چين د امريکا پر ځای د سعودي لپاره نوی بديل؟- ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې، چې امريکا د عربي هېوادونو په مقابل کې ايران سره اتومي تړون لاسليک کړ او د عربي هېوادونو غوښتنې او شرطونه يې له پامه وغورځول، ګڼو عربي او غربي رسنيو په دې اړه ويلي، چې سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو پر امريکا خپل باور بايللی او د يو بل بديل په لټه کې دي.

د چين ولسمشر شي چنګ پينګ په داسې حال کې سعودي عربستان، مصر او ايران ته سفر کوي، چې د سعودي او ايران اړيکې ترينګلې شوي او عربي هېوادونه د امريکا پر ځای د يو بل قوي بديل په لټه کې دي.

د غربي رسنيو په وينا سعودي عربستان چين ته د تيلو صادروونکی تر ټولو ستر هېواد دی او تېره ورځ رياض کې د سعودي چارواکو او چينايي ولسمشر ترمنځ څوارلس سوداګريز تړونونه او تفاهم ليکونه لاسليک شول.

شي چنګ پينګ تېره ورځ ناوخته مصر ته ولاړ او له هغه ځايه به ايران ته ولاړ شي.

چينايي ولسمشر په داسې حال کې ايران ته سفر کوي، چې امريکا او نړيوالې ټولنې تېره اوونۍ پر ايران لګېدلي بنديزونه پورته کړل.

د څارونکو په اند چين غواړي، چې عربي نړۍ کې د امريکا پر ځای خپل واک او ځواک قوي کړي.

واشنګټن ټايمز ورځپاڼې واشنګټن کې د منځني ختيځ د امنيتي چارو د کارپوه پيټريک کرونين له قوله ليکلي، چې د چين ولسمشر په دغسې ترينګلو حالاتو کې د دې لپاره منځني ختيځ ته سفر کوي، تر څو عربي هېوادونو ته دا څرګنده کړي، چې چين د نړۍ يوازېنی قدرت دی، چې د سختو ستونزو او لانجو پر مهال د مشر او قوي هېواد په توګه رول اداکولای شي او امريکا اوس هغه قدرت نه دی پاتې، چې خلکو يې په اړه پخوا فکر درلود.

پيټريک کرونين

       پيټريک کرونين

د کرونين په وينا د عربي هېوادونو خام تيل او د چينايي مالونو لپاره عربي هېوادونو کې د نوي مارکيټونو پيدا کول د شي جينګ پينګ د سفر اړينه او اساسي موخه ده.

چين په داسې حال کې عربي هېوادونو کې د نفوذ او پراختيا لپاره کار پيل کړی، چې د امريکا تر څنګ روسيې هم په سوريې کې نظامي بريدونو او قوي فعاليتونه پيل کړي او د سعودي پر ځای يې د ايران خوا نيولې ده.

د کارپوهانو په اند چين هڅه کوي، چې د ايران او سعودي ترمنځ انډول وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې ستونزې او بې باورۍ د خبرو اترو له لارې ختمې کړي.

د کرونين په وينا چين د عربي هېوادونو ډيپلوماتيکې اړيکې نورو ته پرېښي، خو سيمه کې د چين اقتصادي ګټې او د خامو تېلو اړتيا چين اړ کړ، چې د عربي نړۍ په اړه ځانګړی قوي موقف ونيسي.

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې چين به د خپلو اقتصادي ګټو د ساتنې په موخه منځني کې يوه ستره پوځي اډه هم جوړه کړي.

په ټوله کې ويل کيږي، چې عربي هېوادونو او ايران ته د چينايي ولسمشر سفر ډېرې موخې درلودای شي او تر ټولو اړين يې سيمه کې د امريکا پر وړانډې خپل ځواک قوي کول او د امريکايي نفوذ مخنيوی دی.

له ټولو سره د ګټو په اندازه اړيکې

واشنګټن ټايمز سعودي او ايران سره د چين د اقتصادي اړيکو په اړه ليکلي، چې رياض چين ته د خامو تېلو ټولو ستر صادروونکی هېواد دی او چين سعودي عربستان سره د نړۍ دوهم ستر سوداګريز شريک دی، چې د کلنۍ تجارتي کچه يې اويا مليارده ډالرو ته رسيږي.

وړمه ورځ د رياض ورځپاڼې د چينايي ولسمشر هغه مقاله خپره کړې وه، چې د سعودي او چين ګډو اړيکو په اړه ليکل شوې وه.

مقاله کې راغلي و، چې د ۲۰۰۷م زلزله کې رياض بينجينګ سره له شپېتو ميليونه ډالرو زيات مرسته کړې وه او دا د بهرنۍ مرستې تر ټولو ډېرې کچه وه.

د ايران او چين اړيکو په اړه دغې واشنګټن ټايمز ليکلي، چې د چين او ايران اړيکې بيا د سعودي عربستان په کچه نه دي، مګر بيجينګ سيمه کې د اقتصادي پرمختګ او يووالي لپاره نوې ستراتيژي لري.

د منځني ختيځ د چارو بل کارپوه کلوډ سالهاني وايي، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د سعودي پخواني پاچا ملک عبدالعزيز او امريکايي ولسمشر فرانکلين روزوليټ، چې کومه دوستي او دوه اړخيزه باوري اړيکې جوړې شوې وې، اوس نه شته او لامل يې د امريکا له لوري ايران سره خوږې اړيکې، اتومي تړون او د سعودي له اندېښنو سترګې پټول بلل شوي دي.

کلوډ سالهاني

      کلوډ سالهاني

کلوډ سالهاني «Oil price» ويبپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د دواړو ايتلافيانو اړيکې د سوريې او ايران قضيې په اړه ډېرې خړې شوي، تر دې، چې سعودي څه موده وړاندې اروپايي هېوادونو ته خپل استازي د دې لپاره لېږلي وو، چې د سوريې جګړې په اړه د دوستو هېوادونو رايي او سلامشورې خپلې کړي.

د ليکوال په وينا د واشنګټن او رياض اړيکې به نه يوازې د دواړو هېوادونو پر حالاتو اغېزې ولري، بلکې د ټولو عربي او سيمه‌ييزو هېوادونو په اړيکو او حالاتو به هم اغېز ولري.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې سعودي به د امريکا بديل څوک ولري، کلوډ سالهاني ليکلي، چې لندن، برلين او پاريس خو د واشنګټن ځای نه شي ډکولای او که رياض داسې پرېکړه کوي، نو له ځمکنيو حقايقو به لرې وي.

د ليکوال په وينا روسيه کولای شي، چې د امريکا ځای ډک کړي، مګر د سوريې مسئله کې د مسکو له لوري د بشارالاسد ملاتړ او ايران پلوي د دې ګام پر وړاندې لوی خنډ دی او يوازينی هېواد، چې سعودي عربستان لپاره د امريکا بديل ګڼلی شي، هغه چين دی؛ ځکه چې چين د خپل اقتصادي ځواک او نفوذ لپاره داسې مصرفي هېوادونو ته اړتيا لري، چې د خپلو توليداتو لپاره يې وکاروي، د عربي هېوادونو خام تېل خپل هېواد ته صادر کړي او چين کولای شي، چې د سعودي او ايران ترمنځ په اړيکو کې انډول وساتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د