افغانستان

د سوريې ايتلاف: ۲۰ زره افغان شيعه ګان د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د سوريې ايتلاف وايي چې په سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ جګړه کې د ايران په مالي مرسته د نورو هېوادونو تر څنګ افغان شيعه ګان هم جګړه کوي.

د ایران د ايٍتلاف مشر انس عبده رسنيو ته ویلي چې د سوريې په حلب ښار کې د افغان شيعه ګانو څلور جنګي ډلې دي چې ايران يې مالي مرسته کوي او دوی د بشار الاسد د رژيم په ملاتړ جنګيږي.

هغه زیاته کړه چې په سوريه کې د نورو هېوادونو شيعه ګان هم دبشار الاسد د رژيم په ملاتړ جګړه کې برخه اخلي خو د افغان شيعه ګانو برخه په دغه جګړه مارو کې تر نورو زیاته ده.

هغه زياته کړه چې دغه ټول جګړه مار له افغانستان څخه ایران ته ځي هلته پوځي روزنه ترلاسه کوي او له هغه ځايه د ايران په مالي ملاتړ د ايراني ځواکونو له لوري سوريې ته لېږدول کيږي.

د سوريې د ايتلاف جګړن فارس بايوش هم تاييد کړه چې تر ۲۰ زرو پورې افغان شيعه ګان په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم په ملاتړ جنګيږي چې مالي او تربيوي مرسته يې ايران کوي.

د الجزيره تلويزيوني کانال د راپور له مخې د افغان شيعه ګانو مالي او نظامي ملاتړ له تېرو پنځو کالونو راهیسې ايران کوي چې په دغو جګړه مارو کې يې هر يو تن لوړ او ټيټ مياشتنی معاش لري.

له دغو ډلو څخه نيول شويو کسانو په خپلو اعترافونو کې ويلي چې دوی ته د ایران له لوري د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ډالرو مياشتني معاش ورکول کيږي، خو ځينې نور يې بيا له زندان څخه دخلاصون په شرط سوريې ته د جګړې له پاره لېږل شوي دي.

د ايران د سپاه پاسدارن ډلې ويلي چې تراوسه د ۲۰۱۳ زيږديز کال راهييسې په افغانستان کې ۲۰۰ تنه افغان شيعه ګان چې په سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ جنګېدل، وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د بشار الاسد په ملاتړ د ځېنو لوړپوړو جنګېدونکو افغان شيعه ګانو مړي له سوريې څخه ايران ته لېږدول شوی دي او هلته د دولتي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x