افغانستان

غزني: «د اسلامي تمدن مرکز» ودانۍ د ويجاړېدو تر ګواښ لاندې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د ولايتي شورا يو شمير غړي وايي چې په دغه ولايت کې د اسلامي تمدن مرکز ودانۍ د بېرته نړېدو په حالت کې ده.

د غزني د ولايتي شورا غړي او يو شمير سيمه ييز مشران وايي چې د اسلامي مرکز د پروژ دغير معياري او بې کيفيته کار له امله په ډېره کمه موده کې د دغه مرکز ودانۍ په ويجاړۍ بدله شوې ده.

دغه مشران وايي چې ددغه مرکز په جوړلو کې د غزني يو شمير چارواکو او ځینو نورو کسانو د خپلو ګټو له پاره درغلي کړې ده او ددغه مرکز چارې يې په اساسي توګه نه دي ترسره کړي، خو که له دې وروسته ورته پام ونه شي، دغه مرکز به نور هم ویجاړ شي.

غزني د ايسيسکو له لوري په ۲۰۰۷ زيږديز کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ونومول شو چې د جوړېدو چارې يې په هماغه کال پيل شوې خو د جوړېدو چارې يې لا بشپړې شوې نه وې چې په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې پرانستل شو.

دغزني د هغه مهال والي موسی خان اکبر زاده وايي چې ددغې پروژې د بشپړولو له پاره مپليونونه ډالره ځانګړي شوي وو، چې يوازې دوه ميليونه ډالر ددغه مرکز په نقشې جوړونې مصرف شوي دي، خو د هغه په وينا په دغه پروژه کې درغلي او فساد هغه څه وو چې ددغه اسلامي تمدن نړيوال مرکز چارې يې اغيزمنې کړي دي.

موسی خان اکبر زاده وايي چې دوی په دغه پروژه کې ددرغلۍ له امله په خپل وخت مرکزي دولت ته خبر ورکړی و خو له مرکز څخه په دې اړه کوم جدي اقدام نه دی شوی.

خو د غرني اوسنی والي محمد امان حميم وايي چې دغه ستونزه يې له مرکزي دولت سره شريکه کړې ده او ژر به ددغه مرکز د رغونې چارې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x