
امریکا: واشنګټن کې د واورې او توپان له امله بېړنی حالت اعلان شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې حکومت د واورې او توپان له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د هوا د حالاتو د معلومولو ادارې وړاندې ویلي و، چې د واشنګټن په ګډون به د امریکا په ځينو ښارونو کې سخته واوره او توند توپانونه راشي.
پرون ـ جمعه ـ د واشنګټن ښاروال میریل باوزر بېړنی حالت اعلان کړ او د هغوی په قول دا توپان به یو بې سابقې توپان وي.
په واشنګټن کې اوس هم واوره اوري او د توند توپان د پیدا کېدو وېره هم موجوده ده.
د هوا د حالاتو ادارې اټکل کړی چې په واشنګټن کې به د واورې اندازه له ۳۰ تر ۹۰ سانتي مترو پورې ورسېږي، چې له همدې امله د امریکا په ګوټ ـ ګوټ کې شاوخوا ۴۵۰۰ پروازونه هم ځنډول شوي دي.
یاده دې وي تېره چهارشنبه هم په واشنګټن کې نږدې پنځه سانتې متره واورې د دې ښار سړکونه څو ساعته د ترافيکو پر مخ تړلي و، چې د ډېرې واورې د ورښت وېرې خلک له اندېښنې سره مخ کړي دي.