بایبل پیژنده (۱۲)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

د صليب ريښه او حقيقت

همدغه د روم امپراطور قسطنطین په ۳۱۲میلادي کال کي یو سیال درلودي د میکسنشیس (Maxentius) په نامه سره دا چي په دغه وخت کي د روم په امپراطورۍ کي عیسایان ډیر وو نو د هغو د جلب او جذب او د هغو د لاسته راوړلو په خاطر يي ځینی کارونه وکړل، ده په ۳۱۲ میلادي کال کي خوب و لیدی چي یو چا ورته وویل چي دصلیب  په نښان باندی و خپل سیال ته ماته ورکه هغه نښان ئې ورته ښکاره کړه ، چي له هغې ورځې څخه صلیب هم د عیسایانو مقدس سمبول شو.

ده و هغه خپل سیال ته ماته ورکړه او صلیب د فوځ رسمي نښان شو، په عیسایانو کي ئې په دې خپل عقاید ګډ کړل چي د هغو زړونه ئې و لاسته راوړل د هغو وژل مطلق منع اعلان شوه که عیسایی هر څه کړی وای  هغه نه مجازات کیدی،امتیازونه ئې ورکړل او داسی نور…..

قسطنطین په ۳۳۰ میلادی کي خپل پلازمینه د روم څخه د بزنطینې و ښار ته نقل کړ او نوم ئې قسطنطیه پر کيښود چي بیاپه ۱۹۳۰ میلادی کال کي ئې نوم په استانبول بدل شو.

نو قسطنطین پاچا پخپله د لمر د خدای عبادت کاوه هغه دا صلیب په عیسائیت کي داخل کړ، دا نښان نه خدای منتخب کړی دی او نه هم حضرت عیسی علیه السلام.

د نوی عهدنامې ۱۰٪ سلنه لا هم د حضرت عيسی عليه السلام ويناوې نه دي!

که موږ و هغه بایبل ته راشو چي په هغه کي د حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبی ویناوی په سره رنګ باندی لیکل شويدي، چي و دې بایبل ته سور لیکي بایبل (Red Letter Bible) وایی هغه ویناوی چي وحضرت عیسی علیه السلام ته منسوبي دي هغه ټولې د یوې ورځپاڼې درې کالمه نه کيږی، او یا هم دغه ټولې ویناوې د نوی عهدنامې حتی ۱۰٪ سلنه لاهم نه پوره کوي،نو که موږ له عیسایانو سره و منو چي دا د حضرت عیسی علیه السلام ویناوي دي نو تر۹۰٪ سلنه زیات ئې د حضرت عیسی علیه السلا ویناوي نه دي همدا بایبل له ما سره شتون لری .

بل لور ته که موږ راشو و نوی عهدنامې ته نو دا ټول ۲۷ کتابونه دی چي په دې ۲۷ کتابونوکي ۱۴ کتابونه یواځی او یواځی مقدس پولس رسول لیکلی دي، چي له دې څخه دا جوتیږی چي نوې عهدنامې نیمایی ښاغلی پولس(ساول/شاول) لیکلې ده، نو څنګه موږ نشو ویلای چي ښاغلی پولس د عیسائیت بنسټ ایښودونکي دی.

اوسنی عهدنامه قديم ځکه د خدای کتاب نه دی

پر بنی اسرائیلوباندی (۷) ځلی د قیامت په شان تباهۍ راغلی دي،چي په دې پیښو کي بنی اسرائیل تباه شوی او هم ددوی مقدس کتابونه او مقدس ځایونه له منځه تللی دي.

۱- په ۸ ق م پیړۍ کي کله چي د سامریه شمالی سلطنت تباه شو نو بنی اسرائیل ئې و نینوا ته بوتلل،په دې پېښه کي تباهې دومره زیاته وه چي د بنی اسرائیلو(۱۰) ډلی له منځه ولاړلې.

۲- په ۹۷۱ ق میلاد کي د مصر پاچا پر بیت المقدس باندی یرغل وکړ او ټول ئې تباه کړ.

۳- په ۶۰۰ ق م کي د بابل پاچا بخت نصر پر بیت المقدس باندی حمله وکړه بیت المقدس ئې وسوځاوه هغه تبرکات او مقدس کتابونه چي د بنی اسرائیلو وو هغه ټول له منځه ولاړل او یهود ئې ونیول او ټول ئې و بابل ته بوتلل او هلته ئې بندیان کړل او یائې ختم کړل.

۴- په ۱۶۸ ق م کي په انطاکيه کي یوناني پاچا اینټونیس پر بیت المقدس باندی حمله وکړه او هغه څه چي یهودو سره راټول کړی وو هغه ټول ئې له منځه یو وړل.

۵- په ۷۰ میلادي کي رومیانو او طیطس پر بیت المقدس باندی حمله وکړل او ټول ئې له خاورو سره خاوری کړ چي یهودو نشوای کولای چي د دوهم ځل  لپاره ئې اباد کي هغه مقدسې نسخې چي  یهودو له پیړیو راهیسی سره راټولی کړی ئې وې هغه ئې له منځه یو وړې.

۶- داځل د روم قیصر پر یهودو باندی حمله وکړه او پنځه لکه یهود ئې ووژل او هرڅه ئې له منځه یووړل.

۷- په ۶۱۳میلادی کال کي د ایران پاچا خسرو پرویز پر بیت المقدس باندی حمله وکړه او(۹۰۰۰۰) یهود ئې ووژل او ټول ئې له خاورو سره خاوری کړ.

د بايبل ورک کتابونه

ډیر داسی کتابونه شته چي په بایبل کي ئې یادونه شوېده،دا کتابونه اوس چیری دي؟ ولی په بایبل کي ئې بیان شوی دی او په نړۍ کي شتون نلری؟ که دا د بایبل برخه وي نو بیا خو موږ په ډاډه زړه سره ویلای شو چي اوسنی بایبل ناقص دی او باید عمل پرې ونشی، او که د بایبل برخه  نه ده نو بیائې ولی په بایبل کي یې یادونه شویده؟ دا خو هم هغو لیکوالانو لیکلی دي چي بایبل ئې لیکلی دی، د هغو په موندلو کي ولی عیسایی نړۍ چوپه ده؟ له دې څخه دا په ښکاره جوتیږی چي د بایبل (۴۰) لیکوالانو ډير کتابونه لیکلی دي او هرڅه چي په خوله ورغلی دي او یائې په خوب کي لیدلی دي لکه د(کتاب مکاشفه) هغه ئې لیکلی دی او هغو لیکوالانو هم په دې نیت باندی نه دي لیکلی چي دا کتابونه به یو وخت د عیسایی نړۍ بنسټ او سپیڅلی کتابونه وي؛ دا چي اصلي تورات ، اصلي انجیل او اصلي زبور له منځه ولاړل او هیڅ شتون نلری نو ځکه ئې دا کتابونه د هغو په نامه سره منسوب کړل او اوس عیسایان او یهود د اصلی نسخو مینه په دې جعلي کتابونو باندی ماتوی او حال داچي د سلیم عقل خاوند نشی کولای چي ددې کتابونو د لوستلو څخه وروسته په دې عقیده شی چي ګوني دا کتابونه دي الهي وي ،پخپله عیسایی علماء په دې آند دي چي دا کتابونه الهي نه دي،او نه هم له اسمانه څخه نازل شوی دی بلکې دا د انسانانو په ګوتو لیکل شوي دي او و هر کتاب ته د لیکوال نوم نوشته دی او د ځینو کتابونو لیکوالان لا ورک دي هغه کتابونه چي په بایبل کي ئې یادونه شویده هغه دادي:

*    خدای د جنګونو په کتاب کي ویلی دي.(اعداد۲۱:۱۴)

*    د صداقت په کتاب کي نه لیکل کيږی. (یوشع۱۰: ۱۳)

*   او هغه په کتاب کي لیکلی دي.(لومړی سموئیل۱۰:۲۵)

*    هغه د سموئیل په غیب بین په تاریخ کي،ناتان د نبی په تاریخ کي، او جاد د غیب بین په تاریخ کي.(د لومړیو ورځو تاریخ ۲۹:۲۹)

*    شمع یاه نبی د عداوغیب بین په تاریخ کي په مسلسل  ډول سره نه دی ثبت شوی.(دوهم تواریخ ۱۲: ۱۵)

*   د سلیمان لومړی او اخر حال د ناتان نبی په تاریخ،او داحی یاه سیلونی په نبوت، د یاربعام بن نیاط په عدوغیب بین کي ثبت نه دی.( دوهم تاریخ ۹: ۲۹)

*   د یوشافاط لومړی او ورستنی کارد یاهوبن حنانی په تاریخ کي لیکل شوی دی،چي د اسرائیلو د پاچاهانو په کتاب کي شامل دی.( دوهم تواریخ: ۲۰: ۳۴)

*   د عزیاه نور مخکنی او وروستنی حال اشعیابن آموص نبی لیکلی دی.(دوهم تاریخ۲۶: ۲۲)

*   د یوشی یاه مخکنی حال او وروستنی حال د اسرائیلو او یهودو د پاچاهانو په کتاب کي لیکي دی.( دوهم تواریخ ۳۵: ۲۵)

*   او د عهد کتاب ئې واخیستی او خلکو ته ئې واوروی.(خروج ۲۴: ۷)دیاداښت لپاره په هغه کتاب کي ولیکه.(خروج۱۷:۱۴)

*   هغه کتاب چي تا لیکلی دی د هغه څخه ماایسته که. (خروج۳۲:۳۲)

او داسی نور…

د عيسايت بنسټ ايښودونکی پولس(ساول/ شاول) دی

پولس په لاطینې ژبه او پولوس په یوناني ژبه کي ورته وایی چي معنایی ده (کوچنی)، په عبراني ژبه کي ورته ساؤل/شاول (یعنی د خدای څخه غوښتونکي) وایی؛پولس د یهودي نسل څخه یو رومی کس ؤ ، دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي د هغه او د هغه د حواریینو سخت دښمن او مخالف ؤکله چي دی عیسایی شو نو د مشق ته لاړی او هلته ئې د حضرت عیسی علیه السلام د الوهیت او د خپل ځان په هکله ئې وویل چي زه مسیح یم او زه په روح القدس سره معموره شوم،ده خپله و خپل ځانته رسول ووایه، او هرڅه ئې له ځانه جوړ کړل، چي ډیرو له ده سره مخالفت وکي هغه په دې وجه نه چي دی عیسایی دی بلکې هغو دا باور درلودی چي پولس یو یهودي دی، دی نه د حواریینو څخه دی او نه هم دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي عیسایی شوی دی، دی لیکي چي زه کله و دمشق ته تلم نو پر لاری می یو نور ولیدی چي و ماته ئې وویل ساول !……..

هغه لا په لاره ؤ او دمشق ته ورنژدې کيدو چي ناڅاپي له اسمانه یوه رڼا د هغه شا وخوا وځلیده،هغه په ځمکه را پریوتو او داسی  یو اواز ئې واوریدی ساوله! ساوله! ته ماولی ربړوې؟ هغه تپوس وکي مالکه ته څوک ئې؟ ځواب راغی زه عیسی یم…
(اعمال د رسولانو نهم باب: ۱- ۲۰)

له دې څخه وروسته د حضرت عیسی علیه السلام ځای ناستی دی شو، عیسایی فاضلان لیکي:

خلکو دده د رسالت څخه انکار وکي دا ځکه چي دده رسالت د نورو رسولانو په شان نه ؤ.

د پولس په هکله مؤرخین فلويډراس (Floyd Ross) او میرمن ټاينيټی هلز(Mrs. Tynette Hills) لیکي:

په هغو ټولو خلکو کي چي د عیسائیت په لومړی کي ؤ تر ټولو ئې پولس ذمه واره دی، دا ځکه چي عیسائیت دده د عقایدو تر سیوری لاندی شو ،ده دعیسائیت لپاره نوې  تګلاره و ټاکل.

پولس چي څه و خلکو ته تبلیغول نه د حضرت عیسی علیه السلام ویناوي وې او نه هم د حواریینو ویناوي وې،فاضل عیسایی څېړونکي پروفیسرآرنلډمئير (Arnord Meyer) وایی:

که څوک دا سوال وکي چي پولس رسول چي و خلکو ته کوم تعلیم ورکاوه هغه له کومه اخذ کاوه؟ ددې ساده ځواب دادی چي ده هغه ویل چي  د حواریینو څخه و ده ته رسیدلی وو،خو پولس خپله ددې پوښتنې ځواب بل شانته ورکوی او دی وایی؛ما انجیل له انسانانو څخه نه دی حاصل کړی بلکې ما د یسوع مسیح څخه په مکاشفه باندی ولاسته راوړی دی، چي ددې څخه مطلب دادی چي ده له هغه څه چي حضرت عیسی علیه السلام او حواریینو ویل له هغو څخه انکار دی. د پولس دا خبره په بایبل کي داسی ده:

زما وروڼو!زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زیری چي ما درته اورولی دی هغه د بنی آدم جوړ کړی نه دی، ځکه چي هغه ماته د چا انسان د طرف  نه رارسیدلی او نه چابنی آدم و ماته ښوولی دی بلکې د کشف په معرفت دعیسی مسیح د طرفه شوی دی.

(د ګلتیانو په نوم د پولس رسول خط اول باب: ۱۱- ۱۳)

همدارنګه پولس یوناني فلسفه او مشرکانه توهم پرستی او خیالات په عیسائیت ګډ کړل چي پردې باندی عیسایی عالمان هم په یوه خوله دي،

د پولس په لیکونو کي (د یوناني فلسفې په ځانګړی ډول سره د افلاطونیت) پوره اثار معلومیږی. دده ټوله تعلیم پر مکاشفه باندی ولاړ ؤنه د حضرت عیسی علیه السلام پر ویناوو او نه هم د حواریینو پر ویناوو؛د پولس مکاشفه داسی امکان نلری چي په یو ګړی دي ده سره ترتیب او برابره کړی وي بلکې دا دده د ډیر وخت پیغام ؤچي بیایی د مکاشفې په ډول سره و خلکو ته ښکاره کړه، او اوس ده د عیسائیت څخه یو نوی دین جوړکي. دا چي د پولس لیکونه د انجیلونو څخه مخکي لیکل شوي دي نو داسی موږ ویلای شو چي دده لیکونه د انجیلونو لپاره سرچینه ده،فاضل عالم ارنلډ د پولس په هکله زیاتوی:

که د عیسائیت موخه دا وي چي حضرت عیسی علیه السلا م د خدای زوی دی،او په انساني بڼه سره و مځکي ته راکښته شو ،او زموږ د ګناهونو لپاره ئې خپله وینه توی کړل، زموږ شفاعت به کوي،او دی زموږ د ګناهونو کفاره شو نو دا د حضرت عیسی علیه السلام تعلیم نه دی بلکې ددې بنسټ پولس ايښی دی او بس. ټول عیسایی مؤرخین او څېړونکي په دې باور دي چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکي پولس دی.

پولس د عیسائیت ریښې تر هر ځایه پوری و رسولې او د نوی عهدنامې تقریبا نیمایی ده لیکلې ده، ده د لومړی ځل لپاره  د کلیساؤ طبقه بندې پیل کړل او له همدې لپاره ئې یوه غونډه هم وکړل  زموږ له څېړنو څخه دا پوره معلومیږی چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکی پولس دی،ددې څخه علاوه د پولس څرګندونې د حضرت عیسی علیه السلام له ویناوو سره په ټکر کي دي،د بیلګې په ډول سره حضرت عیسی علیه السلام وایی چي خدای یو دی لکه په بایبل کي چي راغلي دي:

ته یواځی رښتینی خدای ئې او عیسی مسیح چي تا را استولی دی.

(یوحنا: ۱۷: ۳)

واوری ای بنی اسرائیلو خداوند زموږ خدای یو دی نو تاسو په ټول زړه ټول روح او ټول ځواک سره د خپل واحد خدای په وړاندی مینه ولری. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)

عیسی ځواب ورکړ، اول دادی چي ای اسرائیلو واوری! مالک زموږ خدای یو مالک دی، تاسی د خپل خدای سره د ټول زړه سره، د خپل ټول روح سره د خپل ټول عقل او د خپل ټول طاقت سره مینه کوي. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)

او خدای د ټولې نړۍ پاچا شو،هغه خدای یو دی او د هغه نوم واحد(یودی). (زکریا ۴۱باب ۸)

او خدای صرف یو خدای دی.( خط د رومیانو په نامه ۳باب ۳۰)

خدای یو دی، ایمان یو دی، بپتسمه او د ټولو خدای یو دی.

(خط د افسویونو په نامه ۴: ۶)

اوس د ازلی پاچا یعنی غیر فانی نا لیدلی واحد خدای عزت او جلال دی تل ترتله وی. (اول خط د تیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)

ته په دې خبره ایمان ولره چي خدای یکي یو دی. (خط د یعقوب ۲: ۱۹)

خدای یواځی او یواځی یو دی.(خط دیهوداه ۲۵)

په بایبل کي د خدای وحدانیت په ډیرو ځایونو کي  په ښکاره ډول سره راغلی دی، او دا تاسی چي ئې نه منی دا ستاسو بې انصافې او ګمراهې ده، و تاسوته دا بایبل هم د هیڅ شی ارزښت نه لری.

په بايبل کي د خدای زوی څه معنا؟؟؟

په بایبل کي چي کوم لفظ د (ځوی) استعمال شوی دی،چي په عبراني ژبه کي د خدای زوی د هر هغه چا لپاره استعمالېده چي خدای ته به نژدې ؤ لکه بایبل چي وایی:

هر څوک چي د خدای د روح په هدایت چلیږي هغه د خدای زوی دی.
(خط د رومیانو په نوم ۸: ۱۴)

د بایبل ددې تعریف څخه وروسته د خدای د زوی استعمال د حضرت عیسی علیه السلام څخه ماسیوا و نورو ته هم شوېدي د بېلګې په ډول سره:
نو د خدای زامنو ولیدل چي د انسانانو لوڼې ښکلی دي. (تکوین ۴: ۲)

د خدای زامن د انسانانو د لوڼو سره ولاړل.( تکوین ۴: ۴)

و فرعون ته ووایه چي اسرائیل (یعقوب علیه السلام) زما زوی دی بلکې زما لومړی زوی دی، او زما زوی پرېږده چي زما عبادت وکړی. (خروج ۴: ۲۲- ۲۴)
زه د اسرائیل پلار یم او ابراهیم زما لومړی زوی دی.(ارمیاه ۳۰: ۹)

په هغو ځایو کي چي وعیسی علیه السلام ته د خدای د زوی لفظ راغلی دی، نو د بایبل په حواله ددې مطلب دادی چي عیسی علیه السلام د خدای زوی نه بلکې د الله د حکم منونکي وو.

دا چي و حضرت عیسی علیه السلام ته د خدای ځوی ویل شوی دی په عبراني ژبه کي (د خدای زوی) یعنی و خدای ته نژدې،چي په بایبل کي داسی زامن ډیر دی چي پورته بیان شول.نو دا ټوله پولس له ځانه څخه جوړی کړی خبري دي او دا چي خدای د حضرت عیسی علیه السلام په جسم کي حلول کړیدی، تثلیث او کفاره او داسی نور تعلیمات ئې د عیسائیت بنسټ و ګرځول.هغه خبرې چي و حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبې دي په انجیلونو کي هغه هیڅکله حضرت عیسی علیه السلام نه دي ویلی چي خدایان (نعوذبالله) درې دي.

پولس که حضرت عيسی عليه السلام په بایبل کي راځي:

اته (۸) ورځي وروسته هغه سنت شو او د هغه نوم عیسی کښېښودل شو.(انجیل لوقا۲: ۲۱)

نو بیا خدای د ابراهیم سره د سنت وعده وکړه او چي د ابراهیم نه اسحاق پیداشو نو هغه ئې په اتمه ورځ سنت کړو او هغه شان اسحاق د خپل ځوی یعقوب او یعقوب د خپلو زامنو.(اعمال د رسولانو۷: ۸)

هر نر هلک باید سنت شي. (پیدایښت ۱۷: ۱۰)

ابراهیم د۹۹ کالو ؤ چي سنت شو.(پیدایښت۱۷: ۲۴)

د اسماعیل سنتیدل په یوه ورځ وشوه.(پیدایښت ۱۷: ۲۶)

اسحاق سنت شو.(پیدایښت۲۱: ۴)

اسرائیل ددوهم ځل لپاره سنت شو.(یشوع ۵: ۲)

او داسی نور……

پولس وايی:

سنت شوی او ناسنته دواړه هیڅ شی نه دی.(اول خط د کورنتیانو په نوم ۷: ۱۹)

هغه په سنتولو مجبوره نه کړی.(خط د ګلتیانو په نوم ۲:۳)

او د سنت کيدلو ګټه څه ده؟(خط د رومیانو په نوم ۳: ۱)

ګوری زه پولس تاسو ته وایم چي که تاسوسنت شی نو د مسیح نه به تاسو ته هیڅ ګټه نه وي.(خط د ګلتیانوپه نوم ۵: ۲)
تاسی و ګوری حضرت عیسی علیه السلام په اتمه ورځ سنت شو نو هر هغه عمل چي دی(حضرت عیسی علیه السلام) ئې کوي هغه کار باید عیسایان هم وکي، و بل لور ته پولس بیا وایی چي سنتول کومه ګټه نلری، نو که ګټه نلری نو حضرت عیسی علیه السلام ولی سنت شو؟ همدا اوس ټوله عیسایی نړۍ د پولس خبره منی د حضرت عیسی علیه السلام و خبري او فعل ته هیڅ ارزښت نه ورکوي ،یو عیسایی هم نه دی سنت. هغه بایبل چي دوی ور باندی ایمان لري په هغه باندی دوی عمل نه کوي،اوس د ملګرو ملتو له لوری یو پروګرام پیل شوی دی او هغه داچي هغه کسان چي سنت شوي نه وي هغه د ډیرو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي نو ځکه نړۍ اوس پردې باندی په سلاشوې ده چي باید هر نرسنت شي هغه که عیسایی وی،هندو وی، بودایی وی لادینه وی او که بل….. دروغتیادلاسته راوړلوپه موخه.

د سنتولو ګټې تاسی زما په کتاب (اسلام اونوي ساینسي څیړنې ۴ ټوک) کي لوستلای شي.

پولس له حواری برناباس سره:

پولس په عیسائیت کي دا عقاید ور زیات کړل،عشایی ربانی، حضرت عیسی علیه السلام د خدا ځوی دی،تثلیث ،د ختنې (سنتولو حکم) ئې ختم کړ،د تورات احکام ئې منسوخه کړل،په لومړی سر کي کله چي پولس وویل چي زه عیسایی شوی یم حال دا چي ډیرو حواریینو ورباندی باور نه کاوه خو برناباس ورباندی باور وکي لکه په بایبل کي چي راځي:

کله چي ساؤل و بیت المقدس ته ورسیدی نو هغه کوښښ وکړ چي د عیسی منونکو سره یو ځای شي او په ډله کښې ئې شامل شی خو هغوی ټول د هغه څخه ویریدل ځکه چي د هغوی په دې یقین نه راتلوچي ګنی هغه ایمان راوړی دی خو برنابا(برناباس) د لاسه ونیولو رسولانو ته ئې بوتلی او د هغو سره ئې پېژندګلوي وکړه. (اعمال د رسولانو۹:۲۶،۲۷)

له دې څخه ورسته پولس د ډیر وخت لپاره د برناباس سره ؤ:

او د ډیري مودې لپاره پولوس او برنبا هلته پاته شول او د خدای په توکل ئې په ډاګه او په زړه ورتیا کلام واورولو.(اعمال د رسولانو۱۴:۳)

او همدارنګه د پولوس او برنبا بیان په (اعمادرسولانو۱۳باب،۱۴باب،۱۵ باب) کي لوستلی شی. له دې څخه وروسته د برناباس له پولس سره اختلاف راغی هغه اختلاف پردې باندی راغی چي کله پولوس خپل نظریات بیان کړل لکه د تورات احکام منسوخول،  تثلیث،په عیسی علیه السلام کي دخدای حلول،د کفارې عقیده او داسی نور…

په بيت المقدس کي دحواريينو غونډه

په بیت المقدس کي حواریینو په دې باندی غونډه جوړه کړه چي باید د تورات په احکامو باندی عمل وشی لکه ختنه(سنتول) او داسی نور په دې غونډه کي پطرس، برناباس او یعقوب هم ګډون درلود، خو پولس ددې غونډي د پریکړی سره مخالفت وکي :

ددې غونډې بیان په ۱۵ باب کي دی، او د برناباس او پولس مخالفت هم پکښې دی.

که تاسو د موسی د شریعت په مطابق سنت نه شی نو خلاصون نه شی موندلای په دې دهغوی سره دپولس او برنبا ډیر سخت بحث وشو.
(اعمال درسولانو۱۵:۱،۲)

له دې څخه وروسته پولوس او حواری برنبا سره بېل شول:

بیا ددوی (پولوس او حواری برناباس) تر منځ جګړه دومره سخته شوه چي هغوی یو د بل نه جدا شول او برناباس مرقوس د ځان سره کړو او د اوبو په جهازکي و قبرص ته روان شو.
(اعمال درسولانو۱۵:۳۹- ۴۱)

پولس وویل:

ګوری زه پولس تاسو ته وایم چي که تاسو سنت شی نو د مسیح نه به تاسو ته هیڅ فایده نه وی. او څوک چي د مسیح عیسی سره یووالی لری د هغه نه خو سنتېدل څه معنا لری؟

(خط د ګلتیانو په نوم ۵: ۲- ۱۰)

له دې اختلافاتو څخه وروسته پولس د(ګلتیانو په نوم د پولس رسول خط) ولیکي او دائې وویل چي:

زما وروڼو! زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زیری چي ما درته اورولی دی هغه د بنی آدم جوړکړی نه دی ځکه چي هغه ماته د یوانسان له لوری نه دی را رسیدلی او نه چا بنی ادم و ماته ښوولی دی بلکې د کشف  په معرفت د عیسی مسیح د طرف نه شوی دی.

(د ګلتیانو په نوم د پولس خط۱: ۱۱-۱۳)

دا خط ئې خپور کړ د حواریینو په خلاف باندی او وخلکو ته ئې وویل چي و ماته کشف شوی دی او زه په هرڅه پوهیږم، دا خط ئې د بیت المقدس د غونډی څخه وروسته ولیکي د پولس ټول لیکونه ددې غونډې څخه وروسته لیکل شوي دي، دا ځکه چي د عیسایی عالمانو مطابق د ګلتیانو لیک د پولس لومړی لیک دی.

برناباس ددې لپاره چي اصل دین له منځه ولاړ نشی نو یو انجیل ئې ولیکي دا انجیل په ۱۷ پېړۍ کي د پاپ اسکټس پنځم په کتب خانه کي و موندل شو برناباس ددې انجیل په لومړۍ پاڼه کي داسی لیکلی دي:

ای انسانانو دا سخت کفر دی چي څوک وایی چي مسیح د خدای ځوی دی،او د ختنې (سنتولو) څخه انکار کوي دا هغه حکم دی چي خدای همېشه ددې حکم کړیدی،هری نجسې غوښې جایزي ګڼي، ددې کبله پولس هم ګمراه شو زه په افسوس سره دا خبره کوم او زه له همدې کبله حق وایم.

د ختنې (سنتولو) حکم د حضرت ابراهیم علیه السلام څخه روان ؤ، په تورات کي هم ددې حکم ښکاره شته، لکه:

زما او ستا تر منځ تړون دادی چي هر نر باید سنت شی، او که سنت نه شی نو هغه وعده پوره نکړه او هغه ایسته که.
(کتاب پیدایښت ۱۷: ۱- ۱۴)

او حضرت موسی علیه السلام خطاب کوي:

او په اتمه ورځ باندی باید د هلک ختنه وشی.
(لاویان/احبار ۱۲: ۳)

خپله حضرت عیسی علیه السلام هم سنت شوی ؤ لکه:

اته ورځی وروسته هغه سنت شو او د هغه نوم عیسی کښېښودل شو.
(انجیل لوقا۲:۲۱)

او بلې خواته لکه چي موږ ذکر کړل پولس دا ټول رد کړل او حتی د حضرت عیسی علیه السلام د سنتولو څخه انکاراو مخالفت ئې ورسره وکړ همدا اوس ټوله عیسایی نړۍ د پولس خبره مني او وبل لور ته د حضرت عیسی علیه السلام خبره نه منی (چي سنتېدل دی)نو که د یوه سالم عقل خاوند وی خپله به دا فیصله وکړی چي ایا اوسنی عیسائیت د حضرت عیسی علیه السلام لارښوونې دي او که د پولس خرافات دي؟؟؟

د پولس څخه همدارنګه پطرس او یعقوب هم جلاشول او همداسی برخلیک ئې شولکه د برناباس.

نور بیا…

تبصرې (1)

  • کله چی ما د انټرنیټ د لاری ستاسو خدمت ولیده او خصوصاً پښتو ژبی ته نو ډیر حوشحاله شووم ځکه چی د پښتو ژبه په علمی ډګر کی ډیره غریبه او وروسته پاتی ده نو پښتنو ورونو ته خصوصاً د علم اوپوهی مینه والو ته د یو احساس له مخی خدمت پکا ر دی نو ستاسی ته دی الله (ج) نور هم توفیق درکړی . نو پښتو ژبی ته د علم په ډګر کی ستاسی د لازیاتو خدمتونو په هیله .