شعـــــرونه

زما ژوند…./ جانان خدرخېل

شاعر: جانان خدرخېل

څه ستړې زنده ګي ده، څه ستومانه زنده ګي
تیریږي نه اشنا ! بغیر له تانه زنده ګي

نه ته شولې پوره او نه دې زه له غمه خلاص شوم
دستا د لاسه خــواره ده ارمانه! زنده ګي

چې ته راسره نه یې، یا دې یاد راسره نه وي
هغه زنده ګي بولم بې ایمانه زنده ګي

دا ستا لپاره ما هره سختي په ځان منلې
کنه هسې تېریږي ښه آسانه زنده ګي

بس ستا په سر ودانه ده او ستا په سر ده ښکلې
دستا له شتون نه پرته مې ده ورانه زنده ګي

د نورې دنیا ژوند ته زه له سره وزګار نه شوم
ما تېره کړله ستا لپاره ګـــرانه! زنده ګي

شک مه کوه، په دې باندې خو ټول خلک ګواه دي
چې ځار کړه “”خدرخېل”” له خپل جانانه زنده ګي

جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x