خبرتیاوی او پیغامونه

«په اسلام کې د ږيرې ارزښت او مقام» کتاب چاپ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): په اسلام کې د ږيرې ارزښت او مقام کتاب چې په اردو ژبه د هندوستان پياوړي ديني عالم مولانا زکريا ليکلی دی، مولوي عبدالواحد احد ي پښتو ته وژباړه او د زرو ټوکو په تېراژ کې د المنصور اسلامي، علمي او فرهنګي ټولنې له لوري چاپ شو.

دغه کتاب چې د ږيرې د اهميت په اړه ليکل شوی دی، په کې  د ږيرې د پرېښودلو اجر او د خريېلو سزا يې د احاديثو په رڼا کې څېړلې ده.
دغه کتاب ټول څلوېښت مخونه لري چې په اعلی کاغذ او ښه بڼه چاپ شوی چې د هېواد په دننه او د پېښور  په  کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي.
د کتاب ژباړن تر دې وړاندې هم څلور نور کوچني کتابونه ترتيب کړي او ژباړلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x