نظــر

په افغانستان کښی متعصبین کوم لوری ته لاړل ؟!

602739 113336405506969 442544097 n– په افغانستان کی بهرنیو دښمنانو د لاسوهنو ډیر اثرات لیدل شوی دی چی ډیرو دښمنانو ددی خاوری د نابودی او ددی ملت د له منځه وړلو کوششونه په مختلفو ډولونو سره کړی دی، چی ددی ډولونو څخه یو هم د بهرنيو په مرسته د متعصبو ژبپرستانو تقویه کول او هغوی واک ته روسول یی هدف وه او ددوی له تقویی څخه بیرته بهرنی ګټی لاسته راوړل مهم هدف وه، خو ناپوهه متعصبانو چی ژبپالنه یی د مبارزی اصلی مقصد وه د بهرنیو یرغلګرو سره کله په پټه او کله هم ښکاره دوستی(په اصل کی غلامی) کوله چی دغه دوستی یی د خپلو مرامونو په ګټه بلله او د اسلام، خاوری او ناموس سره جفأ ورته کوم ستر اهمیت نه درلود.

 روسانو په افغانستان کی د کارمل د راوستلو لا درمخه د افغانستان په خلکو کی کار شروع کړی وه او ډیر جاهلان یی د خپل ولس، دین او ناموس پر ضد د ځان په ګټه تربیه کړی ول چی دغو ګوندونو یی مختلف نومونه درلودل او هغوی ټول له هر څه مخکی د شوروی ګټو ته وفاداره ول او بیا ورپسی د دوی په ناقص تعبیر خپلی قومی، ژبنی، سمتی او فکری ګټی په نظر کی نیولی، پدی وخت کی حکومت د داؤد خان وه چی هغه هم د کمونستانو د عقیدو څخه متأثره شوی وه او د کمونستانو په فرمایش یی ډیر مؤمن افغانان شهیدان کړل خو بیا هم د روسانو مزدوران پوره راضی نه ول او دغو مزدورو بیدینه ډلو د روسانو په مرسته د داود خان حکومت ړنګ کړ او  واک یی لاسته رواؤړ چی په لکونو مسلمان افغانان یی صرف د اسلام په تور ووژل او مهاجرتونو ته یی اړ کړل، دلته واک کمونستانو ته په لاس ورغلی وه خو د لږ وخت په تیریدلو سره د دوی تر منځ هم داخلی ژب پالنی اختلافات راولاړ شول چی په نتیجه کښی روسان له شوری څخه راروان شول او کارمل یی له هغه ځایه د ځان سره په ټانک کی سپور راروان کړ او دلته یی كمونست حفیظ امین ورته وواژه او کارمل كمونست یی په مصنوعی قدرت کښیناوه، پرچمي کارمل ځکه روسانو د خپلی اوږدمهاله غلامی لپاره انتخاب کړ چی په ده کی د غلامی فطرت ډیر قوی وه د لینن جسد ته به یی سجدی کولی او درود به یی بری ویلو،  ده  نو د ژبپالنی تعصب نور هم قوی کړی وه او سخت مضر انسانان یی د اسلام او افغانستان پر ضد ورزول، خو د دوی پر ضد په ټول افغانستان کی مسلمانو ځوانانو په جهاد لاس پوری کړ او روسانو ته یی افغانستان هسی یوه بی مفهومه مفته خاوره په نظر ورنه کړه بلكه دلته د روسانو  د پلیتو وینو تویدل شروع شول سخت په شدت سره دغه کار په ټول افغانستان کی دوام درلود، چی تقریباً د روسانو هیلی د ناهیلی سره مخ کیدونکی شوی، پدی وخت کښی روسانو د مجاهدینو په صفونو کی د کمونستانو په ضریعه د ژب پالنی او قوم پالنی او سمت پالنی منصوبی راپیدا کړی او ډیر تعداد قومندانان یی په دی مرض اخته کړل چی پدی تعصبي مرض اخته ډلو څخه د جمعیت اسلامی ګوند ډیر ککړ شو او د ربانی په مشری مسعود مطلق نور په روسانو وارونه بند کړل او د قوم پالنی جګړی یی د شوروی ضد مجاهدینو سره شروع کړی، نور نو روسان د واقعی مجاهدینو د لاسه په تنګ شول اوتښتیدل یی په اوسیدلو غوره وګڼل، اګر چی کمونستانو ډیر زیاتی زارۍ ورته وکړی چی مونږ تنها مه په پریږدی خو دا خبره نور روسانو ته له امکانه وتلی خبره وه او د شمال لاره ورته د جمعیت اسلامی ستر قومندان مسعود او  دوستمی کمونستو ملیشو په پوره  امنیت محفوظه او خلاصه کړه او دوی د حیرتان په بندر روغ ورواوښتل .

 دلته نو د کمونستانو حکومت پاته شو چی د روسانو په عام او خاصه مشوره به یی کار کاوه او ډیر کار یی داوه چی د مجاهدینو په صفونو کی خپل ملګری پیدا کړی او هلته نفوذ وكړی او د شوری مقاصد بیا هم ژوندی وساتی او باقی پاته مأموریت یی د مطلقی ناکامی سره مخ نه شی، دوی پدی کار کی تقریباً بریالی هم شول چی دوستم خو وه د دوی مطلق پیدا وار او هغه ته یی هم مجاهد لقب ورکړ او په بعضو نورو گوندونو كي يي هم لږ خپل افراد خپل کړل خو د جمعیت اسلامی ّه گوند کی یی تر ۸۰ ٪ زیات قومندانان د مسعود په ضریعه د ژب پالنی، قوم پالنی او سمت پالنی  ّوچي مبارزی پر نوم ټول راجذب کړل او د واقعی مجاهدینو سره یی په جګړو بوخت کړل، پدی وخت کښی د نجیب کمونستی حکومت هم کامل سقوط وکړ او میدان واقعی مجاهدینو او روسی مجاهدینو(پروتوکولیانو) ته خالی شه چی ډیری وژنی وشوی خو د روسانو پرضد د مخلصو شهیدانو د وینو د ثمر جهاد مثبته پایله ورنه کړه او پنځه کاله سخت غوبل روان وه چی واقعی مجاهدین پدی ونه توانیدل چی ژب پالونکیو قوم، پالونکی ، سمت پالونکی متعصب روسی پروتوکولیان له یوی مخی له ماتی سره مخ کړی او اسلامي شرعي نظام حاکم کړی،. نور نو خلكو حوصيله هم ختمه شوي وه او پدی وخت کی د طالبانو سپیڅلی حرکت رامنځته شه او له یوی مخی یی ټول جنګپالیان لری کړل اود افغانستان په ۹۵٪ زیاته خاوره یی اسلامی شرعی نظام حاکم کړ چی د خلکو سر ، مال او ناموس پکی خوندی شو او یو کاملاً افغانی حاکمیت وه،

 خو بیا هم متعصبو ژب پالونکو، قوم پالونکو، او سمت پالونکو روسي پروتوکولیانو تسلیمی اختیار نه کړه او د اسلام سره یی تعامل ونه کړ د افغانانو حيثيت يي نور هم تر پښو لاندي كاوه او د روسانو، امریکایانو، ایرانیانو، پاکستانیانو، فرانسویانو، هندوانو او حتی له اسرایلو سره اړیکی ساتلی او د اسلامی شرعی نظام پر ضد یی د هغوی مرستی پرله پسی په بیشرمانه توګه ښکاره غوښتلی او هغوی هم له دوی سره د اسلامی نظام پر ضد مرستی کولی خو پدوی کی نور زور ختم وه او د نابودی سره دغه  متعصب کفر پلوی نشنلیان مخامخ شوی ول، چی پدی وخت کښی ملی خاین مسعود فرانسی ته سفر وکړ او هلته یی په ټول کفری جهان غږ وکړ چی په افغانستان کی د اسلام پاله نظام مخه ډپ کړی او هغوی ته یی دا اختار هم ورکړ چی که تاسو دغه د طالبانو خالص اسلامی نظام ړنګ نه کړی نو په امریکا او اروپاکی به هم درته طالبان اسلام پالنه شروع کړی او دا به تاسو ته لوی خطر وی..! .. د نړی ټولو کفارو د ملي خاين مسعود  پدی خبرو فکر وکړ او دا یی ومنله چی باید د طالبانو اسلامی شرعی نظام نور ټول په ګډه او د خپلوتش په نوم افغانی متعصبو نوکرانو په مرسته نسکور کړي  …  

 کله چی لوی متعصب خاین مسعود له فرانسی راستون شو نو د اسلام دوه فدایی زمریانو لخوا ورته پلان طرحه شو او ووژل شو او د الله جل جلاله حظور ته د کړو پلیتو اعمالو د محاسبی لپاره واستول شوچي اوس به ځوابونه ورکوی…

 نو دلته په افغانستان باندی ریښتیا هم څه موده وروسته  امریکایانو سره د ۴۹ نورو کفری مملکتونو یرغل وکړ او د ځمکنی پوځ په حیث یی د شمال کفر پاله ټلوالی څخه د افغانستان اسلامی خاوری د یرغلکل کولو په خاطر پوره کار واخست، افغانستان او افغانان یی د اسلامی شرعی نظام څخه محروم کړل او خالص د یهودو او نصاراؤ حاکمیت او د اجیرانو مأموریت یی راپیل کړ،  ددی یرغل ۱۲ کاله ووتل او کفر پاله متعصبه ټلواله کلکه د ټولو نورو نویو کفر پاله وطن پلورونکو نا افغانانو په ملاتړ سره دوام وکړ او په لکونو بی ګناه مؤمن افغانان شهیدان شول او لا هم دغه وحشت دوام لری، خو متعصبو کفر پالو ته د غلامی په بدل کښی ډير پلیت ډالر او ډيری ځمکی او لوړ منصبونه ورکړل شول او د ممظلومو مسلمانانو له وژنو يي خوندونه واخستل ……

 خو دا کفری استعماری دوره هم دا ځل د الله جل جلاله د کامل نصرت په برکت او د طالبانو مجاهدینو د پیاوړی اداری جوړښت، کلک واحد اتفاق، پوره درایت او د مجاهدینو د کلکلی مخلصی میړانی او ډیرو زیاتو سپیڅلو قربانیو په برکت سره نور مخ په شړیدلو دي او ټول یرغلګر کفار د سر او مال د ډیرو تاوانانو په ورکولو سره نور ستړی او په تیښته کښی دی، او انشاأالله چی بیا به شرعی اسلامی نظام الله جل جلاله پر مونږ ولوروی او مؤمنان به کامیابه شی ، …. خو تور مخی او تاریخی شرم به بی شرمو وطن پلورونکو کفر پلوؤ بیننګانو ته پاته شی او انشأالله چی داځل به له ټولو سره محاسبه هم وشی.. ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x