افغانستان

کندهار: د ترافيکې پېښې له امله ۸ تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د کندهارـ هرات په لويه لار د ميوند ولسوالۍ د ميراخور په سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله اته تنه وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې د کندهار د په ميوند ولسوالۍ کې د ترافيکې پېښې له امله اته تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په وژل شويو کې درې ښځې او پنځه نارينه دي او درې تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ميوند ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال سلطان محمد وويل چې دغه مرګ ژوبله وروسته له هغې رامنځته شوه چې يو ۳۰۳ بس له يوه بل د سپرليو موټرسره ټکر شو.

د کندهار د ترافيکي پوليسو مشر سمونوال محمد الله پېښه تائيدوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
په کندهار کې يوې بلې امنيتيې سرچينې ويلي چې په ۳۰۳ بس موټر کې يو شمېر نور مسافر هم سرسري ټپيان دي.

له پېښې وروسته د بس چلوونکي هڅه کوله چې له سيمې څخه وتښتي؛ خو د تورې پوستې په سيمه کې د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي مهم علت د موټرچلوونکو بې احتياطي په ګوته کيږي.

افغانستان کې د جګړو د قربانیانو سربېره د ترافيکي پېښو قربانيان هم هغه څه دي چې په افغانستان کې د وژل شويو خلکو ګراف يې لوړ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x