دیني، سیرت او تاریخ

خلافت د څرنګه خلګو په لاس قائمیدایشي: دوهمه برخه

ویناوال: عبدالله عزام رحمه الله

ژباړه: جابر نعماني

وړاندي له دې چي د اسلام مجاهدین د الله پر ځمکه د دین احکام نافذ کړي، لازمه ده چي لومړی يې په خپل ژوند کي عملي کړي، وړاندي له دې چي د اسلام دین او د محمدي غراء شریعت دروند امانت يې پر اوږو بار شي نو لومړی دي د مسلمانانو اموال امانت وساتي، وړاندي له دې چي دوی واکمن شي او د خپل واک په سیمه کي اوسیدونکي د کروړنو، سلهاوو، او لسهاوو مسلمانو ښځو پر عزتونو امین جوړ کړای شي نو لومړی دي د خپلو ګاونډیو د عزت ساتني هوډ وکړي، او د امانت حیاء او عزت ثبوت دي ورکړي، بیا چي کله له خپلو کورونو وځي نو د ټول امت له عزت به دفاع کوي، بیا که د مجاهدینو تربیه په دغه بنسټ ترسره نشول نو د دغه امت په لاس له بربادی پرته بل هیڅ نه راځي.

زمامجاهدینو ورڼو! که تاسو په رښتوني توګه غواړی چي د الله جلجلالها پر ځمکه د الله دین غالب کړی، ټول انسانیت ته د الله جلجلالهم دین ورسوی، او انسانیت په دېن کي ټول داخل وي، نو درباندي لازمه ده چي خپل شاوخوا مسلمانانو ورڼو ته د شفقت، او احترام په سترګه اوګوری، هغوی ته عفوه، او در ګزر کوی، او ښه پوه شه چي د دوی د هر یوه ځان، مال، او عزت درباندي حرام دي، او دوی ټول ستا د ښه سلوک، او معاملې مستحق دي، وسلوال پرته له دغه بنسټیز دیني تربیته له ټولو وړاندي د ځان په زیان دي، او بیا د داسي څيرو واک ته رسیدل د ټول امت په تاوان دي، ځکه د بې دینو، او بې تربیوو واک ته رسیدل د امت د لوټلو په معنا ده، که يې سالمه تربیه ونشي نو پر ټولو او هر راز قربانیو سربېره به بیا هم د یوه قیصر پر ځای بل قیصر راځي، هوکي! دا نوی قیصر به نو په دیني نعرو، او دیني دعوو پوښل شوی وي.

که نن ستا د څنګ ملګری، او ستا مجاهد ورور کوم چي ستاسره په دې سفر کي په ټولیېزه توګه شریک دی، تا هم سر لاس کي نیولی، او هغه هم،  ستا هم تعاقب، بند، تعذیب، هجرت، او شهادت ته مخه ده، او د هغه هم، ستاسو د دواړو مقصد یو دی، او انجام هم، او ګڼ نور مشترکات لری، که چرته دا ستا مجاهد ورور د دې خبري ضمانت نشي درکولای چي عزت به دي نه لوټې، د ده په غیبت کولو به يې غوښه نه خوري، نه به يې وژني، که دي ده سره دا حال وي نو سبا به له هغو یهودیانو او نصاري سره کوم سلوک غوره کړي، پر چا به چي ستا مکمله غلبه وي؟  له دې عامو مسلمانانو سره؟ په دغو دیني اعمالو کي د کمزور مسلمانانو سره به کوم سلوک وکړي؟ چي د یوه مجاهد ورور سره دي دا حال دی، نو بیا اوایه چي هغه کوم شریعت دی چي ته يې په داسي توګه نافذوي؟ او دا کوم دین دی چي ته خلګ ورته را دعوتوي؟

که نن چري چي ستا فردي قوت هم نسبتاً لږ دی، او تاسو خپل تر مینځ په مینه او محبت نشی اوسیدلای نو د یوه مسلمان حق…. د هغه له شا د هغه د ژغورني، او نصرت حق…. نشي ادا کولای، نو که بیا سبا ستاسو شمیر زیات شي، او له ټوله امت سره دي واسطه جوړه شي، نو به څه وکړي؟ زمونږ دین خو مونږ ته دا تعلیم راکوي چي له خپلو مسلمانانو ورڼو سره د نصیحت، او ښیګڼي او ښه خوا تعلق پيدا کړو، او له شا يې حمایت، حفاظت، او نصرت وکړو، لیکن اوس زمونږ په دننه کي هغه رټل شوي صفات پيدا شویدی د کومو پر خوا چي سیدنا حذیفه بن یمان رضی الله عنه سیدنا معاذ بن جبل رضی الله ته اویل:

ما داسي وخت هم لیدلی چي مونږ په ظاهر هم د یوه بل ورڼه وو، او په باطن هم، لیکن بیا پر مونږ داسي وخت هم راغلی چي مونږ ډیر خلګ ولیدل چي په ښکاره خو ورڼه وه، خو په باطن به د یوه او بل سخت دښمنان وه.

(ما بعینه په لوړو الفاظو  کوم روایت نه کړ پیدا، البته پر همدغو معانیو مشتمل له حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روایت یو نبوي فرمان د حدیثو په ډیرو کتابونو کي لکه مسنداحمد، طبراني، وغیره … کي موجود دی، چي: یکون في آخر الزمان أقوام إخوان العلانیۃ أعداء السریرۃ. یعنی په اخر وخت به کي ډیر داسي خلګ وي کوم به چي په ښکاره وروڼه وي، لیکن په باطن به د یوه او بل سخت دښمنان وي. (ژباړن).

د دې عملي مثال دا کیدایشی چي یو شخص په ښکاره په مجالسو کي ماشاءالله د الله جلجلالهو یو نیک، پرهیزګار، مؤمن، مجاهد په سترګه کیږی، لاکن د یوه مسلمان ورور يې فقط یو ګړی نه کیږي چي تللی نو دی به يې غیبت وکړي، په بهتانونو، او تهمتونو به يې ملا ورماته کړي، دا خلګ په ظاهره وروڼه په باطن دښمنان وي.

له دغه ځایه د دیني تربیت اهمیت واضحه کیږی! بې شکه (د مجاهدینو) دیني تربیت د اسلامي خلافت د قیام لور ته پورته کیدونکی لومړنی ګام دی، او له مهمو اقداماتو څخه يې دی، د همدغه دیني تربیته په استفاده هغه مظبوط بنیاد جوړیږي پر کوم به چي سبا ټوله اسلامي معاشره تشکیلیږی، او پر کوم به چي د اسلام خلافت جمجمه ولاړه وي، دا  مظبوط بنیاد به د پر مخ تلونکو، د دین د نصرت کونکو، او د فرض جهاد ادا کونکو د مهاجرینو او انصارو هغه ډله وي که يې صحیح اسلامي تربیت حاصل کړ که څه هم لږ وي، خو اعمال به يې نهایت عظیم او وزني وي.

مونږ ته نن د راتلونکي مراحلو لپاره همدا مضبوط بنیاد جوړول نهایت اهم او اړین دي، مونږ ته د داسي صفتونو والا خلګ په کار دي چاته که د دښمن پر خلاف د جنګ نعره وشي نو چي د برق په څير تیز را حاضر شي، او چي کله د غنیمت ټولولو مرحله راشي نو غداري ونکړي، البته په دې کي هم شک نسته چي دا رنګه خلګ په ډیري موندني پيدا کیږی، لکه څرنګه چي د نبی علیه السلام حدیث دی.

تجدون الناس کإبل مئة لا یجد الرجل فیھا راحلة

ته به انسانان د هغو ۱۰۰ اوښانو په څير ومومي له کومو به چي یو يې هم د بار وړلو نه وي.

(مسلم، کتاب فضائل الصحابة، باب قوله صلی اللّٰه علیہ و سلم :تجدون الناس کإبل مئة…)

له پوره سلو اوښانو څخه به یو هم بوج نشي وړلای، اوس هم زمونږ د کوم جم غفیر موندنه نه ده، زمونږ خو فقط د یو څو چڼل شویو خلګو تلاښ دی هغه چي په لکونو کي یو دي، لیکن چي پر خپلو اوږو د امت د غمونو  بوج وړلای شي، او حوصله يې لري، هغه چي زړونو يې د دین په غم کي غوړیږي، هغه چي د مسلمانانو دغه بدحال يې خوب ته نه پریږدي، څوک چي په دې سوچ هیڅ ارام نه کوي چي نړی يې د مسلمانو ښځو عصمتونه، او عزتونه لوټي،  څوک چي پر دې ټولو امورو غور کوي، او د دغه غمونو لمینځه وړل خپل کار بولي، زه په دغه حدیث هیڅکله پوره نه وم پوه شوی: چي ته به انسانان د هغو سلو اوښانو په څیر ومومي چي یو به يې هم د بوج پورته کولو قابل نه وي، تر دې چي زه د فلسطین او افغانستان په جهاد کي شریک شوم، او د دغه حدیث تشریح مي پخپلو سترګو ولیدل، واقعاً له لکونو خلګو څخه فقط یو څو د کار خلګ د میدان وه.

یوه ورځ حضرت عمر رضی الله عنه اصحابو رضوان الله علیهم اجمعین ته وفرمایل: چي له تاسو نه دي هر یو خپله تمنا بیان کړي، نو يو کس يې دا اویل چي دومره زر که زما شي چي دا ټوله کور ورڅخه ډک شي تر څو يې د الله په لار کي مصرف کړم، دویم صحابي دا تمنا وکړل چي که دومره غلامان زما شي چي دا ټوله کور ورڅخه ډک شي او هغه يې د الله په لار کي ازاد کړي، په همدې تعقیب هر یوه خپله تمنا بیان کړل، بیا هغوی له حضرت عمر رضی الله عنه څخه وپوښتل نو هغه وفرمایل:

أتمنی أن یکون لي مل ء ھذا البیت مثل أبي عبیدۃ۔ تمنا مي دا ده چي د ابوعبیده رضی الله عنه په څير دومره د کار خلګ په لاس راشي چي دا کور ورڅخه ډک شي.

(بغیة الطالب في تاریخ الحلب، لإبن العدیم).

د علامه ابن حجر رحمه الله په کتاب تهذیب التهذیب اتم جلد کي د یاد شوي روایت دا الفاظ دی: أتمنی أن یکون لي رجال مثل عمیر أستعین بھم علی أمور المسلمین’’  یعني ‘‘ زما تمنا ده چي د عمیر په څير د کار خلګ را پيدا شي له چا چي د مسلمانانو خدمت ته ورڅخه کار واخلم.

له دغه د تربیه شویو وګړو د اهمیت ګراپ معلومیږي، بې شکه د تربیت لرونکو بنیاد مضبوط دی، دوی بیا وروسته د ټول امت د احیاء کولو، او د هغوی بوج وړلای شي، د نبي علیه السلام په وخت په مدینه کي موجود سابقون الاولون انصار او مهاجرین صحابه همدا مضبوط بنیاد وو، له همدغه مضبوط بنیاد څخه اسلام وړاندي ولاړ، او د سترګو په رپ کي يې رڼا پر ټوله عربي جزیري خپره شول، بیا چي کله د عراق، فارس، روم د فتوحاتو وار راغلی، کله چي هم دعوتي وفود، یا جنګي لښکر لیږل شویدی، نو د بنیاد د  کردار له اداکونکو څخه يې انتخاب شویدی، قاضي هم له همدوی څخه دی. مفتي، سرلښکر، او قائدین هم له همدوی څخه! همدا تربیت لرونکي د دې امت مرکز، محور، او د اسلامي معاشرې روح ثابت شول، له همدغسي خلګو د امت ساتونکي، راغبونکي، د سرحداتو ساتونکي، او د امت د قوي کونکي جوړیږي، همدا دوی دي چي پخپلو سرښیندونو د امت جذبي ځوانوي، له دوی څخه څومره پخپلو پاکو د اسلام ودانۍ سیرابوي، او وړاندي ځي، او څوک چي وروسته پاته کیږي هغه د همدغه امت پر دین قایمولو، او د جهاد، او قتال باندي د استقامت بخښولو باعث جوړیږي، بیا نو دا هغه خوشبختان دي چاته چي الله جلجلالهم غلب، او تمکین بخښي، او همدوی ته د خپل دین دروند امانت سپاري، ځکه دوی ثابته کړې وي، چي دوی پخپلي ذاتي، او اجتماعي ژوند کي د الله د احکاماتو پابند، او د شریعت امین دي.

نو ځکه الله جلجلالها د خپل دین دروند امانت د دوی پر اوږو ور اچوي، او دوی د دغه ستر خدمت لپاره انتخابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ولی خان

یا ره الله دی دی عا لمانو ته هدایت وکړی، ټول خلک ددی بعضی په نوم عا لمانو تبا کړ.مخکی خو عا لم صا حبا نو حکومت کا فر ګڼه نن یو عا لم دخضرت محمد(ص) به ممبر کینی اوداسی خبری کوی چی هیڅ کتا ب کی نوی راغلی ، طا لب سره چی بحث ته کینی نو درته وایی چی بعدادی دامریکی نفردی، خو کله چی بیا تور بیرع واله سره کینی نو بیا وایی چی ملا صاحب دمنا فقستان د پنجاب یو روزل شوی او وفادار اجیر وه. اوس ولس ته څه کول پکار دی یو راشی هم… نور لوستل »

حسان بلال.

یاره ولي خان صاحب ستا دین کمزوری دی، یا خو جاهل يې حق نشي درک کولای، او یا منافق يې خلګ په شک کي اچوي، د علم، او عرفان په دغه عصر کي هم د لمر په څير واضح حق له چا څخه پټیدایشي؟! ولا جالبه ده، د سوء علماؤ او حق علماؤ تر مینځ توپير، او پيژندل نو کله ګران وو؟! ته ناحقه دواړو لورویو ته کښيني، لاړشه اګوره څوک د باطل ژبه په خوله کي څرخوي، داعش چي په تواتر رسیدلي خوارج، او د یهودانو د اهدافو لپاره مستقیم او اګاهانه کار کوي یو پلیته ډلګی ده، له… نور لوستل »

saeed

الله پاک دی اجر درکری حسان بلال وروره

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx