
هلمند: امنیه قومندانۍ کې چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په امنیه قومندانۍ کې د ننه چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
د هلمند امنيتي مسوولینو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې چاودنه د نشه يي توکيو پرضد مديريت کې شوې ده.
د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي چې تېر ماښام مهال په یاد مدیریت کې د ځينو توکيو د معاینې پر مهال چاودنه رامنځ ته شوه، چې یو تن پکې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
خو د هلمند والي وياند وايي چې دا چاودنه د یوې دسیسې په پایله کې شوې ده.
عمر ځواک رسنیو ته ويلي چې چاودېدونکي توکې په نشه يي توکيو کې نغښتي ايښودل شوي و، چې په مديريت کې د ننه يې چاودنه وکړه.
نوموړي هم د یو تن وژل تاييد کړل او ويې ويل چې یو شمېر نور ټپیان دي، خو په لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون مسوولین وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۲ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
ياده دې وي د هلمند امنیه قومندانۍ د ننه په داسې حال کې دا چاودنه کېږي، چې د هلمند د جګړې لپاره ټاکل شوی مشر جبار قهرمان تازه هلمند ته رسېدلی دی.