نړۍ

امریکا کې سختو واورو اتیا ملیونه خلک اغېزمن کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل):دد امريکا ختيځو ايالتونو کې د سختو واورو او توپانو له امله د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي او تر اوسه شلو ايالتونو کې له اتيا ميلونه زيات خلک له واورو اغېزمن شوي دي.

له تېرې جمعې راهيسې د واورې ورېدو لړۍ پيل شوې او په ځينو سيمو کې نوي سانتي ميتره «درې فټه» واوره شوې ده.

تر اوسه په دغو واورو کې لس کسان مړه شوي او يوولسو ايالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د نيويارک ښاروال بل ډي بلاسيو وايي، چې ښار کې تر دوو فټه پورې واوره کېدای شي او دا توپان د نيويارک په تاريخ کې له پنځو سختونو توپانو شمېرل کيږي.

ډي بلاسيو له خلکو غوښتي، چې له سړکونو دې لرې ګرځي او په خپلو کورونو کې ژوند وکړي؛ ځکه چې دا واوره او توپان نور هم سختېدای شي.

د واورې توپان له امله لسګونو زره کورنۍ له بريېښنا بې برخې شوي او زرګونو موټر د واورې له امله پر سړکونو جام پاتې دي. د ځينو سرچينو په وينا کينټکي ايالت کې د موټرو پنځه دېرش مېله اوږد کتار د واورې له امله بند دی.

د هوا پېژندنې اداره وايي، چې نن به د واورې پرېوتو له امله واشنګټن ډي سي کې دېرش انچه واوره وشي.

واشنګټن ډي سي کې د امريکا غږ خبريال وايي، چې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، خلک په کورونو کې بند دي او په تېرو څلورويشت ساعتونو کې د تېرو لسو کالو په پرتله تر ټولو زياته واوره شوې ده او کېدای شي نوره هم سخته شي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د واورې ورېدو له امله واشنګټن سپين څادر اغوستی، بازارونه، سړکونه او مارکيټونه له خلکو خالي او بند دي او خلکو ته ويل شوي، چې خوندي ځايونو ته ځانونه ورسوي.

د نيويارک والي اينډريو کيومو په ټول ايالت د خلکو په ګرځيدو بنديز لګولی، ټول پلونه، سرنګونه، اورګاډي او د ځمکې لاندې لارو د تړلو امر يې کړی دی.

د امريکا رسنيو په وينا د واورې له امله تر اوسه شمالي کرولاينا، کينټکي او ټينيسي کې نهه کسان مړه شوي او يو تن سهار وختي ميري لينډ کې د خپل کور مخته واوره پاکوله، چې د زړه حملې له امله ومړ.

د چارواکو په وينا د خراب موسم له امله زرګونو پروازونه لغوه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x