محمد حسن حقیار: طالبانو پګواش ناسته کې پر سوله ټینګار وکړ – مرکه

په قطر کې د پګواش نړیوال بنسټ په نوښت د افغان سولې په تړاو دوه ورځنۍ ناسته روانه ده. په دغه ناسته کې د طالبانو پر رسمي استازو سربېره له افغانستان او نورې نړۍ افغان سیاسي فعالان او کارپوهان ګډون لري. لیکوال او سیاسي کارپو محمد حسن حقیار هم د غونډې له ګډونوالو څخه دی. نن ټکي اسیا ښاغلي حقیار سره د ناستې له لومړۍ ورځې وروسته د غونډې د بحثونو اړوند مرکه کړې:

نن ټکی اسیا: تاسې هم هلته په قطر کې د پګواش غونډه کې ګډون لرئ. که دا ووایئ چې نن په ناسته کې پر کومو موضوعاتو بحث وشو؟

حقیار: عمومي بحث وشو، پر دې ټینګار وشو چې د افغانستان بحران له سوله ییزې لارې ښه حلېدای شي، پر جګړې باید ټینګار ونه شي. پر دې بحث وشو چې سوله څنګه رامنځ ته کېدای شي، د سولې او تفاهم پر وړاندې اساسي ستونزې کومې دي، څوک مانع ده، خنډونه څنګه له منځه یوسو. په دې ناسته کې ښه ازاد بحث وشو، انتقادونه هم وشول، نیمګړتیاوې په ګوته شوې. پر طالبانو ما دا انتقاد مطرح کړ چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د صحت او معارف برخو ته لازمه پاملرنه نه کېږي. ټولو د سولې پر وړاندې پر نزاکتونو، موانعو او خنډونو خبره وکړه. پر تور لیست بحث وشو، د طالبانو پر سیاسي دفتر خبره وشوه. په ټوله کې همدا موضوعات وو.

نن ټکی اسیا: که څه هم په دې ناسته کې حکومت رسماً ګډون نه لري، پر دې به وروسته بحث وکړو؛ خو طالبانو چې ګډون کړی و او د دوی رسمی استازي وینا وکړه، د طالبانو په دریځ کې سولې ته مایل ټکي تاسې څه ولیدل؟

حقیار: هغه څه چې د ګډونوالو د ډېرې حیرانتیا وړ وه هغه همدا وه چې طالبانو په ډېر صراحت سره پر سوله ټینګار کاوه او موقف یې همدا و چې موږ سوله غواړو، تفاهم غواړو او مذاکرات غواړو، پخوا مو هم غوښتي او اوس یې هم غواړو. دا یې په عمل کې ثابته کړه چې په جګړې باندې ټینګار نه کوو، جګړه پر موږ تپل شوې ده، دا نور دي چې پر جګړې ټینګار کوي، دا نور دي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي، هغوی پر دې هم انتقاد وکړ چې پرون چې ځینې کسان پګواش غونډې ته راروان وو، کابل کې يې مخه نیول شوې ده، اجازه نه ده ورکړل شوې ورته. د افغانستان حکومت قطر ته رسمي خبر ورکړی چې د پګواش غونډه چې په سوله بحث کېږي په مذاکراتو بحث کېږي، په دې بحث کېږي چې د افغانستان بحران څنګه په تفاهم باندې اوار شي، دغسې غونډې ته یې له راتګه ایسار کړي دي. طالبانو وښوده او رسماً يې اعلان کړه چې موږ هېڅ ډول ستونزه نه لرو، هر چا سره خبرو ته اماده یو، که مقابل طرف کې جدیت وي، په دریځ کې يې منطقیت وي، موږ هر چا سره د خبرو لپاره اماده ګي ښکاره کوو. طالبانو پر حاضرینو غږ وکړ چې موږ پر همدې ځای تاسې ته وایو، تاسې شاهدان ګرځوو، له تاسې په دې برخه کې مرسته غواړو، چې زموږ دریځ دنیا ته وښيئ، چې موږ سوله غواړو، تفاهم غواړو، پر جګړه ټینګار نه کوو، دا نور دي چې پر موږ یې جګړه تحمیل کړې ده. که چېرې امریکایان یا د افغانستان حکومت وغواړي موږ سره مذاکره او تفاهم وکړي، موږ په تمامه معنا اماده یو.

نن ټکی اسیا: تر کومه چې معلومه ده په دې غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت لوړپوړیو چارواکیو هم ګډون کړی و. تر کابو یو نیم کال مخکې همدوی په واک کې وو، دوی هم سولې ته میلان نه درلود. اوس د سولې او روغې په تړاو د دوی دریځ څه و؟

حقیار: نن د غونډې عمومي روحیه همدا وه. که څوک د حکومت پخواني وزیران وو، که د مدني ټولنو غړي وو، که منځګړي وو، یا داسې کسان وو چې نه حکومت سره په اړیکه کې وو نه طالبانو سره، ازاد کسان وو، د ټولو نظر همدا و چې سولې باید وشي، تفاهم او مذاکرات باید وشي. حتا د کورنیو چارو پخواني وزیر، محمد عمر داوودزي په دې اړه بښنه هم وغوښته چې دی چې هغه وخت حاکم و سولې او تفاهم ته یې کار نه دی کړی. په دې اړه یې رسمي بښنه وغوښته. داوودزي وویل، د قطر دفتر په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي سیاست ناسم و. نورو هم د طالبانو له دریځ څخه مننه وکړه چې دوی یې راغوښتي او دا زمینه یې برابره کړې، دوی ته یې خپل دریځ روښانه کړ او دا امانت یې د دوی پر اوږو واچاوه چې دا امانت نړۍ ته ورسوي چې طالبان سوله، تفاهم او مذاکرات غواړي. که جنګ پرې تحمیل نه شي، دوی یې نه خوښوي. یعنې د پخوانیو وزیرانو او حتا د حکومت اوسني مامورین، د پارلمان غړي او نور مهم کسان په کې دي او ټولو په سوله ټینګار وکړ او په حکومت او امریکايي ځواکونو یې ټینګار وکړ چې ولې د سولې او تفاهم لپاره زمینه نه برابروي. دوی ژمنه وکړه چې کابل ته له رسېدو سره سم به په حکومت فشار راوړي او حکومت نه به غواړي او د طالبانو دغه پيغام به حکومت او نړۍ ته رسوي چې طالبان سوله او تفاهم غواړي او باید د دوی دغه داعیه په نړیواله سطحه بدرګه شي تر څو نړۍ د دوی له دریځ څخه خبره شي او دا بحران اوار شي.

نن ټکی اسیا: کله چې د ناستې عمومی روحیه سولې ته مایله وه، په تېره د طالبانو چې د جګړې لوری دي او په دغسې غونډه کې د حکومت د استازو نه شتون، څه فکر کوئ چې په افغانستان کې د جګړې د دوام او سولې نه شتون پړه د چا پر غاړه ده؟

حقیار: ګورئ دا خو ښکاره خبره ده چې د افغانستان حکومت له قطر دفتر سره ضد لري. هغوی غواړي چې هر څه د دوی په لاس کې وي، واک او اختیار له دوی سره وي. دوی له طالبانو غواړي چې دوی ته وسله پر ځمکه کښېږدي، د دوی قانون ومني، د دوی حاکمیت ومني، بې له قید او شرطه تسلیم شي ورته. هغوی خبرې نه غواړي، تفاهم نه غواړي، د طالبانو تسلیمي غواړي.

نن ټکی اسیا: کله چې په قطر کې داسې یوه ناسته کېږي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په کې ګډون کوي؛ خو حکومت د سولې هیلې څلور اړخیزو مبهمو ناستو پورې تړي؛ څه فکر کوئ چې حکومت د سولې هیلې ولې د باوري ادرسونو پر ځای ناجوتو هغو پورې تړي؟

حقیار: لومړی خو دا چې څلور اړخیزه ناسته کې د پاکستان د حکومت نقش هم شته او پاکستان نه غواړي چې طالبان دې مستقیماً له نړۍ سره په تماس کې شي، له سیاستوالو او د افغانستان په قضیه کې له مطرحو اړخونو سره په تماس کې شي. پاکستان غواړي چې طالبان دې د دوی په واک کې وي، د طالبانو پر سر دې دوی تصمیم ونیسي، دوی دې چنې ووهي، د پاکستان حکومت د طالبانو پر سر امتیازات ترلاسه کړي. د افغانستان حکومت په دې خاطر له دغسې ناستو سره مخالفت کوي چې په دې کې طالبان د قضیې د یوه مهم اړخ په توګه مطرح کېږي، نړۍ پرې باور کوي، نړۍ پرې حساب کوي، خپل دریځ نړۍ ته روښانه کوي او هغه ابهامونه چې د طالبانو په اړه موجود دي له منځه ځي، د طالبانو له فکر او دریځ څخه نړۍ خبرېږي، مستقیماً دوی ته مراجعه کېږي. د افغانستان حکومت طالبان د یوه قوي طرف په توګه نه مني، د همدې لپاره یې درې کاله وړاندې د قطر دفتر بند کړ او مخالفت یې ورسره وکړ. اوس هم هغوی غواړي چې د طالبانو په نمایندګۍ دې پاکستان سره خبرو ته کېني، امتیازات دې پاکستان ته ورکړي، هغوی په دې فکر کې دي چې طالبان به کمزوري شي، منزوي به شي، تجرید به شي، د دوی پر سر به معامله وشي او د نړۍ په کچه به طالبان له هغه کریدیته بې برخې شي چې حقداره یې دي، په هغې به سترګې پټې شي او یو محدود کسان به له حکومت سره ملګري شي. هغوی تر ډېره په دې فکر کې دي چې پاکستان به طالبان مجبور کړي چې د افغانستان حکومت ته غاړه کښېږدي او هغه کریدیت، امتیاز او حق چې طالبان یې حقداره دي له دې به یې محرومه کړي.

نن ټکی اسیا: د حکومت د دغو هیلو او ارادو په پام کې نیولو سره، فکر کوئ څلور اړخیزه ناسته به وتوانېږي چې افغانستان ته سوله راوړي؟

حقیار: تر اوسه د څلور اړخیزې ناستې نتایج معلوم نه دي. دوی چې دا دوه وارې ناستې کړې دي، مشورتي ناستې وې، اجنډا یې هم مشورتي وه، پر دې بحث شوی چې څنګه له طالبانو سره خبرې وشي، له طالبانو سره د خبرو لپاره اجنډا څنګه جوړه شي. سره له دې په کابل کې چې کومه غونډه ترسره شوه، ډېر امېدونه یې له خاورو سره خاورې کړل. اجراييه رييس کابینې ته په خطاب کې وايي، طالبان د هېڅ امتیاز مستحق نه دي، دوی تروریستان دي، باید ووژل شي او وټکول شي. د بهرنیو چارو وزیر یې په همدې ناسته کې طالبانو ته اخطارونه ورکوي، د سولې، تفاهم او مذاکراتو په غونډه کې اخطارونه ورکول او طالبان تهدیدول، هغوی د یوه جنګي طرف په توګه مطرح کول په دې معنا دي چې دوی واقعاً سوله نه غواړي، دوی تفاهم نه غواړي، دوی د وخت ضایع کېده غواړي. دوی د نورو په اشارو دغسې غونډې کوي. له دې ټولو سره، د چین، امریکا او پاکستان موقفونه د افغانستان له موقف سره تر یوه حده په ټکر کې و. د چینایانو ټینګار بیا هم پر همدې و چې طالبان یو قوت دی، د یوه قوت په توګه باید ورسره برخورد وشي. د امریکایانو ټینګار هم همدا و چې طالبان یو قوت دی او د یوه قوت په توګه باید ورسره برخورد وشي او په اجنډا کې دوی سره خبرې په پام کې ونیول شي. یعنې هغه مشترکه اعلامیه یې چې خپره کړې وه، دوی طالبانو سره په تفاهم باندې ټینګار کړی و؛ د افغانستان د حکومت نمایندګي بیا هم په کې هغو کسانو وکړه چې له طالبانو سره یې جنګ کړی دی. د شمال ټلوالې کسان دي، که هغه اجراییه رييس و که د بهرنیو چارو وزیر و. دواړه هغه کسان دي چې طالبانو سره جنګېدلي. طالبانو یو وخت دوی له افغانستانه کولاب او تاجکستان او نورو ځایونو ته رسولي وو. دوی د امریکایانو په ټانګونه سپارلي راغلي دي، دوی له طالبانو سره د زړې عقدې او تنظیمي خصومت په اساس دغسې څرګندونې کوي. کنه د حکومت داخل کې داسې کسان شته چې هغوی دا درک کړې ده چې له طالبانو سره له مفاهمې پرته د افغانستان بحران نه اوارېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د