شعـــــرونه

دسپینوبیرغونوکاروان

x240-cneتللي له کلي اوله کوره مـــــــرور به راشی
ملګروزیری می درباندې مســـافربه راشی
سږپسرلۍ ګـــلونو،نوۍ نوۍ رنګ راوړئ
ډلې ده زرکواوبلبلوله سپین غــــربه راشی
ګریوانه لپې لپې اوښـکې می درتویې کړلې
خیردی له مینې اوخوښیوډک اختربه راشی
رقیبه بس ده لنډوه تور کرغیړن لاســـــونه
زماده پاکی اوخوږی مینې دلبر به راشــــــي
غرونو رغونو دشیهدو،وینــــورنګ اخیستئ
نوې فضا ده آزادی نوی  لښــــکر به راشی
ده کروز کلسټربمولوګیو ګرد وهلی فصـــــــل
بیابه زرغون شی له ښکلاووډک منظربه راشی
 ده وحشتونو توروشپوټغربه زر ورټول کړی
یودسپیدوروښانه څرک روښانه لمربه راشی
ګرانه وطنه ستا په خړه اوناورینه فضــــــــــا
کاروان ده سپیینوبیرغونو دعمـــــربه راشــــی
ریحان ،ریدي غاټول ګلونه غوړیدلی دی بیــــا
مستی مرغۍ له شاهی کوټ اوماهي پربه راشی
تنکی تنکی زلمی وتلي دي له کلـــــــــي کوره
که خدای کول چی فاتحین له خپل سنګربه راشی
سترګه مې رپي اوبڼومی بارنیولۍ دی نـــــــــن
ښکلئ جانان د(حبیبی) اودزړه سربه راشــــــی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x