افغانستان

نورستان: سيند ته د موټر غورځېدو له امله ۵ تنه زده کوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): په نورستان ولايت کې د سپرليو يو موټر سيند ته د غورځېدو له امله ۶ تنه وژل شوي چې پنځه يې زده کوونکي دي.

د نورستان د والي وياند موسی شامي وايي چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته دنورستان د مرکز پارون په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې کله د سپرليو يو موټر په دغه سيمه کې د لرګيو د يوه پول له پاسه تېرېده.

شامي زياته کړه چې دغه زده کوونکي چې د نورستان ولايت د کانکور ازموینې له پاره له نورو سيمو څخه دغلته راغلي وو چې د پېښې ښکار شول.

هغه وويل چې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د ننګراج د ليسې زده کوونکي د کانکور له ازموينې وروسته بېرته خپلو کورنو ته تلل چې په لاره کې د يوه لرګين پول څخه د تېرېدو په حالت کې وو چې موټر لاندې سيند ته وغورځېده.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې د يوه موټر چلوونکي په ګډون ۵ تنه زده کوونکي ووژل شول او ۳ تنه نور زده کوونکي ژوبل شول.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بيا رغونې او ودانۍ له ډېرو هڅو سره سره بيا هم د افغانستان په ډېرو سيمو کې مهمې لويې لارې، سرکونه او پلونه چې رغونې ته اړتيا لري، نړېدلي پاتې دي؛ چې وخت په وخت د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو او د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې سبب کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x