نړۍ

امريکا: د واورې او توپان له امله ۸ تنه وژل شوي او بېړنی حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): په امريکا کې د واروې ورېدو او توپان له امله اته تنه وژل شوي دي او په څو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې د امريکا د پلازمېنې واشنګټن په ګډون ددغه هېواد د ختيځې سيمې او د شمالي کرولينا، ټينيسي، ورجينيا، ميري لينډ او د کولمبيا او نيويارک په ګډون په ځينو نورو سيمو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.

ددغه توپان له امله په سلګونو پروازونه هم ځنډول شوي دي او خلک يې په ورځني ژوند کې له ګواښونو سره مخ کړي دي.

په يادو ټولو سيمو کې د بېړنيو مرستو له ادارو پرته نورې ټولې دولتي ادارې او ښوونځي تړل شوي دي او همدا راز د واورو د زیات ورښت له امله سرکونه بند دي او ددغو سيمو بريښنا هم قطع شوې ده.

د امريکا د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې ويل شوي چې دغه توپان به سبا د يکشنبې په ورځ د واشنګټن له ښار څخه تيريږي او ټاکل شوې ده چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ سانتي مترو پورې واوره ووريږي.

تر اوسه په دغو توپانونو کې اته تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي او په شپږو رياستونو کې د يو ناڅاپي پېښو د رامنځته کېدو خبر داری ورکړل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د امريکا په ځینو ښارونو کې ډول ډول توپانونه راغلي دي چې وخت په وخت يې په امريکا کې د خلکو ژوند اخيستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x