قطر، د طالبانو سیاسي دفتر ودانۍ

طالبان پګواش ناسته کې: له اسلامي امارت سره دې مخامخ خبرې وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل):د قطر پلازمېنه دوحې په زړه کې د روټانا هوټل د طالبانو د سیاسي استازو او ګڼو افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، لیکوالو او ژورنالیستانو په ګډون د سولې اړوند نړیوالې ناستې کوربه دی. پرون، د جنوري ۲۳مه، د پګواش ناستې لومړنۍ ورځ وه چې د طالبانو په استازيتوب، د سیاسي دفتر رييس، شیر محمد عباس ستانکزي وینا وکړه.

د طالبانو د سیاسي دفتر رييس د «اشغال پای او د اسلامي نظام قیام» د سولې په تړاو د اساسي شرطونو په توګه یاد کړل. ښاغلي ستانکزي وویل: «سوله باید د سیاسي، شخصي او ګوندي موخو د ترلاسه کولو وسیله ونه ګرځول شوي». عباس ستانکزي ګډ حکومت او امریکایان تورن کړل چې د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «اسلامي امارت لپاره رسمي ادرس، تور او د جایزو لیستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس په سر کېدل» د سولې لپاره د لومړنیو ګامونو په توګه یاد کړل. ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ چې «له ځواکمنو تضمینوونکو جهتونو او ټولنو پرته» سوله نه شي راتلی.

شیر محمد عباس ستانکزي وویل: «د اسلامي امارت سیاسي دفتر د یوه باصلاحیته او مسوول جهت په توګه یوازینۍ مرجع ده چې د اسلامي امارت له خوا د خبرو اترو پوره واک او صلاحیت ورته سپارلی شوی».

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر یو ځل بیا وویلي، چې هغه ستونزې چې بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري له امریکایانو سره به مخامخ وڅېړل شي او کومې برخې چې له افغان لوري سره تړاو لري «افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري».

شیر محمد عباس ستانکزي د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن وباله. ښاغلي ستانکزي وویل، د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي او د نړیوالو قوانینو له هغو برخو سره مخالفت نه لري چې له «اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو» سره په ټکر کې نه وي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر له بهرنیو ځواکونو غوښتنه وکړه چې له هېواده ووځي «افغان ولس ته د خپل برخلیک ټاکلو فرصت ورکړل شي». ښاغلي ستانکزي د ستونزو د اواري په موخه غوښتنه وکړه چې له دوی سره مخامخ خبرې وشي. طالبان داسې مهال له دوی سره د مخامخ خبرو غوښتنه کوي چې ګډ حکومت د پاکستان له لارې د سولې د څلور اړخیزو ناستو برخه دی.

د پګواش نړیواله ناسته پرون پیل شوه چې نن به هم روانه وي. د غونډې د ځینو ګډونوالو په وینا، ښايي غونډه له دوو ورځو واوړي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

من یکی از افغانهای می باشم که مخالف مذاکرات صلح با غلام بچه های صلیبی هستم من خواهان عدالت ثبات و استقلال دوباره افغانستان می باشم ! و یگانه راه نجات برای ملت ما جهاد است بس ! جهاد : که یکی از احکام شرعی است که الله سبحانه و تعالی انجام آن را بالای امت اسلامی فرض ساخته است. که هدف از میان بردن قوت و سلطه ی کفر می باشد. بناءً برای از میان بردن قوت و سلطه کفر، جهاد صورت می گیرد وقتیکه کفار بر سرزمین مسلمانان حمله کند بر همه مسلمانان همان سرزمین جهاد فرض عین… نور لوستل »

نعمان
میلمه
نعمان

تو کی هستی بسیار بی عقل و تاریخ مسلمین را نخوانده اید این راه که شما روان هستی به ترکستان یعنی جهنم هست. فکرتان باشد

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

عبدالقدیر مهمند همین خوب نظر داری صد افرین برتو

منیر
میلمه
منیر

محمدعبدالله فه نورومسائلوکی خوبه دی له شرعی مسائلوکاراخستل اواوس دی فه دیرجاهیلانه دوول دبل چا له یوه نظره سره دیرفه اسانی موافقت وکر افسوس زلیله

MOHAMMED LAIG ZAHEER BARAKZAI
میلمه
MOHAMMED LAIG ZAHEER BARAKZAI

ماه چی کوم متن مطالعه کی ده اماراتو لخواه چی اعلان شوی وه ..
که چیری افغانان عمل پری وکڑی دتل لپاره دجنگ دفای ٹکی دی.مننه

MOHAMMED LAIG ZAHEER BARAKZAI
میلمه
MOHAMMED LAIG ZAHEER BARAKZAI

باید افغان حکومت ده اسلامی امارات دغه خبری عملی کی .
زکه چی امارات کومی خبری کڑی همداسی شوی دی او هم روان دی زکه دا زمونگ بیچاره ولس پکی سرگردانه دی.
الله ج یو اسلامی حکومت راولی چی ٹول افغانان پکی راغونڈ شی ……امین ثمه امین