ انجمن لخوا په سختو ټکو دغه برید وغندل شو.

زه وایم، لومړی خو داد خندا وړ ده چې جمعیت اصلاح له یوې خوا د اسلام او اصلاح چیغې وهي او بلې غاړې ته د بي دینۍ او فساد له چینلونو سره هم خواخوږي لري.

زه خو وایم کاشکې جمعیت اصلاح کله ناکله د توقف او سکوت له دریځ څخه استفاده کولای، د توقف مذهب یو مهم فقهي حقیقت دی چې د امت لویو مذاهبو او امامانو ترینه استفاده کړې، خپله امام ابوحنیفه په ډیرو مسائلو کې توقف کړی او د مشروعیت او نامشروعیت یا څرنګوالي په اړه یي پټه خوله بهتره بللې.

بله بیلګه یي د طالبانو سیاست دی، طالبانو له تیرو څوارلسو کلونو راهیسې د جمعیت اصلاح په اړه د توقف مذهب مختاره کړی، او تر اوسه یي په اړه هیڅ هم نه دي ویلي.

د جمعیت اصلاح مشرانو ته مې یوه د خیر مشوره داده چې لومړی خو دې د الجزایر، مراکش، لندن او ګڼو نورو هیوادونو د اجتماعي اصلاحي اخوانیانو غوندې سیاست ته یو مخ شا کړي په ټولنه دې کار وکړي او که بیا په سیاست کار لري نو لطفا دې کله ناکله د توقف له مسلک نه استفاده کوي.

او که خدای مکړه دا رنګه په هر پردي خیرات کې سپي په چمانو وُلي نو اعتبار به یي په صفر کې ضربیږي چې بیا به جمعیت اصلاح نه بلکې خلک به یي یوازې جمعیت بولي.

په اسلامپاله مینه

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمیدالله غفاري
میلمه
حمیدالله غفاري

ښاغلی حبیب مجاهد،
ستاسو له سلا، مشورو څخه مننه.

خو یوه موضوع چې زه غواړم تاسو سره شریک کړم، هغه دا دی چې ګهیځ د ژورنالستانو او لیکوالانو ټولنه یوه خپلواکه ټولنه ده او جمعیت اصلاح سره تړاو نه لري.

غوربندی
میلمه
غوربندی

حميدالله صيب

تاسو هم توقف ته ترجیح نه ده ورکري، بلکه د اصلاويانو د تيشتي تر تولو وروستي طریقه مو نيولي ده چی گواکي گهيز د اصلاويانو نه ده،

خلک مو دیر اصلاح کرل خو تاسو به نشی