نظــر

ګز راوړه چی در ګز یی کړم

حاجي غلام محمد معصومي

ګرانو لوستونکو دا یو تریخ حقیقت دی چی د دی نظام ټولي کړنی د خلګو لپاره ډیری پوښنتی پیدا کوی، چی هر خبره د ځان سره ډیر سوالونه لری، که د کندوز ولایت خبره راواخلو چی د طالبانو لاس ته ور غلی او هلته په میلونونو ډالر تاوانونه هم خلګو او هم حکومت ته ورسیدل، نو ننګرهار او داعش به مو هیر سی که د ننګرهار او عامو خلګو چی تر ۱۰۰۰ کسیزه ډله د ظاهر قدیر تر مشری لاندی جوړیږی بیا مو دهلمند سنګین اومرجه میانشین او ګرشک به مو هیر سی چی هره ورځ ۱۰۰ کسان پکښی وژل کیږی.

اوس چی د پارلمان او مشرانو جرګی خبری روانی دی او دوه ځله یی وخت ورته تمدید کړی دی لا انتصابی وکیلانو مشرانو جرګې ته نه دی معرفی سوی د انتخاباتو پر کمیسون ډیری نیوکی لا روانی دی.

د بلی خوا دانتخاباتو کمیسون ریس نورستانی وایی چی د ۱۳۹۵ کال د میزان ۲۲ نیته یی دولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره اعلان کړل خو په دولت کی یوه بله برخه چی اوس یی نوم د ملی وحدت حکومت دی اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله بیا وایی چی اول دی د انتخاباتو په کمیسون کی بدلون راسی او ورسته دی نوی کمیسون مشران تر ټاکلو وروسته دی د نوی انتخاباتو لپاره نیټه وټاکی.

هلته دولت د انتخاباتو خبره کوی دلته بیا عبدالله عبدالله د نوی غړی دکمیسیون د اعلان خبره کوی اوس ولس حیران دی چی دا بی کاری دا بی امنیتی دا بی باوری او دلته بیا د انتخاباتو خبری سړی که ډیر فکر وکړی دلته په افغانستان کی موږ په هره برخه کی ډیر کمی لرو خو د انتخاباتو ریس نورستانی بیا وایی چی موږ به یولک نفر استادان د مکتبو او دولتی مامورینو څخه د انتخاباتو په روځو کی کار واخلو.

په دا دسی حال کی چی دلته په کندهار کی ۱۵۰ باب مکتونه تړل سوی، د هلمند، روزکان او زابل خبری به بیخی نه کوو، نو تاسی فکر وکړی چی د کابل په زړه کی د احمدشاه بابا مېنه د نا معلومو کسانو له خوا سوځول کیږی او ساتونکی یی وژل کیږي نو په نورستان کنړ بدخشان پکتیا خوست او فاریان کی به څه تیریږی؟
په هیواد کي د ملي خاینانو د مختورۍ په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x