د کاناډا په یوه ښوونځي کې څلور زده کوونکي په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ ل): د کاناډا د سسکا چون ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله څلور تنه زده کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په یوه خبري ناسته کې وویل چې په یوه بده پېښه کې د ښوونځي پنځه تنه زده کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، نوموړي د وژل شویو او ټپيانو د کورنیو سره غمرازي وښودله.

د ځایې پولیسو مشر مورین لیوی د لومړي وزیر تر خبري ناستي وروسته وویل چې په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، د پولیسو مشر زیاته کړه، ټپيان مو د هلیکوبتر په وسیله تر روغتونه رسولي.

عیني شاهدانو رسنیو ته وویل : یو تن چې زده کوونکی معلومیدی د ښوونځۍ ودانۍ ته را داخل شواو ډزي یې پيل کړي، هره خوایې ډزي کولي او څوک چې په مخه ورتلل هغه یې ویشتل.

پولیسو وویل برید کوونکی مو ژوندی نیولی خو په اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

باید ووایو چې دا په تېرو ۲۶ کالونو کې د خپل مثل لومړۍ پېښه ده چې د کاناډا په یوه ښوونځي کې رامنځته کیږي او په هغه کې زده کوونکي په ډزو سره وژل کیږي، ۲۶ کاله وړاندي په یوه بله پېښه کې ۱۴ تنه زده کوونکي د ښوونځۍ دننه په یوه برید کې ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د