نظــر

سوړ او کم مصرفه جنګ به دوام ولري

66995 416808185077334 1966230011 nپه ګران افغانستان کې له یوولسو کلونو جنګ او په وحشیانه ډول وینې تویولو وروسته اشغالګر دې حقیقت ته ورسېدل چې د دې هېواد پاکه خاروره د دوي د عزت او سرمایې غله تر خپل ښکېلاک لاندې نه شې راوستلي. 
افغان مجاهدینو په ملا ماتوونکو ګزارونو، او بې شمېره شهیدانو په ورکولو د خراسان په غرونو، درو او دښتو کې بې همته اشغالګر دښمن ته دا وښوده چې نشې کولی په دې مجاهد پاله ځمکه خپل اشغال ته دوام ورکړې

، او په هغه هېواد کې چې په وار وار یې د امپراطوریو ماتولو درس نورو ملتونو ته ورکړی؛ پاتې شې، څو په دې ډول د اسلام ضد جنګ ته ادامه ورکړې او د مسلمانانو پانګې چور کړې.
د وارسا تړون چې د هند بحر ته د افغانستان له لارې رسېدل یې لوی آرمان ؤ، افغان مجاهدینو په نظامی او سیاسي ډګرونو کې له پښو وغورځاوه، او دا دی ناټو تړون چې د افغانستان په معدنونو یې ولکه اچول لویه آرزو ده د وارسا د تړون په سرنوشت اخته کړی دي، ددې خبیث او وینه څښونکي تړون لړزې په اروپا کې له ورایه تر سترګو کېږي، د اروپایي غړو او د امریکا د دولت ترمنځ لوی درځ به یې انشاالله ډېر ژر د سر په سترګو ووینو. 
دا ددې تړون د راتلونکي په اړه یوازې زمونږ نظر نه دي، بلکه د دغه تړون د بهرنیو اړیکو د رئیس وړاندوینه ده چې د تېر کال د مئ په ۲۸ مه نېټه یې په لندن کې وکړه. د ناټو د تړون د بهرنیو اړیکو رئیس په خپلو خبرو کې په ډاګه وویل چې مونږ د افغانستان په جنګ کې ناکام یو، او نشو کولی په دې جنګ کې ګټونکي شو، ناټو باید یوازې د اروپا د لویې وچې په محدوده کې پلان ګزاري وکړي او باید د اروپایي هېوادونو له کړۍ بهر قدم کېنږدي.
ددې سره سره چې څه موده وړاندې د مسلمانانو په وړاندې د دغه تړون غړو د امریکا په شېکاګو کې غونډه وکړه، او داسې یې وښوده چې ګنې ددې تړون آته ویشت اصلي غړي او نور دعاګویان چې ټول تر شپېتو هېوادونو رسېږي په یوه غږ او ډلییز تفاهم سره د افغانستان د جنګ په اړه توافق وکړ چې په ګډه به د ۲۰۱۴ م کال تر پایه ادامه ورکوو او د ۲۰۱۵ م کال له پیل نه تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دغې شیطاني حلقې نوې دنده پیلېږي چې هغه به د افغانستان د راتلونکو دولتونو سره مرسته وي.
ددې لپاره چې وکولی شي د افغانستان د راتلونکو لاسپوڅو دولتونو سره نظامي، اقتصادي او مشورتي مرستې وکړي، یو شمېر ځوکونه چې د پنځو نه تر پنځه ویشت زرو پورې اټکل شوي دي په افغانستان کې پرېږدي، چې مجاهدین ونشي کولی د دغه تړون لاسپوڅی حکومت نسکور کړي.
یوازې دا په ډاګه شوه چې د بهرنیو ټول جنګیالي ځواکونه به د ۲۰۱۴ م کال تر پایه پورې پرته د افغانستان د روانو حالاتو په نظر کې نیولو له دې هېواده وځي، خو په افغانستان کې د ناټو د اشغالګرو ځواکونو قوماندان جان آلن وویل ناټو له افغانستانه نه وځي او د خپلو مسلح مخالیفینو په وړاندې جنګ ته به ادامه ورکړي.
د شیکاګو په غونډه کې د اوباما څرګندونو او د ښاغلي آلن خبرو جوت توپیر درلود، معلومېږي چې د سپینې ماڼۍ او د امریکا د دفاع وزارت ترمنځ له افغانستانه د ټولو عسکرو په اېستلو کې اختلاف موجود دي.
د دې سره سره چې د شیکاګو غونډې ګډون کوونکو یو جهت او یو موقف له ځانه وښوده، او ځانونه یې د افغانستان د جګړې ګټونکي وبلل، مګر حقیقت ددې برعکس دي، لکه څنګه چې قران عظیم الشان په دې ګواه دي، چې که څه هم یهود او نصارا په ښکاره متعهد معلومېږي خو زړونه یې یو بل ته له کینې او کرکې ډک دي. نه دوي واحد موقف لري، او نه هم له افغانانو سره په جګړه کې بریالي دي، بلکه هم یې په افغانستان کې کلکه ماتې خوړلې، او هم په نوره اسلامي نړۍ ورځ تر بلې په شا روان دي. او مالي ستونزې، کمزورې جنګي روحیه، د نظامي بودیجې کمښت، او بې هدفه لښکر کشیو یې لاره ترې ورکه کړې، او دومره یې حواس ورمغشوش کړي چې نشي کولی حتي د خپلو هېوادنو د ادارو سالمولو ته فکر وکړي.
لیدل کیږي چې د اروپا د پرمختګ زړه، د افلاطون، ارسطو او سقراط هېواد (یونان) په داسې ناوړه اقتصادي او اجتماعي انارشۍ کې را ګیر شوی چې حتي لدې حالته د راوتو هېڅ لاره نه لیدل کېږي، او د دې هېواد بدې اقتصادي پایلې د یورو د ټولې پولي ټولنې موجودیت ګواښي.
د فرانسې خلکو یو جنګي جنایتکار (سرکوزیي) د ټاکنو په ذریعه د یوې بیکاره ټوټې په ډول لري وغورځاوه، هسپانیا او د هغه لوی بانک (بانکي) له مفلیسۍ سره مخ شوی، او له دولت نه یې غوښتي چې څلورویشت میلیارده ډالره ورکړي او ورته ويې بښي، څو دا بانک وکولی شي خپلو بانکي فعالیتونه پرمخ یوسي که نه نو د هسپانیا اقتصاد هم د یونان په څېر له زوال سره مخ دي.
د اېټالیا لمړی وزیر د بداخلاقۍ او د خپل مقام له دولتي امکاناتو نه د ناوړه ګټې اخیستنې په نتیجه کې د صدارتي مقام څخه لرې شو، او نوی حکومت منځته راغئ، او په انګلستان کې وینو چې د افغانستان د جګړې له وجې چې اقتصاد یې کلکه ضربه خوړلې د سکاټلېنډ هېواد له انګلستان څخه بېلېږي، او سیاسي آزادي او خپلواک هېواد یې د سکاټلېنډ په نامه اعلانوي، خو انګلیسان بغیر له کومه ځواکمن مخالفته چې په وس یې نه دي پوره موافقه کوي، او د یو لیدونکي په ډول د خپل هېواد د تجزیې سیل کوي. مطمئن یو چې په دې جګړه کې ښکېل نور هېوادونه به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
خو په دې مهم وخت کې لازمه ده چې د افغانستان غیرتي ولس په ځانګړي ډول د حق د سنګرونو مجاهدین په هوښیارۍ او ځیرکتیا سره خپل موقف او حرکت ولري، څو د فرېبکار او زخمي دښمن په دامونو کې و نه لوېږي. دا خبره انشاالله په بشپړ ډول حقیقت لري چې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړلې، خو باید په دې پوه وو چې ددغو شیطاني ځواکونو ماتې د جنګ د ختمېدو په معنا نه ده. د دوي په جنګي او اقتصادي صفونو کې بې نظمي او په زړونو کې یې وېره د شکست نښې دي، مګر دا د جګړې د پای ضمانت نه ورکوي.
تر هغه چې د افغانانو د دین او عزت دښمنان محوه، یا تسلیم نشي او یا د جنګ له میدان څخه و نه تښتي، باید له پامه ونه غورځول شي. د اسلام په تاریخ کې د احد غزوې تجربه مسلمانانو ته په ښه ډول ددې درس ورکوي چې سنګر باید تر بشپړې کامیابۍ وړاندې پرېنږدو.
له دې سره سره چې دښمن سخته ماتې خوړلې، خو بیا هم غواړي د امکان تر حده او یو خاص وخت پورې د مجاهدینو د کامیابۍ مخه ونیسي. دښمن غواړي سړې او که مصرفه جګړې ته تر اوږدې مودې ادامه ورکړي.
نه غواړي چې د حق د لارې مجاهدین په کمه موده کې د دوي لاسپوڅې اداره د نظامي قوت په ذریعه راوپرځوي، او د الله تعالي شریعت چې د افغانستان د شریفو خلکو یوازینۍ او همیشنۍ غوښتنه ده په کې پلی کړي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په ډاګه وایي چې دوی په افغانستان کې پاتې کیږي، څو پرینږدي چې د دوی مسلح مخالفین قدرت ته ورسېږي. دوی د یو پیاوړي او منل شوي اسلامي نظام له قاېمېدو څخه چې د مسلمانانو د سیاسي، اقتصادي او فکري ازادۍ او آرامۍ ضامن دی سخته وېره لري.
د اسلام د دښمنانو ظاهري منصوبه دا ده چې یو شمېر جنګي پوځویان کوم چې اوس مهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د افغان مېړنیو مجاهدینو تر محاصرې لاندې دي، په یو نه یو ډول د یو موقتي اوربند په مرسته د جګړې له ډګره وباسي، او یو شمېر نور پوځونه چې د لوړو سیمنټي دېوالونو تر شا او د افغان ګوډاګیو مسلح ځواکونو د کمربندنو په منځ کې په داسې ډول ځای پر ځای کړي چې یوازې د افغان اجیرو ځواکونو له منځه وړلو وروسته به دوی ته لاسرسی امکان ولري. 
هغه اشغالګر پوځیان چې په افغانستان کې به ښایي پاتې شي یوازي هوایي او کماندویي ځواکونه به وي، څو وکولی شي د خپلو جاسوسي فعالیتونو پر مټ په شپنیو نظامي عملیاتو کې او د جګړو لمړۍ کرښې د افغان لاسپوڅی رژیم په ګټه بمبارد کړي، لکه پر افغانستان د یرغل په دوران کې یې په ۲۰۰۱ م کال کې یې د نظار شورا او دوستم په ګټه بمبارد کړل، ترڅو یو ځل بیا د خپلو اجیرو او لاسپوڅو مسلح ځواکونو په ګټه خپله پخوانۍ تجربه تکرار کړي، همدارنګه د خپلو لاسپوڅو د مخ په ډېرېدونکو تلفاتو کې کمښت راولي، او د کابل او لویو ولایتونو د سقوط مخه هم پرې ونیسي.
افغان اجیر او لاسپوڅي پوځ ته روزنه ورکول یوه درواجنه او پوچه ادعا ده. د افسوس وړ ده چې څوک په دا ډول بې ګټې ادعاوو باندې اعتبار کوي او زړه پرې تړي، او یا دا چې په دې ډول به زمونږ په هېواد کې د ګاونډیو د لاسوهنو مخنیوی وشي.
دا خبره په دې دلیل د منلو نه ده چې د افغانستان ګاندډیان هېڅکله هم خپل نظامي ځواکونه په افغانستان باندې نه را مخکې کوي، بلکه دوی لاسوهنې د خپلو افرادو او هغو ډلو له لارې کوي چې په هېواد کې دننه دي، نه دا چې له توپ او ټانګ سره د افغانستان په پولو راواړي، چې په داسې وخت کې بیا هېڅ بهرنی اشغالګر ځواک که شرقي وي یا غربي له افغانانو سره مرسته نشي کولی، بلکه د دې ستونزې حل یوازې او یوازې په افغان ولس باندې پر اعتماد، ښې حکومت دارۍ، ملي حاکمیت او د هېواد د پولو په کلکې څارنې سره امکان لري او بس.
مونږ باوري یو چې دا هېوادونه به له ۲۰۲۴ م کال وروسته هم له افغانستان سره ګاونډي وي، نو ددې لپاره چې دوی زمونږ په هېواد کې دایمي لاسوهنې ونه کړي بهرني اشغالګر ځواکونه به تر ابده دلته وي، او دا ستراتېژیک تړونونه به هر لس کاله وروسته تمدیدېږي؟! 
په داسې حال کې چې د پنځوسو اشغالګرو هېوادونو ځواکونو چې په ټولو پرمختللو وسلو سنبال دي، د هر ډول جدي او لازمي روزنې چې خپلو افغان اجیر پوځ ته یې د پرمختللو تاکتیکونو او وسلو په واسطه ورکړه و یې نه شوای کولی افغان مؤمنو مجاهدینو ته ماتې ورکړي، څنګه به وکولی شي چې د اشغالګرو مسلح غلامان به په دغو محدودو مرسته شوو وسائیلو او ناکامو آزمیل شوو تاکتیکونو افغان ازادي غوښتونکي مجاهدین په شا وتمبوي، او د کابل او نورو ولایاتو ادارې به له سقوط څخه وژغوري؟ دا ادعا د کوم نظامي او علمي منطق په اصل ولاړه ده؟!
نو واضح ده چې هدف یې دا نه دي چې مجاهدین به د محدودو اشغالګرو صلیبي ځواکونو او د دوي د اجیرانو تر لاس لاندې راشي، بلکه هدف دا دي لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه په لمړي قدم کې سوړ او کم مصرفه جنګ به تر ۲۰۱۷ م کال پورې اوږدوي، ترڅو پرېنږدي چې کابل او نور لوی ښارونه سقوط وکړي، که د ولایتنونو د مرکزونو لرې پرتې سیمې د مجاهدینو لاس ته ورتلې، د سولې د درواغجنې ادعا په واسطه به مجاهدین تېرباسي، د دوي په ځواکمنو صفونو کې به ګډوډي رامنځته کوي، او قدرمن مشران به یې د دولت په لومو کې راګیروي، نو په دغه وخت کې به ښایي په افغانستان کې د صلیبي لښکرو د پاتې کېدو خوب په حقیت د بدلېدو امکان ولري. 
خو که دغو شومو هدفونو ته و نه رسېدل، د هغه وخت لپاره یې بله حیله په کار اچولې ده چې د خپلو شپنیو نظامي الوتکو په وسیله له ۲۰۱۷ م کال وروسته له دې هېواده خپلې پښې سپکې کړي، خو ددې منصوبې د تطبیق او کامیابېدو لپاره په لمړي قدم کې ورته اړینه ده چې له یوه اړخه خپل بې ځایه مالي لګښتونه چې ملاوې یې ورماتې کړې راکم کړي، او له بل اړخه د خپلو مخ په ډېرېدونکو مړو او ټپیانو شمېره راکمه کړي، ترڅو د جنګ په وړاندې د خپلو ولسونو د مخ په زیاتېدونکی مخالفت لړۍ بنده او په واک کې راولي. امریکا په یوازې سر په افغانستان کې هر کال یو سل او شل میلیارده ډالر جنګي مصارف لري، همدارنګه اروپائیان او نور صلیبي ملګري یې هم توانېدلي وي چې په خپلو ناچیزه مرستو خپل ځانونه له دغې بد او رسوا کېدونکي حالته وژغوري.
جرمني او آسترالیا د شیکاګو له غونډې دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې جرمني ۱۹۰ میلیونه او آسترالیا ۱۰۰ میلیون ډالره له افغانستان سره کلنۍ مرسته کوي، له دې دا جوتېږي چې جرمني نه غوښتل خپل اصلي حاکم (د امریکا دولت) او د آسترالیا اصلي حاکم (انګلیستان) د شېکاګو او یا د جاپان د توکیو په غونډو کې له دوی وغواړي چې له دې مقدار مرستو زیاتې ورکړي. د کابل د ادارې له رئیس سره د بېلو اوږد مهاله تړونونو په امضا کولو او د مرستو په اعلانولو سره یې د امریکا او انګلیس خولې وربندې کړې، او ورتر غوږه یې کړه چې که ساړه او کم مصرفه جنګ ته ادامه ورکوئ مونږه یې قبلوو او خپله برخې ته ژمن یو. 
په همدې ډول صلیبي اشغالګر غواړي په لمړي قدم کې خپلې مالي منابع ځواکمنې کړي، دا په داسې حال کې چې سړه او کم مصرفه جګړه به دوام لري، او په دوهم قدم کې به په دې کار سره افغان په افغان وژني، په همدې ترتیب پیاوړی او لوی اسلامي سنګر یعنې ګران افغانستان او مسلمان ولس به یې په کورنیو جګړو کې مصروف وساتي، تر څو نړیوالو ته وښیي چې که زمونږ نظامي قوتونه له افغانستانه ووځي، مجاهدین د کابل او ولایتونو ادارې راپرځوي، داخلي جګړې پیلېږي، د افغانستان ګاونډيان خپلې مستقیمې لاسوهنې شروع کوي، بلاخره افغانستان په یوې جنګي اډې بدلېږي، چې د داسې حالت پایلې د اشغالګرو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دي، په همدې ترتیب د ساړه او کم مصرفه جنګ دایمي موجودیت او د دوي پاتې کېدل په افغانستان کې دنیاوالو ته یوه قانوني اړتیا معرفي کوي، مجاهدین جنګ غوښتونکي، قدرت طلبه او د سیاسي قدرت تږي ورپېژني. له بله اړخه داسې یو حالت کولی شي د هغو مجاهدینو په عزم او اراده کې کمزوري راولي کوم چې د هېواد په ښارونو، سرکونو، کوڅو، او دښتو کې صلیبي پوځیان و نه ویني، او نور ددې علاقمند نه وي چې د افغانانو په وړاندې جګړې ته ادامه ورکړي. چې ددې ډول حالت بدې پایلې مو د نجیب د حکومت له راپرځېدو وروسته په سترګو ولیدې. یوه لویه برخه د مجاهدینو له صوفونو پرته له دې چې د جبل السراج د تړون توطیې ته توجه وکړي، سنګرونه یې پرېښودل او تر آخرین کمونستي عسکر او د مجاهدینو په څېرو کې د هغوی د پټو ملګرو تر ختمېدو و نه جنګېدل، چې په نتیجه کې جګړه د لسو نورو کلونو لپاره هم اوږده شوه، چې د کابل د ړنګېدو او د واقعي مجاهدینو د بدنامۍ باعث شوه او بالاخره هېواد په صلیبي ښکېلاک کې راګیر شو.
مجاهدین باید هېر نه کړي چې اوس هم شرق او غرب لاسونه سره ورکړي، او د یو واقعي اسلامي دولت د جوړېدو د مخنیوي لپاره یې صفونه برابر کړي. همدا اوس هم په سلو کې پنځه اویا (۷۵٪) ټول جنګي امکانات د مرمیو، بمونو، راکټونو، خوراکي او سون موادو، کالي او نور تجهیزات له هغو خاورو کېږي چې د روسانو تر نفوذ لاندې دي او د افغانستان له لوېدیځ لوري هېواد ته را انتقالېږي. شرق او غرب او د دوي سیمییزو منافقو ملګرو بیا هم لاسونه سره ورکړي او یو ځل بیا د افغانستان د غم ځپلي ملت او صادقو مجاهدینو په وړاندې یې خپل تاریخي خیانت ته ملاوې تړلې. 
ددې لپاره چې زمونږ ملت او مجاهدین وکولی شي له یوه اړخه پرېنیږدي چې د دښمنانو دغه شومې توطئې عملي شي او له بله اړخه د سړې او کم مصرفه جګړې مانع شي؛ باید په دې حساسو او سرنوشت ټاکونکو شېبو کې لاسونه سره ورکړو، د دغو ټولو شومو توطئو، تېر اېستونکو او درواغجنو تړونونو چې د کابل اداره او حامیان یې د خپلې بقا او د خپلو ګډو نقشو د تطبیق لپاره ترسره کوي، د ورورۍ او همکارۍ تعهد وکړو چې د اشغالګرو د دغې لاسپوڅې ادارې د پرځېدو او د افغانستان له پاکې خاورې نه د بهرنیو صلیبي لښکرو د اېستلو په خاطر تر آخرې سلګۍ خپل دغه مقدس تعهد ته وفاداره واوسو، ترڅو له یوه طرفه دښمن ونشي کولی له افغانانو یو د بل په ضد استفاده وکړي، په جهادي صفونو کې نفوذ ولري او ژبني، سیمییزو او سلیقوي جنګونو ته لمن و وهي، او له بله اړخه مو نورو افغان وروڼو ته اطمنان ورکړی وي چې د مجاهدینو د ورورۍ واحده غېږه ستاسو په مخ خلاصه ده، مجاهدین په یوه غږ له خپل ملت څخه غواړي چې له مونږ سره همکار شئ، او د دښمن له صحنې وتو څخه وروسته د هر ډول توطئې خنثٰي کولو کوښښ وکړئ، کوم چې د سړې او کم مصرفه جګړې په مټ دښمن په افغانستان کې نور هم پاتې کېدل غواړي، د پای ټکی کېږدئ، او د الٰهي عدل حکومت د افغان مجاهد ولس په خوښه د خپلو نیکونو په ټاټوبي کې حاکم کړئ.
اوس د نوښت وخت دي نه له خپلو نه د غچ اخیستلو او بدګمانیو، د یووالي وخت دي نه د بېلوالي، د ولس دوستۍ وخت دي نه د چوکۍ دوستۍ، داسې وخت دي چې هغه څوک وزغمو کوم چې زمونږ سره په سلیقه کې توپیر لري مګر مسلمان وي او ذاتي وطن دوستۍ یې دا جرئت او قوت ورکړي وي چې د اشغالګرو په وړاندې یې وسلې ته لاس کړی وي او د مېړانې په ګرمو سنګرونو کې جنګیږي، نن وخت د ځان تېرېدنې او قناعت دي نه په نورو د خپلې خوښې او ځان منلو، بلکه دا ورځې د دین، اېمان، وطن، ملت او ټولنې د خدمت دي، فرق نه کوي چې قیمت به یې یواځې د یو مؤمن انسان وجود وي، یا یې مقام او موقف او یا یې پیسې او سرمایه، د کبر او غرور وختونه تېر شوي، که ګوندونه دي د کوم چا یا کوم تنظیم شخصي مال نه دی، که وطن دي د ټول ملت ګډه شتمني ده، که جنګي غنیمت موجود دي د ټولو مجاهدینو او مهاجرینو او د هغو دي چې په دین کې یې یو له بل سره مرستې کړې، او واقعأ هغوی د مسلمانانو له ډلې دي. که همداسې روحیه د جهاد په رهبرۍ او د مجاهدینو په صفونو کې منځته راشي؛ مطمئین اوسئ چې نه سوړ او کم مصرفه جنګ کولی شي په افغانستان کې کامیاب شي، او نه هم د اوس په څېر د ظالمو اشغالګرو او د دوی د ظالمو لاس پوڅو جبهې.
پای

 

لیکوال: محمد داود عابدي
ژباړن: عباد الله نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x