نړۍ

شیخ محمد رمضان البوطي

214432شیخ محمد رمضان البوطي کرد نژاده عرب ؤ، ښاغلی بوطي په ۱۹۲۴ م کال کې دسوریې او عراق په سرحدي سیمه کې زیږیدلی دي، او د ۲۰۱۳ مېلادي کال د مارچ په ۲۱ مه نیټه د سوریې په جامع جومات کې له ۱۳ نورو کسانو سره ووژل شو، نوموړي په دمشق او قاهره کې زده کړې کړې وې، او د آکسفورد پوهنتون د عملي مجلس غړی هم ؤ.رمضان البوطي د سوریې د جامع مسجد خطیب ؤ، او د بشارالاسد له سرسختو پلویانو او مبلغینو څخه ګڼل کېده.

ښاغلی بوطي چې د سوریي د علوي نظام سخت ملاتړی او مشهور درباري عالم او مبلغ ؤ، په ډیرو دیني مسائلو کې په تحریف مشهور ؤ، تل به یې له ګمراهۍ نه ډکې فتواوې ورکولې چې دبشارالاسد داوسني نظام په خلاف روان جهاد ناروا ګڼل یې یوه بېلګه ده.

شیخ رمضان البوطي د ظالم علوي نظام له ملاتړۍ نیولې د بشار الاسد پر وړاندې د وسلوال جهاد پر خلاف درېدو پورې یې د سوریې د ظالمو رژیمونو په ګټه د اسلام په نامه فتواوې ورکړې دي.

ددغه لوی درباري عالم په هلاکت د سوریې مسلمان ولس او ټول مجاهدین د زړه له تله خوشحاله دي، ښه به دا وي چې ګرانو لوستونکو ته د د دغه لوی ګمراه د جنایوتونو څو نورې بېلګې هم شریکې کړو:

ـ د بشار الاسد مداح البوطي به ویل چې د سوریې دولت د سنت په اتباع او بنیاد چلند کوي. او بشار په تکرار دا خبره کړی چی سوریه یو سیکولر(لادینی) مملکت دی.

– د سوریې اوسنی پوځ ته د صحابه کرامو مشابهت ورکول. بوطی دا خبره صراحتا کړی چی د سوریا پوځ د صحابه سره ډیر مشهبت لری.

– په ۱۹۹۴ م کې د بشار الاسد مشر زوی باصل الاسد چې جرمني ته روان ؤ هوایي میدان ته تر رسېدو وړاندې په سوریه کې په یوه ترافیکي پیښه کې مړ شو، البوطي به ویل چې باصل الاسد مې په جنت کې د پیغمبرانو او شهداوو تر څنګ له سترګو شو.

– په ۱۹۸۲ م کال په درعا او حیفه کې د سنیانو ۴۰۰ جوماتونه ونړول شول، خو البوطي اعلان وکړ چې سنیان دې سکوت او صبر اختیار کړي.

– د البوطي خطبې به د د بشارالاسد په امر د سوریې ملي تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرولې.

– جبته النصره (د بشالاسد په خلاف په جهاد کې د مخکښه جهادي ډله) ته د تکفیریانو نسبت کول.

– رمضان البوطی د سوریې اوسني مجاهدین باغیان هم نه بلل، دا ځکه چې ده به ویل چې باغیان په اجتهاد کې خطأ شي او دا جنګیالي اجتهاد نه پېژني.

-کله چی علویانو خلق د بشار تصویر ته په سجده کولو مجبور کړه نو د بوطی صاحب نه پوښتنه وشوه چی  د سوریې د ظالم واکمن انځورونو ته د خلکو د سجدې په اړه د فتوا ورکړی. رمضان البوطی صاحب په ځواب کی ورته وویل  چې سجده ورته وکړئ خو نیت مو خالص لله او مستقیم وساتۍ،

– د هلاکت نه وروسته یې ټولو شعیه حتٰي د روسیې تلویزیون او راډیویي چینلونو د شهید نسبت وکړ، چې ګواکي شهید شو. روسیه هم خواشینی وه ځکه د بشار الاسد مداح مړ شو.  د بوطی بچیان په ګران وطن افغانستان کی هم شته چې عملأ د ناټو او امریکا په ظلمونو پردې اچوې،

ليكوال: مؤمن خان مسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x