نظــر

امريکايي پوځي: نه غواړم ژوند وکړم

20130321-tomas-young-600x-1363882475د بې بي سي د راپور په اساس په عراق د امریکايي یرغل له لسمې کلیزې سره هم مهاله، یوه مخکنې امریکايي پوځي، ټامس یانګ چې په عراق کې له دوه پښو خلاص شوی  د نه ژوند کولو یا ځان وژنې پریکړه کړې. ۳۲کلن ټامسن ینگ د امريکا پخواني جمهور رئيس جورج بش او مرستیال ډیگ چيني د خپلو او نورو امريکايي پوځيانو د ټپي کېدو مسئول بولي او په هغوی لعنت وايي. ټامسن د ستمبر د ۱۱مې د پېښې څخه وروسته امريکايي پوځ کې داخل شو.

په پېل کې امريكايي پوځ ټامسن افغانستان ته د ماموریت لپاره ليږلو خو وروسته يې نوموړی د افغانستان په ځای عراق ته ولېږه چې په پنځمه ورځ ددوی په مرکز بريدکې ټامسن له دواړو پښو په کې خلاص شو.

ټامسن چې له عراقه، امريکا ته ستون شو او د معیبوینو په لاس گاډی کې کښیناست نو د عراق او افغانستان د جگړې په خلاف يې لاریونونه پېل کړ. په ټامسن په ۲۰۰۷زيږديز کال کې یو مستند فلم د (   (Body of Warپه نوم جوړ شو.

لیکن اوس د ټامسن حالت خوار زیات خراب شویدی، دده ښځه کلوډیا وايي چې ټامسن سمې خبرې نشي کولای او ډير زر ستړی کيږي.

کلوډیا د تامسن له خولې وايي: د ژوند په هر پړاو کې مې ډيرې هلې ځلې وکړې، نور ژوند نشم کولای، ستړی یم، باید آرام وکړم.

کلوډیا زیاته کړه چې د ټامسن طبیعت له پرسږکال څخه خورا زیات خراب شوی دی، هغه رغتون ته په تگ راتگ خورا ستړی شوی دی، هغه نه غواړي چې نور رغتون ته لاړ شي او علاج وکړي.

ټامسن ته د پایپ له لارې خوراک ورکول کيږي، نوموړی روحي ستړی دی،  بدن يې کمزوری شویدی، په نړۍ ځان یواځې گڼي.

ناکامه جګړه

ټامسن ینگ وايي چې نوموړي پخواني جمهور رئيس جورج بش او مرستیال ډيگ چيني ته ليک لیږلی دی. په لیک کې يې ليکلي چې:

د عراق جگړه له اخلاقي، اقتصادي او دفاع له پلوه ناکامه جگړه وه. او دا جگړه تاسو دواړو پېل کړې. تاسو دواړه به ددې سزا گورئ، زما وخت راغی او ستاسو را روان دی. زما امید دی چې له تاسو به پوښتنه کېږي. خو زه له دې زیات دا وایم چې په تاسو کې دې دومره احساس وکړئ چې له ماسره او زما په څېر نورو امريکايي سرتېرو سره مو څه کړي.

دده ښځه کلوډیا ددې لیک په اړه وايي چې موږ دومره هڅه کوو چې هغه اور چې امريکا بل کړی مړ شي. ددې جگړې حقيقت وپېژني او له جگړی لاس واخلي.

کلوډیا دا هم وویل چې ټامسن له بسترې نشي پاڅېدلی او اوس ډوډۍ له دې امله نخوري چې مړ شي.

کلوډیا وايي چې میړه يې د واده تر کلیزې چې په اول اپریل پوره کيږي د پايپ له لارې د ډوډۍ خوړلو اراده لري، له دې وروسته غواړي ځانته ژوند وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ټامسن په څېر په زرگونو امريکايي عسکر له په دغه شان دماغي مريضیو اخته شوي دي، چې ځينو يې ځانونه ووژل او ځيني د تداوۍ لپاره رغتونو کې داخل شول.

ځيني سرچینی دا هم وايي چې نيږدې ۶۰سلنه امريکایان په افغانستان او عراق کې د روانې جگړې مخالف دي، ولې د هوس او دب دبې په نيلي سور امريکايي مشران د ديموکراسۍ علمبرداران د خپل ملت په خبرو هيڅ سر نه خوږوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x