دیني، سیرت او تاریخ

عمري عدل!

دادمحمد ناوک

له ځان سره يې چورت واهه:

ـ دا ټول د ده له لاسه، په ولس کې مو کرکه خپره شوه، خپل خپلوان مو سره بېل شول ان تر حبشې ورسېدل، بايد ختم يې کړم.

توره يې په پوښ ومنډله، روان شو، په لاره کې یو مسلمان په مخه ورغی، له حرکاتو يې پوی شو، ويې پوښت:

ـ چېرته یا عمر؟

ـ ځم، چې محمد ختم کړم!

سړي فکر وکړ، چې دی باید ناوخته کړم، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حال ورکړم، ورته ويې ويل:

ـ چې داسې ده نو لومړی يې له خپل کوره را پیل کړه، خپلې خور دې دين پرېيښی!

سړي منډه واخیسته، له دروازې سره پښه نیولی شو، د خور او اوښي غږ يې راته چې یو بل څوک ورته قرآن لولي، دروازه يې په زوره ور پورې وهله، هغوی خپل استاد او د قرآن پاڼې پاټې کړې، ده بې له پوښتنې پخپل اوښي سوکان سم کړل، خور يې د خلاصون هڅه وکړه، زورورې څپيړې يې له ځمکې وویشته، سړی حیران شو، په يوه ښځينه يې لاس پورته کړ! د خپلې خور مخ يې په څپیړه وواهه!

له جګړې يې لاس واخیست، په سوچ کې کېناست، حیران و، چې هغه څه شی دی، چې خور يې د ده د وهلو وړ کړه، زړه يې نرم شو، خپل اوښي او خور ته يې مخ کړ:

ـ هغه تاسې چې لوستل، ماته يې هم راواوروئ!

هغوی زړه نا زړه قرآن ورته پیل کړ، سړی ورو – ورو نرمېده، ويې ويل:

ـ محمد چېرې دی؟ زه ورځم!

د ده خور او اوښي پټ شوي استاد رامنډه کړه:

ـ مبارک، ستا په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوعا قبوله شوه.

دی په سوچ کې شو، وړاندې هم ورته چا د مکې په یوه کوڅه کې ويلي و، چې ستا په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم دوعا کړې، چې په ابوجهل او عمر کې یو را مسلمان کړې!

×××

د غره بېخ ته له نورو ګوښه دا د ارقم ابن ارقم کور و، چې د اسلام لومړنۍ مدرسه وه، اصحاب کرام په خپل استاد راټول و، له دروازې يې غږ واورېد، یوه یې تر چوله ور وکتل، په ډار يې وويل:

ـ عمر دی، توره هم ورسره ده!

حضرت حمزه رضی الله عنه وفرمايل:

ـ را پرې يې ږدئ، که يې بدي په نيت کې وه، پخپله توره به يې ووژنم!

دروازه يې ور خلاصه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ګرېوان ونیو:

ـ ای د خطاب زویه! هغه وخت نه دی راغلی چې حق درک کړې!

ده وویل:

ـ اشهد ان لا اله الا الله او اشهد ان محمدا رسول الله

دغه ګوښې، غلې مدرسه د تکبیر زورورو نارو پر سر واخیسته، نور د دې مدرسې پټ فعالیت په ډاګه شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم بې څوکه غریب خلک کورونو ته ولېږل چې جنجال ورته جوړ نه شي.

×××

څلوېښت نفره په دوو صفونو کې د اسلام له لومړنۍ مدرسې را ووتل، د یوه صف په سر کې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، د بل صف په سر کې حضرت حمزه رضی الله عنه، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په منځ کې روان و، لا اله الا الله او تکبیر ملکوتي غږونو ته د مکې کوڅو خندل، دا لومړی ځل و، چې په دومره جوش او پوره ازادي د کلمې غږ پورته کېږي.

خلافت

عیینه په جاهلیت کې پر کم عقلۍ مشهور و، خو پر دې سربېره پخپله قبیله ډېر منلی و، ځکه خو له ایمان وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دی هم په هغه لیست کې شامل کړی و، چې «مؤلفه القلوب » بلل کېږي او د غنایمو په وخت کې به دوی ته ډېر شی ور کول کېده، چې اسلام کې لا غښتلي شي.

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په وخت کې يې د یوې شاړې دښتې د غوښتلو وړاندیز وکړ او ويې ویل چې که د خلیفه له خوا د دې ځمکې قباله ورکړل شي دی يې د ابادولو ټټر وهي، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم فکر وکړ، چې دا ځمکه د کوم معلوم شخص نه ده، چې دی يې ابادوي ور به يې کړو، په شاهدانو کې يې د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه نوم هم ور ولیک، پر نورو شاهدانو سربېره يې ورته وفرمايل:

ـ ورشه! چې عمر هم خپله امضا پرې وکړي!

سړی قباله په لاس د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه کور ته ورغی، ويې ولیدل چې هغه مبارک د خپل کور کاګل کولو لګیا دی، ده کیسه ورته بیان کړه، هغه وفرمایل:

ـ قباله کومه ده؟

ـ دا ده.

ـ راکړه!

سړي هغه ټوټه ورکړه، چې قباله پرې لیکل شوې وه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل کور په کاګل کې تر خټو لاندې کړه، عیینه ته يې وویل:

ـ ځه! له ما سره دې هیڅ نشته!

سړی حیران شو، ګټلې ځمکه يې له ګوتو ووته، د خلیفه دربار ته ورسيد:

ـ یا خلیفه! ته خلیفه يې که عمر؟

حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له پوهېدو وروسته ورته وویل:

ـ چې هغه ونه منله، نو زموږ نه ده خوښه!

دې وخت کې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هم نبوي جومات ته ور ورسيد، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته يې مخ کړ:

ـ دا ځمکه ستاده؟

ـ خو د شورا له غړو سره مې مشوره وکړه!

هغوی ته مخ کړ:

ـ دا ځمکه ستاسې د پلار ده؟

هغو وویل:

ـ نه!

ـ نو بیا مو ولې دې سړي ته ورکړې ده؟ دا د ټولو مسلمانانو ګډه ځمکه ده او تاسې غوښتل یو تن ته يې د ټولو مسلمانانو له خوښې پرته ورکړئ!

عیینه ته يې مخ کړ:

ـ یا عیینه! د مسلمانانو په ضعف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته هديې درکولې، اوس اسلام قوي شوی دی، هغه د «مؤلفه القلوب » وختونه لاړل، په والله که دې مجبوره کړم، حلال به دې کړم!

×××

سړی په غوسه و، نور يې زغم ځواب ورکړی و، ان نبوي جومات ته هم نه لاړ، نېغ د اميرالمؤمنین کور ته ور روان شو، سړی چې دروازې ته ورنږدې شو، د امیرالمؤمنین د مېرمنې غږ يې واورید چې پر هغه غوسه ده، سړی ګنګس شو، بېرته تر خپلې دعوې تېر شو، د خپل کور په خوا روان شو، په دې وخت کې امیرالمؤمنین له کوره راووت، پوی شو، چې سړی زموږ له کوره بېرته ګرځيدلی، پسې غږ يې کړل:

ـ څه دې ویل؟

ـ هیڅ، زما مسئله حل شوه.

امیرالمؤمنین سړی راټنیګ کړ، هغه وویل:

ـ یا امیرالمؤمنین! ما غوښتل پخپله ښځه عریضه وکړم، هغه له ماسره کور کې ډېر جنجالونه کوي، خو چې ستاسې په کور کې مې ستاسې د مېرمنې غږ واوريد، نو ما وویل چې پر اميرالمؤمنین خپله ښځه خپل غږ اوچتوي، نو زه څوک يم!

ـ ګوره سړیه! ښځه زموږ کالي رامینځي، کور پاکوي، پخلی راته کوي، د دې ټولو په بدل کې موږ دې ته د خپل غږ د اوچتولو حق ور نه کړو!

×××

په نبوي جومات کې يې خلک را ټول کړل، خلک حیران و، چې په دې ناڅاپي وخت کې امیرالمؤمنین موږ ته څه وايي.

منبر ته وخوت، له حمد او صلواه وروسته يې وویل:

ـ اې خلکو! که تاسې زه لیدلی وای، که په هغه وخت کې راسره وای، نو زه په یوه موټي خورما شپون وم، ما په يوه موټي خورما د بنو مخزوم پسونه څرول!

له منبره ښکته شو.

عبدالرحمن ابن عوف رضی الله عنه زړه وکړ، ورته يې وفرمايل:

ـ یا اميرالمؤمنين! دا مو څه وویل، دا ټول خلکو مو د دې يوې خبرې را وغوښتل!

ـ له ځان سره ناست وم، ما ویل چې ته اوس اميرالمؤمنين يې، ته اوس تر ټولو مسلمانانو ښه يې، نفس مې تکبر وکړ، ومې غوښتل چې نفس ته خپل حیثیت ور وښيم، چې غرور رانه ونه شي.

×××

ه هر بازار کې به سړي له عامو خلکو داسې پوښتنه کولې، چې شکونه يې ور اچول، مصر کې اسلام نوی په پښو درېدلی و، د مصر والي پلازمېنې مدينې ته لیک ولېږه، امر ورته راغی، چې سړی لاس تړلی را ولېږه.

×××

اسیديغ ته يې مخ کړ:

ـ تا پلانۍ، پلانۍ او پلانۍ پوښتنې کولې؟

ـ هو یا امیرالمؤمنين، اوس يې ځواب راکوئ؟

ـ هو.

غږ يې کړل:

ـ یا جلاد!

سړی دربار ته حاضر شو، امر يې ورته وکړ:

ـ بو يې ځه او ويې وهه!

بله ورځ ورته وویل شول:

ـ یا اميرالمؤمنين! اسیدیغ جوړ شوی!

ـ را يې ولئ!

سړی له اسیدیغ سره حاضر شو، ورته ويې فرمايل:

ـ جوړ شوې!

ـ هو!

جلاد ته يې مخ کړ:

ـ بو يې ځه او ويې وهه!

درې ځلې دا ډول تکرار شول، بله ورځ سړی حاضر شو، هماغه فکر يې له سره تښتېدلی و، څو کاله وروسته چې کله د حضرت علي کرم الله وجهه په وخت کې فتنې سر راپورته کړ، د ده ځينې پوښتنې هم د فتنه ګرو په خولو کې وي، چا په ده زېری وکړ، چې ستا اوس خو نوبت دی، رارسېږه، اسیدیغ ملا ته لاس ونيو:

ـ ماته یوه سړي درس راکړی، بیا به په ژوند د فتنې په کارو کې ګوتې ونه وهم!

×××

په بازار کې يې په نورو مالونو کې هم سترګې ورغړولې څو اوښان تر نورو ډېر چاغ ورته ښکاره شول، پوښتنه يې وکړه:

ـ دا د چادي؟

ـ دا ستا د زوی یا امیر المؤمنین!

خپل زوی ته يې غږ کړل، را ويې وغوښت:
ـ دا اوښان د امیرالمؤمنين دي؟

ـ نه، یا اميرالمؤمنين! دا مې خپل دي، وامې خیستل، په څړ ځای کې مې وڅرول، ومې ساتل اوس يې خرڅوم!

ـ یا عبدالله! ستا اوښان تر نورو چاغ دي، خلکو به ويل چې دا د امیرالمؤمنين د زوی اوښان دي، ښو وښو ته يې ورپرېږدئ، دا د امیرالمؤمنین د زوی اوښان دي، اوبو ته يې ور پرېږدئ!

ده وويل:

ـ دا تجارت خو ټول کوي!

ـ ستا اوښان تر نورو ځکه چاغ شوي چې خلکو ستا د اوښانو لحاظ ستا په خاطر او ستا لحاظ يې زما په خاطر کړی، یا عبدالله! خرڅ يې کړه، خپلې پیسې دې ترې در واخله، ګټه ټوله بیت المال ته وسپاره، چې د ټولو مسلمانانون حق دی!

×××

د سهار په خړه کې لمانځه ته روان شو، په محراب کې ولاړ امام د مقتدي تر ګوزار لاندې راغی، امام ړنګ شو، سړي منډه واخیسته، خلکو راګیر کړ، خپله توره يې خيټې ته برابره کړه، پرې څملوست تر ملا يې ووته، ده وپوښتل:

ـ جا ووهلم؟

ـ ابولولو، یا امیرالمؤمنین!

شکر يې ویوست، چې د کوم مسلمان له لاسه شهید نه شو، زوی ته يې مخ کړ:

ـ له ام المؤمنین حضرت عایشې رضی الله عنها نه اجازه واخله، چې امیرالمؤمنین نه؛ عمر ستا په حجره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت ا بوبکر صدیق رضی الله عنه تر څنګ ځای غواړي.

د اسلام ژوندۍ نمونه تر خاورو لاندې شوه. رضی الله عنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x