نړۍ

د یونان سواحلو ته نژدې د کښتیو ډوبېدو په پېښه کې ۴۴ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ ل): د یونان سواحلو ته نژدې د کډوالو دوې کښتۍ ډوبي شوي چې له امله یې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه مړه شوي او ځینو نورو خپل ځانونه ژغورلي دي.

ترکي پوځیانو ویلي چې د کډوالو یوه کښتۍ د ایجن ساحل ته نژدې ډوبه شوي چې پکې ۳۴ تنه مړه شوي او د ۲۶ تنو ژوند ددوی له لوري ژغورل شوی دی.

د یونان فارما کونیسي ساحل ته نژدې د کډوالو یوه بله کوچنۍ کښتۍ د پاڼ سره جنګیدلي او ډوبه شوي ده، د کښتۍ ۱۰ سپرلي چې ۶ یې کوچنیان او دوه ښځي وي مړه شوي او ۴۰ تنو نورو خپل ژوند ژغورلی دی.

ترکیې په دې پیښو کې انساني قاچاقبران پړ بللي او وایې چې دغه بې رحمه کسان لومړۍ کډوال د سمندر څپو ته ورکړي بیا تري وتیښتي او دوی یوازي پریږدي.

باید ووایو چې د تېر کال څخه تر اوسه پر دې لار چې دغه دوې کښتۍ پکې ډوبي شوي ۹۰۰ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x