افغانستان

طالبانو د ښه نیت له مخې یو ترکی اسیر خوشې کړ

turkish flag1

طالبانو د ترکیې هیواد تبعه هغه اسیر چې دوه کاله وړاندې ئې نیولی وه خوشې کړی.

ذبیح الله مجاهد وايي انجینر سرتاج ولد ابراهیم د شکمنو فعالیتو په جرم له اسنادو او شواهدو سره د دوی لخوا اسیر شوی وه، چې بالآخره د شنبې په ورځ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ترکیې هیواد استازو ته وسپارل شو.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت مشرتابه د ترکیې هیواد د چارواکو په غوښتنه له دې هیواد سره د ښه نیت له مخې د نوموړي اسیر د خوشې کیدو پریکړه وکړه.

مجاهد وايي چې نوموړی اسیر د زندان په ټوله موده کې له انساني او بشري حقوقو څخه برخمن وه او له نوموړي سره د ښه چلند له امله د ترکیې هیواد استازو ډیره خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر میاشت کې هم طالبانو څلور اسیر شوي ترکي انجینران خوشي کړي وه، چې طالبانو ئې د خوشې کولو انګیزه د کوچني اختر مناسبت بللی وه او ویلي ئې وه چې مشرتابه ئې د انساني همدردۍ له مخې د خوشې کیدو فیصله کړي.

هغه بهرني اتباع چې تر دې مهاله له طالبانو سره د اسیرانو په توګه پاتې شوي، په یوه خوله ئې د طالبانو د اسلامي او انساني رویې ستاینه کړې، او آن ځینو ئې له زندان څخه تر راتلو وروسته د اسلام مبارک دین ته غاړه ایښې.

طالبانو وخت پر وخت د بهرنیو هیوادو تبعه اسیران نیولي او د اړوندو هیوادو له استازو سره تر خبرو اترو او مذاکراتو وروسته ئې د ځینو د خوشې کیدو پریکړه کړې ده، چې د کتونکو په اند دا پخپله په سیاسي او ډیپلوماټیک لحاظ د طالبانو د ځواک او قوت نخښه بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x