نظــر

په شپږشلې ډالر دې ایمان خرڅ کړلو دوکه شوې !!

دا ترانه مې کلونه وړاندې دنورالله درویش په غږ کې اوریدلې وه ، نورالله درویش دپکتیکا دبرمل یو وزیر شاعر او ترانه ویونکی وو چې اوس شهید شوی دی ، کله چې امریکایان افغانستان ته راغلل نو لومړی یې په مختلفو سیمو کې د کمپاین په نامه پوځي تشکیلات رامنځته کړل ، چې په ځینو جنوب ختیځو ولایاتو کې اوس هم شته ، په پکتیا ، پکتیکا ، خوست او لوګرکې مشهور امریکایي کمپاین دران پاچاخان ځدراڼ ، زکیم خان ، عتیق لودین ، ضیاء لوګری ، عبدالمتین حسین خېل ، عبدالله مجاهد ، خیال باز شیرزوی او ځیني نور وو چې وروسته له استعمال نه دامریکایانو لخوا لومړی ډي ډي آر او ورپسې ډایاک شول ، چې اوس یې تاریخ ته یوازې ویاړمن (!) نومونه او زرین (!)کردارونه پاته دي .

هغه مهال ددامریکا د کمپایني اجیرانو په اړه مشهوره وه چې ۲۰۰ ډالره تنخوا ورکول کیږي ،شهید نورالله درویش په خپله ترانه کې همدې ټکي ته اشاره کړې او ویلي یې وو .

په دوه سوه ډالر دې ایمان خرڅ کړل دوکه شوې
غلام دامریکه شوې ، غلام دامریکه شوې

هغه مهال ما فکر کاوو ، چې دکمپاین عسکر ترټولو بدنصیبه او غولیدلي خلک دي ، ځکه هغه دنیوي او اخروي خطر چې دوی ځان ورکړی وو هیڅکله په دې نه ارزېده ، چې څوک دې یوازې په ۲۰۰ ډالره قبول کړي ، خو خبر نه وو چې داسې خلک به پیدا شي ، چې تر دې په لا ټیټه بیه شپږشلې ۱۲۰ ډالر باندې به له امریکا سره همدا ډول سودا وکړي .

نن مې دامریکا دیوې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هغه راپور ولوست چې دغزني داربکي پاڅون دلومړۍ کلیزې په مناسبت یې نشر کړی وو ، وال سټريت ژورنال یوه له هغو رسنیو وه چې تیرکال په دې موسم کې یې دغزني د پاڅون (؟) په اړه خورا غوړ غوړ راپورونه نشرول ، ددې ورځپاڼې سیمیز خبریال حبیب توتاخېل چې کله هم په کوم کار پسې له کابله نه وو وتلی ، په دې شپو کې یې په اندړو کې اړولي وو ، او دکونسپ له لومړۍ کرښې څخه به یې نیویارک ته ژوندي راپورونه مخابره کول ،وال سټریټ ژورنال هغه مهال دشلګر دچرسیانو پاڅون په افغانستان کې دعربي پسرلي دوام بللی وو ، دې امریکایي ورځپاڼې هم دځینو نورو امریکایي رسنیو او ډالر خورو مطبوعاتیانو او سیاسیونو غوندې په زړه کې ګوړې ماتولې چې کیدای شي دافغانستان هغه یوولس کلنه جګړه چې په یوه نیم لک مرین ځواکونو ونه ګټل شوه ، دشلګر څو کوڅه ډب پوډریان به یې وګټي .

له هغه مهاله یو کال تیریږي ، او اوس مودادی دشلګر د اربکیانو په اړه د وال سټریټ ژورنال یو بل راپور او تحلیلي ارزونه مخې ته پرته ده ،مګر داځل دوال سټریټ اربکی خبریال دخپلو پاڅون خېلو د فتحې او بریا نغارې نه ډنګوي ، بلکې دیأس ، نا امیدی ، ناکامۍ او ذلت خبرې یې په خوله دي .

دوال سټریټ په دې تازه راپور کې راغلي ، چې دامریکایي جنرالانو هغه هیلې په اوبو لاهو شوې چې له خپلو شکیرلو اربکیانو څخه یې درلودې ، دوی وایي امریکایانو هېله درلوده ، چې شلګر به هم دعراق دالانبار ایالت غوندې دمجاهدینو په خلاف د خلکو د پاڅون په یوه نمونه سیمه واړوي ، مګر دیوه کال په تیریدو معلومه شوې ، چې دا چورت بې ځایه وو ، وال سټريت لیکلي هغه کسان چې په شلګر کې یې دطالبانو په خلاف دبغاوت په پیل کې لاس درلود ، ټول یا وژل شوي ، یایې له بغاوت څخه لاس اخیستی ، یا هم له خپلې سیمې تښتیدلي اوپه کابل او نورو ولایاتو کې یې پناه اخیستې ، راپور په دې اړه درحمت الله په نوم داربکیانو دیو مشر مثال ورکړی ، چې ورور ، پلار او تره یې چې اربکیان وو دطالبانو له لورې وژل شوي ، او خپل دی په ټپي حالت کې له ډیر بد انجام سره په کابل کې ژوند کوی .

ورځپاڼې په غزني کې دیوه لویدیځ څارونکي له قوله دشلګرد اربکیانو په اړه ویلي ( زما په نظر داندړو پیښې په دې ولایت او افغانستان کې په حالاتو باندې هیڅ مثبت اغیز نه دی کړی ) یعني په دې اربکیانو باندې دامریکایانو او دکرزي درژیم کوم ښمر نه دی شوی ، ورځپاڼه وایي چې په غزني او اندړو کې طالبان لا هم په قوت کې دي ، چې اوس یې دپخوا په شان پسرلنۍ حملې پیل کړي دي .

وال سټریټ ژورنال ویلي چې طالبانو دشلګر اربکیان سخت ځپلي او ددوی رهبري یې تقریبا په بشپړه توګه له منځه وړې ، ورځپاڼې په دې لړ کې دفیضان الله فیضان مثال ورکړی ، چې دطالبانو دبرید له امله سخت ټپي شوی دی ، فیضان الله د وال سټریټ ژورنال خبریال ته ویلي ، چې د شلګر خوځښت له اوله دحکومت لخوا پیل شوی وو ، خو دوی دخلکو دغولولو لپاره د ولسي پاڅون نوم ورکړی وو .

وال سټريټ ژورنال لیکلي چې دشلګر دپاڅون کیسه اوس ختمه ده ، او له پاڅون خېلو څخه د ۲۰۰ په شمیر محلي پولیس ( ALP ) اربکیان جوړ شوي دي ، دهمدې اربکیانو مشر لطف الله وال سټریټ ته منلې چې دوی دامریکایانو لخوا اکمال کیږي ، او هغوی ورته پیسې او تنخواګانې ورکوي .

سره له دې چې پخوا ویل کیدل چې دشلګر اربکیانو ته حکومت خورا درانه معاشونه مقرر کړي ، خو لطف الله ویلي چې دوی ته دمیاشتې یوازې ۱۲۰ ډالر ورکول کیږي .

ما چې داربکیانو دغه شپږشلې ډالره تنخوا ته فکر وکړ او بیا مې ددوی دمرګ ژوبلې هغه درانه ارقام رالحاظ کړل چې دوال سټریټ په راپور کې ورته اشاره شوې ، نو ناڅاپه د نورالله درویش دغه شعر په اړولي انداز خولې ته راغی چې –

په شپږشلې ډالر دې ایمان خرڅ کړلو دوکه شوې
غلام دامریکه شوې ، غلام دامریکه شوې

رښتیاهم که ژور فکر وکړو ، دشلګر اربکیان چې پخوا یې ځانونه دحزب مجاهدین او بیا ولسي پاڅونیان بلل ، په خپله وروستۍ سودا کې سخت تاواني شول ، په دې دنیا یې یوازې دامریکایي صلیبي اهدافو لپاره ترهیدلی ژوند ، بې جنازې مرګ ، او بې لحده قبر په نصیب شو ، او په هغه دنیا به هم دقرآني فیصلې په اساس دهغو په صف کې راولاړیږي ، چې پیوستون یې ورسره کړی او دهغوی داهدافو لپاره یې وسله پورته کړې ( و من یتولهم منکم فانه منهم )

الله تعالی مو دې له داسې دنیوي او اخروي خسران څخه وساتي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x