قطر نن د افغانستان په اړه د نړيوالې ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): نن ـ شنبه ـ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پګواش کاناډايي مؤسسې له لوري د افغانستان د مسئلې په اړه کنفرانس جوړېږي.

په دې کنفرانس چې د هېواد له دننه او بهر څخه د نظر خاوندان، سیاستوال او مبصرين شریکوال دي تر دريو ورځو پورې به دوام وکړي.

پګواش چې تر دې وړاندې يې هم د نړۍ پر مهمو مسائلو ورته کنفرانسونه جوړ کړي، له طالبانو هم غوښتي چې د یو اړخ په توګه په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په دې کنفرانس کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو د ګډون خبر ورکړی او ويلي يې دي، دوی حاضر دي د داسې ناستو له لارې د ولس غږ تر نړیوالو ورسوي.

«اسلامي امارت دغه بلنه منلې، او د سیاسي دفتر استازي به يې په دغه تحقيقاتي کنفرانس کې ګډون وکړي، اسلامي امارت غواړي له دا ډول کنفرانسونو او فرصتونو څخه په سالمه استفاده، د خپل ولس برحقه داعيه او روا دريځ خپله مخامخ د نړیوالو تر اذهانو پورې ورسوي».

له بله اړخه افغان حکومت په دې کنفرانس کې له ګډونه انکار کړی او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله د سولې د هڅو په پلمه د څلور اړخیزو ناستو په څنګ کې دغه کنفرانس «مناسب او ضروري» نه دی.

کابل مېشتی سیاسي شنونکی انجینر نظرمحمد مطمئن وايي چې افغان حکومت ځکه دا ډول کنفرانسونه نه مني، چې سولې ته ژمن نه دی.

د هغه په خبره د دا ډول کنفرانسونو مخه به نه یوازې افغان حکومت بلکې پاکستان هم ډب کړي، ځکه پاکستان غواړي چې ثابته کړي چې له ده پرته سوله نا ممکنه ده.

«د دغسي کانفرانسونو مخه به هم په راتلونکې کې د افغان-پاکستان حکومتونه په ګډه ونیسي، ځکه افغان حکومت سولې ته ژمن نه دي او پاکستان غواړي چې نړیوالو ته وښيې پرته له پاکستان څخه سوله ناشونې ده.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د