افغانستان

هرات: د دوو مېرمنو په ګډون د يوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): په هرات ولايت کې د يوې کورنۍ ۴ تنه غړي چې دوه يې مېرمنې دې، په مرموز ډول وژل شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند رفيق شيرزی وايي چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د هرات ښار اړوند د فيروز اباد د کندهار دروازې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه څلور کسان په مرموز ډول وژل شوي دي چې دوه يې ميرمنې او دوه نور يې ځوانان هلکان دي.

هغه وويل چې دغه جسدونه پوليسو روغتون ته راوړي دي چې د مېرمنو عمرونه ۲۴ او ۴۵ او د هلکانو عمرونه د ۱۴ او ۲۵ کلونه دي.

د هرات امنيه قومندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدی وايي چې د دوی لومړنۍ پلټنه ښيي چې دغه کسان د غير اخلاقي کړنو له امله وژل شوي دي.

احمدي وايي چې پوليسو په سيمه کې يو تن ددغو وژنو په تور نيولی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې د د يموکراسۍ د پلي کېدو له امله غير اخلاقي پېښې زياتې شوي دي چې ډېری وخت د عاملينو د وژل کېدو سبب ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x