د ځان وژني بیخي نادره کیسه

 

په درویشتم دمارچ کال ۱۹۹۴ م کې چې د رونالډ اوبوس د مړي کتنه وشوه او معلومه شوه هغه په سرباندې د مرمۍ له لګیدلو مړ شوی دی ، دا په داسې وخت کې چې ده د ځان وژنې په نیت له لس پوړیزه ودانی نه ځان راغورځولی و او په یوه کوچني لیک کې یې پیغام پرې اېښی و چې دی له خپل بدمرغه ژوند نه په تنګ شوی دی .

له لسم پوړ نه د رالویدلو په مهال په لاره کې د همدې ودانۍ دیوې خونې له کړکۍ نه د پیر په حالت کې یوه مرمۍ د ده په سر کې خښه شوه ، عجیبه داوه چې له دې ودانۍ سره یو داسې جال لګول شوی و چې له ودنۍ نه لویدونکی کس یې تم کاوه او له مرګ نه یې ژغوره نو رونالډو که له ودانۍ نه په لویدلو سره نه شوی مړ کیدلی ، او دځان وژنې هڅه یې نشوی بریالی کیدلی .

پلټنو وپتېیله چې د رونالډو په سر کې لګیدلې مرمۍ د همدې ودانې د نهم چت له یوې خونې نه پیر شوې وه ، او دا هم معلومه شوه چې په دې خونه کې له څوکلونو راهیسې میړه اوښځه اوسي چې په شاوخوا ګاونډیانو کې په هروخت جګړه مارو سره پیژندل کیدل ، د خدای کړو ته ګوره د رونالډو د ټوپ په مهال دې میړه خپلې ښځې ته ډکه توفنګچه نیولې وه چې که خوله بنده نکړې ولې یې ، میړه ډیر سخت په غوسه و او په همدې حالت کې یې ماشه ټینګه کړې وه ، ښځه یې بچ شوې او مرمۍ په کړکۍ وتلې وه او له وتلو وروسته یې مخته د رونالډو سر برابر شوی و !!! او دهغه د مرګ لامل ګرځیدلې وه .

او په اخر کې معلومه شوه چې همدا میړه د رونالډو اوبوس قاتل دی ، ځکه د ودانۍ چاپیره جال د رونالډو ژوند ژغورلی شوی ، کله چې سپینږیري میړه ته دقتل جرم متوجه شو هغه وویل : ما به هروخت خپله مرمن ویروله چې وژنم دي ، او زما توفنګچه به هروخت تشه او مرمۍ به نه وې په کې . زیاتو څیړنو خبرې تر دې ځایه را ورسوله چې د دې میړه او ښځې یوه خپلوان د دوی دواړو زوی ولید چې څو ورځې مخکي یې د خپل پلار توفنګچې ته په پټه یوه مرمۍ ورتیره کړې وه ، اودا ځکه چې مور یې په هغه باندې مالې مرسته بنده کړې وه ، دی پوهیدی چې پلار یې هروخت په همدې تشه توفنګچه مور ویروي نو ده له مور نه د غچ اخیستلو په نیت دپلار توفنګچې ته په پټه مرمۍ تیره کړې وه ،

په کومه محکمه کې چې د رونالډو اوبوس دوسیه ترڅیړنو لاندې وه هغې د دې میړه اوښځې زوی مجرم او درونالډو قاتل وپیژاند ځکه که څه هم په ماشه یې ګوته پلار ټینګه کړې وه خو اصلا مرمۍ ده اېښې وه او ځکه د قتل تهمت له پلار نه زوی ته واوښت او هغه قاتل وپیژندل شو .

لا مو دتعجب خولې مه بندوﺉ او دا عجیبه هم در ونیسئ په قتل متهم زوی پخپله رونالډو اوبوس دی ، دی د دې جګړه مارانو مور او پلار زوی دی ، همده په توفنګچه کې مرمۍ اېښې وه څو وکولی شي دخپل پلار په لاس خپله مور ووژنې ، کله یې چې د پلار له خوا څو ورځې د مور تهدید کول وځنډیدل او دده مالې حالت د مور د بندیز لامله سخت شو پرېکړه یې وکړه چې د ودانې له سرنه ځان وغورځوي او ځان ووژني ، اوپه لاره کې یې دپلار پاریدلې غوسې د ده په لاس کېښودل شوې مرمۍ باندې ماشه ټینګه کړه او هماغه مرمې چې دخپلې مور د سینې د څیرلو په نیت یې دپلار په توفنګچه ګې اېښې وه د ده په سر کې سړه شو !!! محکمي رونالډو اوبوس قاتل او هم مقتول وپیژانداو د ده دوسیه یې د انتحار او ځان وژنې په نوم وتړله . 

دا کیسه رښتیني ده او څومره چې د تعجب وړ ده همدومره په دې کیسه کې د پند اوعبرت له پاره هم ډیر څه شته ، چې له کم غور وروسته یې هرڅوک معلومولی او ترلاسه ولی شي . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د