افغانستان

جبار قهرمان هلمند کې شپني عملیات د بريا لار بللې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړی او د ټوپکوالو پخوانی مشر عبدالجبار قهرمان چې د هلمند جګړې مؤقتي مشر ټاکل شوی شپني عملیات د ځان د بريا لار بولي.

قهرمان چې د ولسمشر غني په فرمان د هلمند د جګړې د قابو کولو په نیت د هغه ولایت د جګړې عمومي مشر ټاکل شوی، هلمند ته په رسېدو ویلي چې د طالبانو د ځپلو لپاره باید شپني عملیات ګړندي شي.

هغه پخپلو خبرو کې وویل چې دی به شپنيو عملیاتو ته زور ورکړي، د طالبانو د تګ راتګ لارې به بندې کړي او په وينا يې ځينې استخباراتي او تکتيکي پلانونه به هم وکاروي.

د قهرمان په خبره طالبان کمزروي نه دي، خو دی ژمنه کوي چې په هلمند کې به روانه جګړه ختمه کړي.

نوموړي د ځینو چارواکو د د مجازاتو ګواښ هم وکړ، چې د ده په قول پخپلو دندو کې يې ناغېړي کړې ده.

تر دې وړاندې هم د هملند د جګړې د کنټرول په موخه د دې ولایت امنیه قومندان، د ملي امنیت ریس او د قول اردو ځينې قومندانان بدل شوي دي، چې د شنونکو په باور کوم اغېز يې نه دی کړی.

ياده دې وي په هلمند کې پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي، چې پوځي شنونکي يې په شا تمبول ستونزمن ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x