د اسلام او نصرانيت د جګړې لنډه تاريخچه

ژباړن: عبدالمالک همت –

د اسلام او نصرانيت جګړه د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مهاله را پيل سوې ده او ترنن مهاله نه ده درېدلې. دا د بشر په تاريخ کي تر ټولو اوږده جګړه ده. دا جګړه لومړى عېسويانو پر مسلمانانو باندي په تېري او مرګ ژوبله پيل کړې ده. د دې جګړې په ټولو پړاوونو کي اسلام کوښښ کړى دى چي له تېرېدني او عفوي څخه کار واخلي، خو د عېسويانو د شرارت له امله يې څه ګته نه ده کړې. د عېسويت متعصب مشران تل د جګړې د اورونو بلېدو او د موحدو او بې ګناه مسلمانانو د وينو تويېدو ته لېوال دى او ټينګار پر کوي. بلکي دوى دا کار په خپله باطله، منحرفه او لارورکې عقيده ثواب ګڼـي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلام ته د بلني په هکله خپل استازي د نړۍ واکمنو ته واستول. کوم استازى چي د شام غساني عېسوي واکمن ته لېږل سوى وو،  د شرحبيل بن عمرو غساني لخوا ووژل سو.

له دې امله رسول صلی الله علیه وسلم د دغه جنايت کار واکمن د تاديب لپاره پوځ ورواستاوه. په دې توګه د مسلمانانو او نصاراوو لومړۍ جګړه د اردن مؤته نومي ځاى ته نژدې ونښته. تر دې جګړې وروسته نصاراوو د مسلمانانو پر ټاټوبي باندي د جګړې د تپلو په موخه پوځي تياري ونيول. ځکه نو رسول صلی الله علیه وسلم اړسو چي پخپله د پوځ په ملګرتيا د دوى مخنيوي ته ورودانګي. رسول صلی الله علیه وسلم او ورسره پوځ يې تبوک ته ورسېدى، خو نصاراوو يې له مقابلې څخه تېښته وکړه. بيا رسول صلی الله علیه وسلم د دوى د تاديب لپاره د اسامه بن زيد رضي الله تعالى عنهما په قومانداني پوځ ورولېږى. دغه پوځ د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د واکمنۍ په وخت کي د خپلي دندي تر سره کېدو وروسته راستون سو. ورپسې د حق او هدايت د لاري لارويو پوځيانو وکولاى سول چي د روم د نصاراوو له اوږدو ظلمونو څخه د شام، مصر او افريقې مظلومان او بې وزلان وژغوري او دغه ځايونه د اسلام په نور او عدالت روښانه کړي.

اسلامي لښکرو د نصرانيانو له ظلمونو څخه د بې وزلو د ژغورلو چاري ته ادامه ورکړه پرمخ ولاړه او د اروپا د لوېديځ زياته برخه يې ونيول. د هدايت د رڼا لښکر د فرانسې تر نيمايي برخي تر تور  ( طلوشه؛ Tours ؛ د اوسني پاريس شاوخوا ) پوري وړاندي ولاړه او له ”بلاط الشهداء“ څخه پر شا سول. (١).

بيا نصراني اروپا له هري خوا د پوځونو په غونډولو او چمتو کولو ګوتي پوري کړې او د داسي زړه بوږنوونکو او خونړيو صليبي جګړو په لار اچولو سره يې پر اسلام او مسلمانانو تېري وکړه چي په تاريخ کي يې بېلګه نه وه ليدل سوې. دوى بيت المقدس ته ورسېدل او د دې سپڅلې اورشو د بې دفاع او مستضعفو مسلمانانو دوني ويني يې توى کړې چي د دوى يو قوماندان په وياړ سوه وويل: زموږ پوځيانو د مسلمانانو دوني ويني وبهولې چي اوس د بيت المقدس په لارو کوڅو کي د مسلمانانو ويني زموږ د اسونو تر زنګنو پوري رسيږي!!

خو کله چي مسلمانانو د صلاح الدين ايوبي په مشرۍ د حطين په نامتو جګړه کي عېسويانو ته ماته ورکړه او بيت المقدس يې بېرته د دوى له ناولو منګولو څخه وژغورى او له دوى څخه يې  په لسګونو زره جګړه ماران ونيول او کولاى يې سول چي د بيت المقدس په کوڅو کي د دوى د وينو ولې وبهوي، خو هغه د دوى سره په اسلامي روحيه کړنه وکړه، هغوى يې آزاد کړل او د دوى امنيت يې ونيو څو دوى بيېرته هغو ځايونو ته چي ځيني راغلي وه ولاړ سي.

بيا کله چي په اندلس کي مسلمانان ضعيف سول او نصراني پوځونو پر مسلمانانو غلبه وکړه، داسي جنايتونه يې وکړه او داسي زړه بوږنوونکي جرايم يې ترسره کړه چي د ځنګلو ځناورو نه دى ترسره کړي. په دې هکله د هغو ډول ډول جنايتونو يادونه بسنه کوي چي کشيشانو او رهبانانو د پلټني په محکمو کي د اندلس د مسلمانانو پر وړاندي ترسره کړي دي کوم چي د انسان ځان او اعصاب پر رېږدېدو او بوږنېدو راولي.

بيا چي د عثماني ترکيې پوځونه په ختيزه اروپا کي وړاندي ولاړه او ډېري سيمي يې فتح کړې د خلکو سره يې له داسي نرمښت او سمي وضعي څخه کارواخيست او د اروپا ډېر وګړي يې د مذهب د تعصب له منګولو څخه داسي وژغورل چي خلکو به د منني په دود د ترکانو لنګوټـې پر لاتينو خوليو تړلې. وايي: مسلمانو ترکانو د اروپا خلک د خپلو ديني مراسمو د ترسره کولو په هکله آزاد پرېښوول او هيڅوک يې د اسلام منلو ته اړ نه کړ.

خو کله چي د عثمانيانو تر ضعف وروسته نصراني اروپا پر مسلمانانو واک وموند، داسي مسلمان يې پرې نه ښود چي ويني يې ورونه بهولې. او څوک چي له دې عام وژنو څخه ژوندي پاته سول تر دې اندازې ظلم پر کېدى او تر دې کچي له هر څه څخه بې برخي وه چي ان له خپلو اسلامي نومونو څخه هم محروم سول او اړ سول چي عېسوي نومونه پر ځانو کښېږدي.

بيا کله چي عېسوي انګرېزانو د فرانسويانو په ملګرتيا د مسلمانانو پر هيوادونو تېري وکړل داسي بخوله نه وه چي پر مسلمانانو يې را نه وسته. په هند، طرابلس، الجزاير او فلسطين کي د دغو ظالمو نصرانيانو وژنتونونه پر مسلمانانو باندي د دوى د وحشت او قساوت ډېر غمجن شاهدان دي.

په همدې نژدې وختونو کي دغو خونخورو نصاراوو په صبرا او شتيلا او په لبنان کي د فلسطيني پناه اخيستونکو په نورو پناه ځايونو کي د وحشت او قساوت ډېر زړه بوږنوونکي مثالونه پرې ايښي دي. په دې هکله مثالونه تر شمار تېر دي. د امريکې ولسمشر ريګان د صليبي جګړو په اړه په ډاګه وويل د مسلمانانو سره په معامله کي بايد د صليبي جګړو په روحيه کړنه وسي. ده د مسلمانانو په وړاندي د خپلو خبرو سره سم کړني وکړې او په اسلامي هيوادونو کي يې د ډېرو ناوړو اوغملړلو قباحتونو بېلګې پرېښوولې…

دا د اسلام او نصرانيت ترمنځ د جګړو څه بېلګې وې. چي پاى دغه جګړې په همدې زموږ په مهال کي په همدې کرغېړنه توګه او پر مسلمانانو باندي د نصرانيانو د غلبې او ولکې په بڼه پر له پسې رواني دي. البته د دې لاملونه د خپل دين په هکله د مسلمانانو جهل او د دين د ننګي او دفاع په لار کي له جهاد څخه د هغو مخ اړول دي. خو اوس ليدل کيږي چي مسلمانان د غفلت له درانه خوب څخه را ويښ سوي دي. اوس موږ ته د دوى د ويښتابه او له خپلو پښو او لاسونو څخه د ښکېلاکګرانو او يرغلګرو د زولنو د ماتولو زيري راکول کيږي. اوس دا ويښتيا د ودي او پرمختيا په حال کي ايسي او پايله به يې داوي چي بالاخره به د اسلام سپېڅلى دين پر نصراني، يهودي، هندي، شرکي او سيکولري ګمرهۍ بريالى کيږي او لوى څښتن جل جلاله به حق حق وګرځوي. ډېر مسلمانان او له دوى څخه نامتو بلونکى احمد ديدات په دې باور دي چي د نصرانيت په ټاټوبي کي په اسلامي بلنه سره د نصرانيت سره مبارزه يوه ډېره ګټوره لار ده. نصرانيان خو د وسلې په زور د مسلمانانو د عېسوي کولو کوښښونه کوي او دوه اختياوه ورکوي: يا به نصرانيت مني او يا به لوږه، بې وزلې، ناروغۍ او مرګ قبلوي. اما اسلام دوى په حکمت او غوره او ښه نصيحت سمي لاري ته وربولي. او همدا راز يې د دې او هغي دنيا خير ښېګڼي ته لارښوونه کوي. او خير ښېګڼه هرومرو پر شر برى مومي، که څه هم شر په وسلو، جګړو او مرګ ژوبلو تيارې او د بدمرغيو توري لوخړي خپروي.

پر دې بنسټ اسلام ته د دعوت او بلني يوه لار هم د حکمت او نېک چلند او نصيحت او په ښو وسايلو د مجادلې او مبارزې او سمي لاري ته د بلني لار ده. کومه چي نن مهال احمد ديدات او د ده غوندي نورو اسلامي دعوتګرانو اخيستې ده. موږ هيله من يو چي خوږې ميوې به يې خورو او له لويه څښتنه يې خواست او غوښتنه کوو.

والسلام.

==========

(١) کله چي عبدالرحمن بن عبدالله غافقي د اسپانيې امير وټاکل سو مسلمانانو د اسپانيې د دغه امير په مشرۍ د فرانسې د فتح کولو اراده وکړه. خو په ٧٣١م.کال د اسپانيې د يوې سرحدي سيمي والي عثمان بن ابي نسعة الخثعمي د ډيوک آف ايکوټين لور په نکاح کړه. د هغه  سره يې لاس يو کړ ، د بغاوت رپۍ يې پورته کړ او خپلواک حکومت يې اعلان کړ. نو هغه وو چي د اسپانيې اموي واکمن امير عبدالرحمن الغافقي هغه په جګړه کي وواژه او وروسته يې د فرانسې د نيولو چاري ته پام واړاوه. د نژدې يو لک پوځيانو سره اکويتانيې ته ننووت.

د ډورډون. (The Dordogne)سيند پر غاړه يې کاونټ آف ايکوټين (counts of Ecotine) ته سخته ماته ورکړه، بيا يې د فرانسې نامتو بندر بورډو (Bordeaux) فتح کړ. د ډيوک پاته لښکر يې پوپنا کړ. تر سيند ورتېر سول، پويټيرس (Poetries) ته ورسېدل. د شمال ختيزي او سهيلي فرانسې زياته برخه يې تر پښو لاندي کړه او بېرته اندلس ته ستانه سول.

څه مهال وروسته اسلامي پوځونه د غافقي په مشرۍ بيا د فرانسې پر لور وخوځېدل. د پايرينيز (Pyrenees) تر غره تېر سول، په فرانسه ننوتل، د ناغبون (Narbonne) تر نيولو وروسته يې باغدو (Bordeaux) فتح کړ. څنګه چي کاونټ آف ايکوټين د مسلمانانو مقابله نه سواى کولاى، خپل پخواني حريف چارلس ته يې سر ټيټ کړ او د مرستي غوښتنه يې ځني وکړه. په داسي حال کي چي څه مهال دمخه د دوى ترمنځ سخته جګړه سوې وه، خو د مسلمانانو په وړاندي سره يو سول. که څه هم د فرانسې د پاچهۍ پر تخت څلورم تهيري ناست وو، خو د سلطنت واک اختيار د دغه نامتو اتل درباري چارلس سره وو. د ده سره د مسلمانانو د جګړې لپاره د نورو عېسوي هيوادونو سرتېري هم يو ځاى سول. کله چي اسلامي پوځونه طلوشه   Tours) ؛ د اوسني پاريس شاوخوا ( ته ورسېدل. دواړه لښکر سره مخامخ سول. ( ١١٤هـ/ ٧٣٢م.کال) يوه اوونۍ يو د بل بريد ته انتظار وه. پاى غافقي بريد پر وکړ ، څو ورځي سختي جګړې رواني وې، لومړى مسلمانان غالب وه، خو په اوومه ورځ د جګړې په جريان کي پر غافقي د شالخوا بريد وسو او د ټپي کېدو له امله په شهادت ورسېد. له دې امله اسلامي پوځونه د شپې د جګړې له ډګر څخه پر شا سول.

بله ورځ چارلس خپل پوځونه ميدان ته کړه، خو څنګه چي اسلامي پوځ ونه ليدل سو، پوه سو چي اسلامي پوځونه له پرېکړوني جګړې پرته پر شا سوي دي.

لوېديز تاريخ ليکونکي دغه جنګ ته تاريخي ارزښت ورکوي. دوى ګومان کوي چي د دې جګړې سره د اروپا د برخليک پرېکړه وسوه او په فرانسه کي د مسلمانانو د حقيقي وړاندي تګ لړۍ ودرول سوه. چارلس تر دې جګړې وروسته اتل وبلل سو او د Mortal  ( مارتول يا سخت انسان ) خطاب ورکړه سو. خو عربو تاريخ ليکونکو دې جګړې ته ډېر ارزښت نه دى ورکړى. البته څنګه چي په دې جګړه کي ډېر مسلمانان شهيدان سول دغه ځاى په ”بلاط الشهداء“ ونومول سو. ( د حق او باطل جګړې د ژباړن ليکنه ٣٣٥ـ٣٣٦مخونه )..

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

مت صاحب الله د پخپلو رحمتونو ونازوه او احمد دیدات یادونه مو کړی رختیا چی احمد دیدات الله د ورباندی ورحمیږی او الله دورته دجنتونو دریچی خلاصی کړی دیر تکړه عالم او پوی انسان وو او دیر عیسوی پروفیسران یی سخت مات کړی او خوله یی دخاوری دکی کړی او دیر فروفیسران یی شرمولی چی هیڅ یو مباحثه کی داسی پاتی نده راغلی او دا دالله خاص کمک او داسلام حقانیت او دهغه پوهه وو چی الله ورته ورکړی وو یو دهغه خبیث عیسویانو فروفیسرانو له جملی څخه سروش په نوم ده چی بیا وروسته دترو فرقان په نوم باندی… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

بخنه غواړم دهمت صاحب نوم دلته اشتباها غلت لیکل شوی

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

همت صاحب الله مو جنت الفردوس کی زای که او الله د اجر عظیم درکړی زه به یو ایت تلاوت کړم اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ(120) لوستونکی دی ترجمه اوتفسیرونو ته مراجعه وکړی نو زه وایم که مونږ هر سومره تنازل وکړو حتی دیخبری سره موافقت وشی چی دامریکایانو فوجیان افغانستان کی پاتی شی بیا هم دوی نه قانع کیږی نور درخواستونه مونږ څخه کوی… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

زمونږ دمسلمانانو یوازنی دکامیابی لار ددنیا واخرت همدا ده چی خپل دین ته خه په اخلاص رجوع وکړو او پخپلو ګناهونو توبه وباسو او ددنیا قربانولو ته نور هم تیاری ونیسو او یو بل سره دیو مسلمان امت په صفت رختینی اتحاد وکړو کلک عزم وکړو په لوړ همت خپل اصلی منزل طرف ته قدمونه واخلو دخپلو نفسونو او جنی وانسی شیطانانو متابعت ونکړو او هغه دمسلمانانو دعظمت تاریخونه راژوندی کړو دفتوحاتو دور ته زان ورسوو غفلت ونکوو همدی زای کی خپل هدف حاصل ونه بولو بلکی یابری یا شهادت نعری بلند کړو او تینګ مقاومت او بیا پرمختګ دور… نور لوستل »