افغانانو د ګوانتنامو د بندېدو غوښتنه وکړه – انځورونه/ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د افغان فعالانو په ابتکار د امریکې د سفارت مخته یو لاریون تر سره شو، لاریون کوونکو د امریکا څخه د ګوانتنامو زندان د بندیدو غوښتنه وکړه.

په دغه لاریون کې د ګوانتنامو پخواني زنداني ښاغلي عبدالرحمن هوتک هم ګډون درلود، نوموړي وویل چې درې کاله یې بغیر له کوم جرمه بېله محکمې دامریکایانو په زندان کې تېر کړه.

د لاریون ګډونوالو ټول هغه شکنجې او تعذیبونه وغندل چې په افغانستان کې دننه او دباندي د افغان زندانیانو سره ترسره کیږي.

ځینو ګډونوالو د ګوانتنامو د بندیانو په څیر ژیړ کالي اغوستې وه، د تور بېنر مخته ولاړ وه، چې پر لیکلي وه، د ګوانتنامو زندان وتړئ.

دوی پر اوباما هم ملامتي اچول چې څرنګه یې د خپل دوه ولسمشرۍ په دورو کې د ګوانتنامو زندان ونه تړای شو. د اوباما یو د انتخاباتي شعارونو څخه همداوو چې دی به بدلون راولي او د ګوانتنامو زندان به تړي ځکه چې ددغه زندان له وجي په نړۍ کې د امریکا بدنامي کیږي.

ګوانتنامو د کیوبا په هیواد کې یوه جزیره ده، دغه زندان په کال ۲۰۰۱ کې هغه وخت جوړ شو، کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ.

دهغه وخت وزیر دفاع ډونالډ رمسفیلډ ویل چې په دغه زندان کې به د امریکا د قانون په خلاف بې محکمې بندیان ساتي.

په دغه زندان کې له کال ۲۰۰۱ څخه تر اوسه ۷۷۵ بندیان ساتل شوي، خو د اوباما په دوه دورو کې ډیری زندانیان خپلو هیوادونو ته سپارل شوي او یا هم نورو هیوادونو ته تبعید شوي. د ځینو راپورونو سره سم اوس هم په دغه زندان کې ۱۰۵ بندیان بېله محکمې او بېله ځانګړي سرنوشت څخه پاته دي.

څه موده وړاندي په غربي رسنیو کې داسي راپورونه راغلي وه چې اوباما غواړي زندان بند کړي، خو د امریکا په دفاع وزارت کې داسي کړۍ شته چې هغه ددغه زندان بندول نه غواړي، او غواړي چې په مخکې ځیني داسي اداري ستونزي جوړي کړي، چي له امله یې د زندان بندېدل تر اوسه ځنډیدلي دي.

په دې اړه راپور دلته لوستلای شئ (پنټاګون د ګوانتانامو زنداند تړل نه غواړي)

د لاریون انځورونه:

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): په کابل ښار کې يو شمېر لاريون کوونکيو د ګوانتانامو زندان د تړلو او له اسيرانو سره د بشري کنوانسيونونو له مخې د چلند غوښتنه وکړه.

Posted by Pajhwok Afghan News on Saturday, January 23, 2016

“د ګوانټانامو او بګرام زندانونه باید وتړل شي”“د ګوانټانامو او بګرام زندانونه باید وتړل شي”
=========================
لسګونه کسان چې په کې د مدني ټولنو فعالان، په ګوانټانامو زندان کې د بندیانو د کورنیو یوشمېر غړي او له هغه زندان څخه ځینې راخلاص شوي کسان شامل دي؛ وايي چې امریکا باید ګوانټانامو او د افغانانو لپاره جوړ شوي زندانانو وتړي.
دوی د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته راغونډ شوي وو.
ویډیو: یوسف خان

Posted by Azadi Radio on Saturday, January 23, 2016

د ګوانتنامو زندان وتړئ، لاریوند ګوانتنامو زندان وتړئ،
لاریون

Posted by ShamshadNews on Saturday, January 23, 2016

protest in kabul getmo (1) protest in kabul getmo (2) protest in kabul getmo (3) protest in kabul getmo (4) protest in kabul getmo (5) protest in kabul getmo (6) protest in kabul getmo (7) protest in kabul getmo (8) protest in kabul getmo (9) protest in kabul getmo (10) protest in kabul getmo (11) protest in kabul getmo (12) protest in kabul getmo (13) protest in kabul getmo (14) protest in kabul getmo (15)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د