افغانستان

لاريون کوونکي: ګوانتانامو د بشريت پر تندي داغ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): کابل کې لسګونو لاریون کوونکو د امریکا سفارت مخې ته د ګوانتانامو او بګرام زندانونو د تړلو غوښتنه وکړه.

دې لاريون کوونکو چې د امریکا سفارت مخې ته راټول شوي و، له ځان سره داسې شعارونه لېږدول چې د ګوانتانامو زندان يې د بشريت پر تندي داغ ګڼلی و.Laryoun-2

لاريون کوونکو چې څو تنو يې د ګوانتانامو زندانيانو په څېر نارنجي جامې اغوستې وي او لاس تړلي ناست و، پر نړۍ يې غږ کاوه چې ګوانتانامو او بګرام زندانونه دې وتړل شي.

دوی پخپل پرېکړه لیک کې ټينګار وکړ، چې په نړۍ کې د امن لپاره باید د ګوانتانامو او بګرام زندانونه وتړل شي.

ياده دې وي دا لومړی ځل دی چې پلازمېنه کابل کې له نږدې څوارلس کاله وروسته د ګوانتانامو او بګرام زندانونو د تړلو غوښتنه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x